ژباړه: حمیدالله حمیدي
د کال وروستۍ ورځې دي.
دا کال هم تېر شو.
ډېرو وګټله، خو ډېر بیا بایلوده.
ډېرو زړونه مات کړل، خو ډېرو بیا لاسته راوړل.
ډېر راغلل او ډېر بیا ولاړل.
هغوی چې راغلل، کېدای شي ډېر تم نه شي، خو هغوی چې تللي، بیا هېڅکله هم نه راځي.
آه، ژوند څومره سخت دی.
خو کله بیا په سختۍ ارزي، مهمه نه ده چې نړۍ ډېره ناځوانه ده، مهمه دا ده چې موږ ځوانمرده شو او د یو، بل په قدر پوه شو.
مه پرېږدئ، چې له یو بل څخه لرې شی. شاه پرک خرس ته وویل، مینه در سره لرم. خرس وویل، امم، اوس خوب راځي غواړم ویده شم، کله چې پاڅېدم په اړه به یې خبرې وکړو.
خرس په ژمني خوب وېده شو، بې خبر له دې، چې شاه پرک یوازې درې ورځې عمر لري.
له یو بل سره مینه وکړئ، کېدای شي دا موکه بیا په لاس در نه شي.
مینه او ګلونه له ژوندیو سره او دعا له مړ سره ښایي.
موږ ډېر کله بر عکس عمل کوو، په هدیرو ګرځو او مړو ته ګلان وړو، خو ژوندي مو بیا د سترګو په وړاندې مري.
نننی ژوند دومره لنډ شوی، لکه غوټۍ چې ګل شي، ګل مړاوی شي او ورژېږي.
راځئ واړه شیان له یو بله درېغ نه کړو،
مینه!!
له مینې او نیکمرغۍ ډک کال ولری.