محمد حنیف اتمر

سپین سهار   

د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې دنړیوالو اړیکو بحث مطرح شو نو په دي بحث کې یو شمیر هېوادونو په خپل بریالي کورنې او بهرنی سیاست سره وکولي شول چې خپلو هېوادونو ته زیاته ګټه وکړې او د هر اړخه خپل هېوادونه په پښو ودروي هغه که نظامې دی او که اقتصادي او که په نړیوالو تعاملاتو کې تاثیرات دي.

خو بدبختانه افغانستان ونه توانیدلو چې خپل حالت وساتي بلکې ددي رقابتونو ښکار هم شو او که چرته ددي مسلې لامل ته ځیر شو نو ښکاره ده چې مونږ داسي سیاست وال نه درلودل ترڅو وکولې شي په کور دننه ، په سیمه ایزه کچه او نړیواله کچه باندي مسایل داسي تحلیل کړې چې دافغانستان ګټه په کې وي نه تاوان ، افغانستان دشوروي اتحاد له ماتې وروسته له نړۍ ، سیمې او اسلامې هېوادونو سره بې اړیکې شو ، په کورنې جنګ بدل شو او ان هغه څه یې چې په میراث کې درلودل هغه یې هم له لاسه ورکړ .

خو کله چې په 2001 کال کې یو ځل بیا دنړۍ پام افغانستان ته راواوښتلو نو هیلې زیاتې شوي چې ګواکې افغانستان نور خپلې تیرې تاریخې ترخې تجربي نه تکراروي او نور به دنړۍ سره دښو اړیکو په درلودلو سره افغانستان دسولي ثبات او اقتصادي پرمختګ شاهد وي خو بدبختانه چې دافغانستان دیو شمیر سیاسیونو بي تجربه ګې ددي لامل شوه چې افغانستان هغسي چې لازمه وه ګټه دنړیوالو له شتون څخه پورته نه کړله او علت یې هم دملې مسایلو سره په ځانګړې ډول دکرزي دواکمنۍ شخصي برخوردونه وه .

خو دملې وحدت حکومت په راتګ سره داسي څیري رامخته شوي چې کولې شي چې افغانستان په نړیواله او په کور دننه دروان بحران څخه وژغوري او روانه لوبه دافغانستان دملې ګټو په اساس وڅرخوي ځکه مونږ په داسي جغرافیې موقعیت کې شتون لرو چې سیمه او نړۍ ورته اړتیا لري او مونږ باید  دا موقعیت دخپلو ملې ګټو په اساس باندي وڅرخوو چې همدي موخې ته په رسیدو سره دروانې لوبي یو لوبغاړی چې کولي شي لوبه دافغانستان په ګټه وڅرخوې ښاغلي حنیف اتمر دی، نوموړی ددې ترڅنګ چې دمدیرت لپاره یو ښه ذهن لري ترڅنګ یې په استخباراتې او نړیوالو مسایلو اګاه شخص دی او داسي یو دیپلومات دی چې تصامیم او مسایل په ډیره سړه سینه او ارام ذهن تحلیلوي او دا یې دبریا راز دی .

اتمر په کورنې او بهرني سیاست دواړو کې د برنامې څښتن دی ځکه خو کولې شي چې روانه لوبه کې  دافغانستان ګټې خوندي کړي چې همدي ټکو ته په کتو هغه لومړی دافغانستان لپاره دنړیوالو او امریکا متحده ایالاتونو د دوامدار ملاتړ لپاره دامریکا متحده ایالاتونو سره د امنیتي قرارداد په لاسلیک کې هیڅ ځنډ ونکړ او دا یې دافغانستان لپاره یوه مهمه مسله وبلله اوحقیقت همدادی که چرته دنړیوالو مرستې زمونږ له امنیتي ځواکونو سره نه وي ښکاره ده چې مونږ له ستونزو سره مخ کیدلی شو ، ورپسی ښاغلي اتمر دنړیوالو مرستو څخه دموثره ګټې اخستني لپاره افغان امنیتي ځواکونو کې داصلاحاتو دراوستو په موخه 4 کلن امنیتي پلان جوړ کړل چې له مخې به یې افغانستان وکولې شې په خپلو امنیتي لیکو کې داصلاحاتو ترڅنګ دفساد ضد مبارزه ، همغږي ، دامنیتي ځواکونو ښوونه او روزنه او ښه تجهیز یو تر ټولو مهم مسایل دي او دا پلان په عمل کې په پلې کیدو هم دی.

ددي ترڅنګ اتمر له هندوستان څخه په لومړي ځل افغان هوایې ځواک ته د جنګې چورلکو او دروسیې څخه  په ورته وخت کې دوسلي تر لاسه کولو مخکښ بللی شو.

ښاغلې اتمر په تبلیغاتي جګړه کې هم یو مخکښ رول لوبوي او هغه څه وایې چې دافغانستان په ګټه دي نوموړې دکابل په وروستې کنفرانس کې دپاکستان ، روسیې او ایران استازو ته په زغرده وویل (که چرته تاسو داسي شواهد لرئ چې ګواکې افغان دولت او نړیوال د داعش ملاتړ کوې نو مهرباني وکړئ رامخ ته شئ او خپل استخباراتې چارواکې روالیږئ ترڅو په دې اړه باندي پلټنې به ګډه وکړو ) چې دا هغه باجرئته اقدام وو چې اتمر په کور دننه یو شمیر داخلې جاسوسانو او په ځانګړې ډول دپاکستان استخباراتي منفي تبلیغاتو ته ورکړ.

بله مهمه مسله دا وه چې اتمر وتوانیدلو چې داسلامې هېوادونو سره دافغانستان اړیکو پیاوړتیا کې مهم رول ادا کړي او په ځانګړې ډول دسعودي عربستان ملاتړ دافغانستان لپاره چې یو مهمه مسله ده راجلب کړې او په دي برخه کې دنوموړي خدمتونه دپام وړ دي .

نو پورته یادو مسایلو ته په کتو مونږ ویلې شو چې ښاغلی اتمر کولې شي چې افغانستان له روان بحران څخه وباسي او دافغانستان په بهرني سیاست کې دسیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو ترمنځ نه داچې بلانس ساتلې شي بلکې ددي هېوادونو سره اړیکې دخپل هېواد دثبات او اقتصادي ټیکاو لپاره هم راڅرخولي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *