تاند- د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکاره سوزن رایس وايي، تر څو چې طالبان د جنګ په میدان کې ځپل شوي نه وي، د کابل حکومت خپلې کمزورتیاوې کمې کړي نه وي او پاکستان د سولې په پروسه کې له زړه همکاري ونه کړي، د افغانستان شخړه حل کېدای نه شي.

اغلې رايس په یوه لیکنه کې، چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوې، ویلي چې پخوا د امریکايي پوځیانو د شمېر د زیاتېدو په وسیله طالبان نه ول مات شوي.

د بارک اوباما د حکومت په دوره کې د امریکايي پوځیانو شمېر له شاوخوا ۳۰ زرو څخه نژدې یو لک پوځیانو ته زیات شو.

دې همداراز ویلي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکا هوايي حملې زیاتې کړي، په دې هیواد کې یې د امریکايي پوځیانو شمېر هم په سلو کې ۵۰ زیات کړ او پوځي قوماندانانو ته یې له طالبانو سره د جګړې تقریباً بشپړ واک ورکړ خو دې اقداماتو تراوسه پورې طالبان هغسې نه دي کمزوري کړي چې دا ډله سوله ومني.

مېرمن رایس په دې باور لري چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو هر څومره زیاتېدا د افغان حکومت په ګټه حالات ډېر بدلولی نه شي.

مېرمن رايس، چې یوه موده د ولسمشر اوباما د ولسمشرۍ په مهال په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې وه، طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې وروستیو وړاندیزونو ته په اشارې وویل، ګرانه ده چې له طالبانو سره د سولې هڅې نتیجه ورکړي، تر دې پخوا هم له طالبانو سره د سولې هڅې په بېلابېلو دلایلو ناکامې شوي دي.

سوزن راییس د طالبانو د قدرت نه کمزوره کېدل، له طالبانو څخه د ځینو کلیوالي سیمو ملاتړ، د افغانستان د حکومت کمزورتیا او د خبرو په اړه اختلافات او همداراز په افغانستان کې د سولې په وړاندې د پاکستان دوه مخي د سولې د خبرو د ناکامۍ اصلي دلایل وبلل.

پاکستان هیله لري چې بالاخره به امریکا او نړیواله ټولنه ستړې شي او له افغانستانه به خپل پوځیان وباسي او بیا به په دې نامه چې په افغانستان کې فساد له منځه وړي او اسلامي حکومت او شرع نافذوي، په افغانستان کې د یوه ګوډاګي حکومت جوړولو هدف ته ځان ورسوي.

3 thoughts on “رایس په افغانستان کې د سولې هڅو ته خوشبینه نه ده”
  1. ټالیبان به هغه وخت کمزوري شي چې د مجاهلینو پښې له دولت نه سپکې شي. دوي د سرتېرو او افغان ملي اردو ټوله بودجه په مختلفو نومونو مصرفوي، ښه مثالونه یې د بسم الله د پچو غل ، د اوبو او برښنا وزیر له خوا د درې میلیاردو دالرو غلا ، د دوبۍ په هوایې ډګر کې د احمدضیا مسعود له خوا په بکسونو کې د 52000000 دوه پنځوس میلیون دالرو غلا او د مړه شوي قسیم فهیم او رباني له خوا د بانکونو چورو چپاول ، د همایون همایون او ظاهر قدریر له خوا د زرګونو میلیونو دالرو غلا ټولو ته معلومه ده .

  2. ترڅو چه فساد ته د پای ټکی کښنښودل شی. او غله مهار نکړل شی. تاسو به همدا چغی وهۍ او سوله راتلونکی نده. ځکه ستاسو په موجودیت کښی کوکنارو کښت پخوانی ریکارډونه ملت کړل.

  3. دا اوسنی بوی د تور اوباما او توری رایس د…. بوی دی چی په خپل وخت کی یی د پاکستان په مقابل کي کړی دی.رایس په شف شف د پاکستان لمنی ته ډالر وراچول او هغوی د ترهګرو به روزنه مصرفول!ا د ټرمپ سیاست کامیاب دی خو چی دغسی بی عقله یی له مسیر وانه ړوی!ا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *