افغانان له تیرو څلویښتو کلونو په خپل هېواد کې د جګړې شاهدان دي او بدبختانه دا جګړه هره ورځ له افغانانو کورنه، ژوند او هرڅه اخلې او دوۍ ورځ تر بلې بیچاره کېږې.

خو په وروستیو کلونو کې چې کله نړیوالو افغانستان ته راغلل نو له افغانانو سره یو لړ هیلې پیدا شوي چې ګواکې یو ځل بیا به د سوله ایز او اباد افغانستان شاهدان اووسی خو بدبختانه هغسي ونه شوه او هغسي چې باید دافغانستان دسولي لپاره لازمه وه دحامد کرزي حکومت هم کومه ځانګړې اراده نه درلودله او تل یې کوشش کولو چې په  کور دننه جنګ سالاران او قومې ټیکه داران خوشاله وساتې چې همدي مسایلو ته په کتو سره په افغانستان کې دسولي هڅې بیخې ناکامې او دهیڅ سره برابرې وي.

خو د ملي وحدت حکومت په راتګ سره ولسمشر محمد اشرف غني په دي برخه کې ډیر زړور اقدامات وکړل چې په پایله کې یې دحزب اسلامې مشر دافغان حکومت دسولي وړاندیز ومنلو او دخبرو اترو له دسولي پروسي سره یو ځای شو دا هغه زړور اقدام وو چې د هېواد  په تاریخ کې به دافغان ولسمشر او دملي امنیت سلاکار په نوم ثبت وي .

همدارنګه دطالبانو سره دسولي لپاره په ورستیو کې دکابل په کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني یو بي ساری اقدام وکړ او په ډیر جرئت سره یې طالبانو ته دسولي لپاره داسي وړاندي وکړ چې په تیرو څو کلونو کې بي ساری وو او دا وړاندي په نړیواله کچه هم د تود هرکلي سره مخ شو خو بدبختانه په کور دننه یو شمیر کړیو او سیاسیونو د ولسمشر ددي وړاندیز مخالفت په مستقیم او غیر مستقیم شکل سره وکړو او ګواکې داسي یې وګڼله چې هیڅوک حق نلري چې په خپل سره له طالبانو سره سوله وکړې او یا په سوله کې ددوۍ ګټې له ګواښ سره مخ شي ، که چرته همدي ټکو ته مونږ وګورو نو په زغرده ویلي شو چې په افغانستان کې اوس هم یو شمیر سیاسي رهبران دسولي مخالف دي او علت یې دادی چې سوله ددوۍ دګټو په وړاندي ګواښ دی.

خو اساسي مسله داده چې سوله دولس غوښتنه ده او ولس باید  دسولي په اړه تصمیم ونیسي نه یو څو کسه سیاسي او جهادي ټیکه داران ځکه که وګورو په جګړه کې دهېواد عام خلک زیان وي دچا زوي شهیدیږي ، دچا لور ، دچا خور او دچا پلار او قرباني ټول ولس ورکوې او هره ورځ ولس دی چې په یو نوم په بل نوم باندي دوحشیانو لخوا یې کورونه ړنګېږي او دوۍ بې ځایه کېږي نو په داسي وخت کې باید دسولي تصمیم څوک ونیسي ولس او که هغه خلک چې تر اوسه پوري یې په روانه جګړه کې نه زوي قرباني ورکړی دی او نه ورور او نه یې هم کور ړنګ شوی دی بلکې دوۍ په روانه جګړه کې ځآن رهبران بولي ، دوۍ په روانه جګړه کې نه داچې په کور دننه دقصرونو څښتنان شول بلکې دوۍ اوس په عربي او اروپایې هېوادونو کې دپراخو قصرونو ترڅنګ زامن او نجونې یې په دوبۍ کې هوټلونه لري او دوۍ په عیش او عشرت کې ژوند کوي؟

نو دي ټکو ته په کتو سره ښکاره خبره ده چې هغه خلک چې په هېواد کې دسولي دهڅو مخالفت کوي هغوۍ دهمدي جنګ له برکته هره ورځ ډالر پیدا کوي په همدي جګړه ایز حالات کې قاچاق کوي ، په دی جګړه ایز حالت کې دځمکو غصب کوي او په دي جګړه ایز حالت کې داستخباراتو څخه په کور دننه دقومي او نورو تفرقو لپاره پيسي اخلې او همدا ددوۍ لپاره تر ټولو ښه سوداګري ده نو که چرته سوله راځې طبعي خبره ده چې دا خلک به دا سوداګري له لاسه ورکوی او ترڅنګ یې هغه مقامونه چې دوۍ د ټوپک په زور نیولي دي هغه به په یو دموکراتیکه فضا کې یو غریب افغان دخپل لیاقت له مخې تر لاسه کوې او هغه افغان به بیا دهېواد نافذه قوانینو په رڼا کې خدمت کوې او دلته به بیا دافرادو پرځای دملت ګټې خوندي وي چې همدي موخې ته درسیدو لپاره ویلې شو چې سوله دولس غوښتنه ده نه داشخاصو ځکه یو شمیر اشخاص په سوله کې خپل زیان وي او دا ولس دی چې په سوله کې یې هم ژوند خوندي کېږي او هم دخپلو هغه حقه حقوقو څخه برخمن کېږي کوم چې اوس تری رهبرانو او قومې ټیکه دارانو په زور اخستي دي.

نو په اخر کې ویلې شم چې سوله دولس غوښتنه ده او ولس باید دولسمشر دسولي پروسي څخه دملاتړ ترڅنګ اجازه ورنکړې چې یو شمیر ټیکه داران دسولي دا پروسه دخپلو شخصي ګټو لپاره تعریف کړي او داسي څه وکړې چې افغانان لا زیات د روانی نارواجګړي قرباني شي نو ولس باید نور ویښ شي اودخلکو په غولونکو خبرو پسی لاړ نشي ځکه درهبرانو زامن په جګړه کې نه مري چې دوۍ ته یې درد ورسیږي بلکې دخوار افغان زوی مړ کېږی او درد یې هم خوار افغان ته رسیږي نو باید افغانان خپله لاس په کار شي او دسولي دا پروسه د ټیکه دارانو څخه وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *