زما په اند د اسلام تر ټولو ستر پیغام سوله ده، نه یوازې دا چې اسلام مونږ ته د سولې بلنه راکوي؛ بلکه حکم راته کوي، چې یو د بل تر څنګه مسالمت امیز ژوند اختیار کړو، خدای ج پخپل عظيم کتاب قرانکریم کې فرمایي:

“یا ایها الذین آمنوا ادخلوا فی السلم کافة و لا تتبعوا خطوات الشیطان انه لکم عدو مبین”

” اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړیدی، ټول د سولې او پخلاینې لوری ونیسﺉ او د شیطان په لاره مه ځی؛ ځکه چې هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.”

که پورته ایت شریف ته ځير شو، له سولې تیښته یا سرغړونه د شیطان پیروي بلل شویده او مسلمانان یو تربله سوله ییز ژوند ته دعوت شویدي. حتی د کفارو او منافقینو سره یې د سوله ییز حل په لاره تاکید کړیدی:

”فَاِنِ ٱعْتَزَلُوکمْ فَلَمْ یُقَاتِلُوکمْ وَ ٱلْقَوْا ٱِلَیْکمُ ٱلسَّلَمَ فَمَا جَعَلَ ٱللََّهُ لَکمْ عَلَیْهِمْ سَبِیلاْ”

”که له تاسې په څنګ شول او تاسو سره نه جنګیدل او د سولې لاس یې در اوږد کړ، خدای ج اجازه نه درکوي چې په هغو تعرض وکړﺉ”

کله چې خدای ج د کفارو او منافقینو سره په هغه صورت کې چې له ظلم او قتال نه لاس اخلي د سولې په لاره ټينګار کوي؛ نو د مسلمان ورور سره به د جنګ او خونریزي منطق څوک ومني؟؟؟

که د اسلامي تمدن تاریخ مطالعه کړو، جهاد هم هیڅکله د یو قوم یا فرقې د سرکوبۍ او تذلیل لپاره ندی شوی، چې له جنګ مخکې له مشرکانو سره د خبرو او تبلیغ وجوب یې ښه بیلګه ده.

دا خو زمونږ د دیني عقایدو له نظره د سولې اهمیت وو چې واضح او ثابت احکام دي، رابه شو زمونږ په هیواد کې روان جنګ ته چې نه یوازې دا چې د هغو شعایرو خلاف دی، چې مونږ ورباندې ایمان لرو؛ بلکه زمونږ د هغو ټولو انساني، ملي او اخلاقي اقدارو لپاره فاجعه ده چې انسانيت یې خوښوي او درانه یې ګڼي.

پدې خو ټول پوهیږو چې په هیواد کې روانه جګړه کومه دیني او ملي صبغه نلري، یو وحشیانه استخباراتي جال دی، چې زمونږ په ذهنونو خپور شوی او زمونږ عقیده یې دومره محدوده کړې، چې دین راته یوازې هغه څه ښکاري چې ددې تورې پردې په مخ راځي او همدا علت دی چې ورځ تر بلې د کفارو څه چې د اسلامي امت له کرکې سره هم مخ یو… او له بده مرغه د جهاد په لیفافه کې د وحشت نوي نوي ډيزاینونه مارکیټ ته عرضه کیږي، زه ددولت له مخالفینو پوښتنه کوم، که چیرته دا یوه کرغیړنه استخباراتي لوبه نه وي، داعش ولې ستاسو سره جنګیږي؟؟؟ دین خو همدا یو دین دی په یوه دین کې سل متناقضې لارې چا را وویستلې؟؟؟خو اصلي خبره داده چې د پردې شاته نور خلک دي، چې تاسو ته د افغانان دولت د تکفیر ټاپې په لاس درکوي او هغوی ته ستاسو د بې دینۍ ټاپې جوړوي.

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر وسله والو مخالفینو ته دسولې په هکله یو په زړه پورې وړاندیز وکړ، په سلو کې ۹۹ فیصده باوري وم چې دا وړاندیز که دستي ونه مني؛ خو رد به یې هیڅکله نکړي، ځکه چې هیڅ داسې اړخ پکې نه وو چې طالبان دې د خپلې راتلونکې لپاره اندیښمن کړي؛ خو طالبانو دا وړاندیزونه په داسې بڼه رد کړل، لکه وړوکي ماشوم ته چې ډاکټر یا والدین د تبې درمل ورکوي او هغه بې لدې چې دلیل ولري هغه په نه نه ویلو ردوي… او همدا علت دی چې له ولس سره د طالبي جګړې په اړه ورځ تر بلې پوښتنې را ولاړیږي، زه د یو افغان په توګه نپوهیږم چې طالب څه غواړي، طالب مکتب ورانوي، له امریکا سره د جهاد نوم ورکوي، سرک، پل، بند… او داسې نور په بمونو الوزوي جهاد یې بولي… له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې ځانمرګی کوي، ماشومان، سپین ږیري، ځوانان، ښځې او نور پکې شهیدانیږي، دوی خپلې ټولنیزې صفحې په الحمدلله ویلو او کفارو ته د سخت شکست په شعارونو ډکوي، که اسلام او خپل ولس ته یوه ذره درناوی هم موجود وي، دا رنګه کړنې د توجیه څه چې د لیدلو وړ ندي، په اخر کې یو ځل بیا د دولت په مخالفینو غږ کوم چې حالات پدې ډول دوام نشي کولی او دا هغه څه دي چې خدای ج یې وعده کړیده، چې ظلم ته ترپایه مهلت نه ورکوم او ترڅنګ یې ولس هم تر دې زيات د ظلم او قساوت زغم نلري؛ نو ښه به دا وي چې د خدای ج حکم ته غاړه کیږدﺉ، د مظلومو افغانانو درد احساس کړﺉ او مظلومیت یې درک کړﺉ، کنه تاریخ به مو هیڅکله ونه بښي.

One thought on “جنګ په هیڅ عنوان تر سولې لوړ ارزښت نه دی | احمدزی”
  1. وروره لیکنه مو پر ځای ده خو طالب ته دا ټول مسایل معلوم دي، دوی د قران په حکم هم خبر دي خو کوم جهاد چې دوی کوي هغه د ای ایس ای جهاد دی، دوی مزدوران دي دوی پلورل شویدي نو د قرآنکریم د احکامو تشریح دوی ته بې تفاوته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *