د رستورانت د دروازې د یوې پلې د پورې کیدو له غږ سره سړي سر له میزه راپورته کړ، سرې سترګې یې شاوخوا وڅارله. ټول خلک له رستورانته وتلي و. د شرابو تش ګیلاس یې سترګو ته نژدې ونیو، غړۍ یې هسکه کړه، دوه درې پاتې څاڅکي یې په خوله کې وڅڅول. څنګ ته یې کوټبند ته لاس وروغځاوه چې جمپر راواخلي، که یې پر دیوال اوږه نه وای تکیه شوې لویدلی به و. د جمپر په یوه لستوڼي کې یې لاس ننویست، بل لستوڼی یې بهر واغوست.
دباندې غټه غټه واوره وریده. مځکې تکې سپینې وې. په واورو کې یې سم پل نه شوای اخیستلی. له رستورانت سره څنګ ته په ګرځیدلي سړک د پارک په لور ورتاو شو.
د پارک په بر سر کې د هسکې ودانۍ په شپږم پوړ کې د یوه اپارتمان څراغ بل و. ورته کتل یې کتل یې لکه څوک چې په کړکۍ کې ولاړه وي. ده لاس وخوځاوه بیا د سړک د غاړې څنګ ته د څراغ رڼا ته ودرید ، غبرګ لاسونه یې پورته کړل. څراغ مړ شو.
پارک ته ورننوت. د پارک بر سر د ډبرینې مجسمې لور ته ورغی. د مجسمې پر مخ دانه دانه واوره کښیناسته او ويلي کیده. ده سر وڅانډه، شا یې ورواړوله. په واوره کې یوازې د ده څو پلونه ښکاریدل بیا په تیاره کې نور راغلي پلونه ورک شوي وو.
پراګ