ژباړه: حمیدالله حمیدي-
وېلیم هنري درېیم ګېټس په ۱۹۵۵ کې د اکټوبر په ۲۸ نېټه د واشنګټن په سیاتل ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې. واشنګټن ایالت د امریکا په شمال کې موقعیت لري. خو واشنګټن ډي سي بیا د امریکا پلازمېنه ده. د دواړو توپیر باید وشي. ګېټس ته یې کورنۍ په لومړي سر کې (تري) ویل، خو وروسته بیا په بېل مشهور شو.
په ۱۹۶۷ کې بېل خپلې زده کړې په (لیک سایډ) خصوصي مدرسه کې، چې د سیاتل ښار په شمال کې د هالر سیندګي ته نېږدې یې موقعیت درلود پیل کړې.
په ۱۹۷۰ کال کې بېل او ملګری یې آلن په دې وتوانېدل، چې د (ترف- او – ډېټا) په نوم د ښاري ترافیکو د کنټرول لپاره یو پروګرام ولیکي. له همدې کبله دواړو ته څو زره ډالره هغه جایزه هم ورکړل شوه، چې د ځوانو پروګرام لیکونکو لپاره ځانګړې شوې وه.
بېل ګېټس د ۱۹۷۲ مېلادي کال په اوړي کې د استازو جرګې له یوه غړي د یاور په توګه دنده پیل کړه.
په ۱۹۸۳ کال کې یې د SAT په ازموینه کې لوړې نمرې واخیستې، چې وروسته یې د حقوقو په څانګه کې د زده کړو لپاره نوم لیکنه وکړه. په همدې کال کې له سټیو بالمر سره هم ملګری کېږي.
په ۱۹۷۴ کال کې بېل او آلن دواړو په مشهور شرکت (هانیول) کې په کار پیل وکړ.
دوی دواړو په ۱۹۷۵ کال کې د Artair880 شخصي کمپیوټرونو لپاره، چې د MITS شرکت تولید و، د سافټویرونو یوه بسته د (BASIC) په نوم جوړه کړه. له همدې کار وروسته بېل ګېټس د هاروارډ پوهنتون پرېږدي او له خپل ملګري آلن سره د مایکرو سافټ شرکت پر جوړولو سلا کېږي.
مایکرو سافټ شرکت رسما په ۱۹۶۷ کال کې ثبتېږي. ګېټس په همدې کال کې یو سر خلاصی لیک لیکي او د هغه کسانو له نومونو پرده پورته کوي، چې په غیر قانوني ډول د نوموړي په لاس جوړ شوي سافټویرونه په خپل نوم پلوري.
په ۱۹۷۸ کال کې د مایکرو سافټ او MITS شرکت اړیکې خړې پړې کېږي او سره بېلېږي. په همدې کال کې ګېټس خپل یو ملګری (کازوهیکو نیشي) په جاپان کې د مایکرو سافټ شرکت د نوې څانګې مشر ټاکي.
په ۱۹۷۹ کال کې مایکرو سافټ شرکت په جاپان کې خپل محصولات بازار ته وړاندې کوي، پر مختګ کوي او په یوه کال کې لږ تر لږه یو میلیون ډالر ګټي.
په ۱۹۷۹ کال کې د مایکرو سافټ شرکت مرکزي دفتر د سیاتل ښار ته، چېرته چې ګېټس او آلن ژوند کوي لېږدول کېږي.
په ۱۹۸۰ کال کې مایکرو سافټ شرکت پرېکړه کوي، چې د کمپیوټر جوړولو بل خصوصي شرکت IBM لپاره هم یو عامل سېستم ولیکي، چې یوازې په همدې کمپیوټرونو کې د کارول وړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *