د اپارتمان دروازه یې پرانیستله. بې له دې چې د کرمچو بندونه خلاص کړي، په زوره یې له پښو وایستل. یخچال ته ورغی. واز یې کړ. د خوراک لپاره یې څه خاص و نه موندل. د یخچال دروازه یې کلکه پورې ووهله. د کوچ پر سر پرتې خیرنې جامې یې یوې خوا ته کړې، ځان یې پر کوچ واچاوه. د پتلون له چپه جیبه یې د سیګرېټو ډبی راویست. په حساب درې سیګرېته پاتې ول.
_ اوف دا خو د نن شپې لپاره کم دي.
سیګرېټ یې بل کړ. تلویزون یې روښانه کړ. چاینلونه یې بدل را بدل کړل. څه یې و نه موندل. بیرته یې ګل کړ. مخامخ چوکۍ ته یې وکتل. له خیرنو جاموغونډۍ جوړه وه.
_ چې دا جامې مې مینځلې وای… ځه، بیا به یې وکم.
سیګرېټ یې بل کړ. جورابې یې ویستلې، د کوچ پر سر د خیرنو جامو کوټې ته یې ور خطا کړې. تمام شوی سیکرېټ یې د میز پر سر په ناولي بشقاب کې واچاوه. د میز له لاندې یې بالښت راواخسیت. سترګې یې پټې کړې. د موبایل ټنګ شو، راویښ شو. د مور مسیج یې و: زړګیه نوی کال دې بختور شه. له خوشحالیو ډک کال ولرې. راپاڅېد، پرده یې کښ کړه. له کړکۍ یې لاندې وکتل. د بلاک پارکنګ خالي غوندې و. پاس یې وکتل، ښار څراغان و. سيګریټ یې بل کړ. د سیګریتو تش قوطی یې د کوچ شا ته غورځار کړ.
_ لعنتي!
د چوکۍ له سره یې جورابې راواخیستې. په پښو یې کړې. د تور جمپر زنځیر یې تر اخره کش کړ. له کوره ووت چې ګوندې کوم پرانیستی دوکان ومومي او سیګرېټ واخلي.
پای
جنوري، پراګ