د سرخط ورځپاڼې سرلیکنه
د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر دې وړاندې ويلي وو چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې به د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان پر شپاړسمه کېږي، خو اوس چې له دغه کمېسيون څخه رسنيو ته وروستي مالومات رسېدلي، په ډاګه کوي چې ټاکنې ښايي پر دغه نېټه و نهشي.
دغه کمېسیون وايي چې د انتخاباتو لپاره لازم تخنیکي او تدارکاتي تیاری نه دی نیول شوی؛ نو ځکه ښايي تر ټاکل شوې نېټې دوې میاشتې په ځنډ سره تر سره شي.
د هېواد خراب امنيتي وضعيت، په تخنيکي او تدارکاتي چارو کې ځنډ او نورې ستونزې ښايي، ټاکنې تر دې هم ډېرې وځنډوي او څومره چې ټاکنې ځنډېږي، هغومره ورباندې د ولس باور کمېږي.
د نويو برېښنايي تذکرو د وېش ځنډ بله ستونزه ده چې پر ټاکنو يې د خلکو باور کم کړ.
ټاکل شوې خو داسې وه چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به تر ولسمشريزو او د ولايتي شورا تر ټاکنو وړاندې کېږي، خو اوس حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې ټولې ټاکنې يوه وخت ته رسول کېږي.
دا به لويه ستونزه او د روان ګډوله حکومت دوام ته لاره برابرول وي.
سږ کال د هېواد په تقريبا ټولو ولايتونو کې نويو، لوستيو او پوهو ځوانانو تابيا نيولې وه چې د پارلمان په ټاکنو کې به ځانونه کانديدوي او په دې توګه به د ملت کور له اوسنيو بېکاره وکيلانو چې لويه برخه يې فاسدان، قاچاقبر او نالوستي دي، پاکوي.
خو اوس که د پارلمان ټاکنې ځنډېږي او بالاخره د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځای کېږي، د هېواد په کچه به هيڅ ځای کوم ځوان پارلمان ته بريالی نهشي.
که دغه ټاکنې وځنډېږي او د ولسمشرۍ له هغو سره يو ځای وشي، لومړی خو ځوانان تر هغه وخته مايوسه کېږي او ډېر يې وطن پرېږدي، ولس هم زړه نه ښه کوي چې يو ځل بيا سر په لاس کې ونيسي او د رايې صندوقونو ته ولاړ شي.
بل دا چې ولس نور پر ولسمشر باندې هغه باور په بشپړه توګه بايللی دی چې ده به ويل، زه معامله نه کوم.
درست ولس اوس په دې باور دی چې ولسمشر يوازې هغه وخت معامله نه کوي چې هيڅ معامله نه کېږي او بله چاره نه وي چې قاطع دريځ و نه نيسي.
ولس باوري شوی دی چې ولسمشر تر هر څه زيات معاملې ته لومړيتوب ورکوي.
اوس چې د پارلمان او ولسمشرۍ ټاکنې دواړه پر يوه ځای شي، د ولسمشر لومړی کار به دا وي چې د پارلمان له اوسنيو ځينو فاسدو وکيلانو سره معامله وکړي.
ولسمشر به له دوی وغواړي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ولسمشر ته رايې راوړي او په بدل کې به يې ولسمشر له دوی سره د پارلمان د څوکۍ وعده کوي.
همدا ځای دی چې يو ځل بيا به ځوانان محروم پاتې شي، همدا ګډوله حکومت به د پنځو نورو کالو لپاره پر دې خاوره او خلکو حاکم وي او هر څه به همداسې تر بد بتر روان وي.
بيا به نو پنځه نور کاله هم پارلمان د څو فاسدو، لنډهغرو، جنګسالارانو، قاتلانو او مافيا برمته وي او لوستي، په خبره پوه او تکړه ځوانان به مو يا له هېواده فرار کوي، يا به همدلته وژل کېږي.
پنځه کاله وروسته به ولس له ټاکنو نفرت لري.