سمه ده، چې د ډیورنډ د کرښې تر کاږلو وروسته چې د پښتنو پر وجود کش شوه، کوز پښتانه پنجاب په خپله غېږه کې ونېول، دا د برېتانیې یو ترسیم شوی پلان و چې باید دا یو وجود دوه ځایه پرې شي؛ دا پرې شوی وجود یې جبیرې(پټۍ) کولو ته هم نه پرېښود، حد اقل یې د دې فرصت هم نه ورکولو چې له یو بله سره کینې یو فکري شراکت رامنځته کړي، د یو بل واروي ، له یو بله بېګانه نشي، د بر ورور غیاب کې یې له کوز وروره ورته سرسخت دښمن جوړ کړ.
او دا بر ورور یې ورته احتمالي قاتل معرفي کړ.


هغه وخت پښتون بېخي بې سواده، یا یې دومره درک نه درلوده چې په سړو مغزو یې دا هرڅه درک کړی وی، کوم به چې د یووالي لپاره غږ اوچت کړ د یو کولو هڅې به یې شروع کړې، د هغه غږ به یې ورخپ کړ، یا به یې په یوې کتلې پورې وتړه، د یو چا کس، دا هرڅه چې و، تېر شول.


په حقوقو کې یو قوي پرنسیپ دی، چې«جزایي قوانین ماقبل ته رجعت نه کوي» دلته یې داسې تفسیر کوو چې که په ماضي پسې ولاړ شو، د خولې خوند بدیږي، یو به یې په یو او بل به یې په بل ورتپي او د دې هڅه به کيږي چې لر د بر ارادي تقصیر او ملامتیا وبلي او بر د لر تېروتنه او عدم یې درک. دا حساب که کیږي فرصتونه له لاسه ورکول کیږي.
ــــــــــــــ
د پنجاب په تقابل کې د لرو پښتنو غږ بدرګه کول او ننګه یې کول، زمونږ اخلاقي، حقوقي، کلتوري، معنوي او دیني ارزښتونو مشترکه دنده جوړیږي او د هغوی حق. د کابل مثبت غبرګون د پېښور په اړه (لر و بر) پښتنو د باور او وحدت لپاره یو نوی باب دی، چې پرې شوی پیوند سره ونښلول شي، د یو بل په لاسونو کې سره لاسونه ورکړي.


کوز پرلت ته هوا ورکول او د هر ډول مرستې ټټر ډبول زمونږ فرض او همدردي ده، ځکه له ولسمشره نېولې تر عوامه یې د ملاتړ او لاسنېوي په موخه لبیک ــ لبیک وویل شو او دا دی کابل کې ویښو ځوانانو د تخصن خیمې ووهلې او دلته یې پرلت پیل کړ.
ــــــ
تاسې ولې اوس دا ډول پوښتنې او تردیدونه مطرخ کوئ چې دا پرلت د چا په تلقین(اشاره) رابلل شوی، څوک یې حمایت کوي، یا کوز پښتون د بر پښتون د درد او غم پر وخت کله غږ اوچت کړی، یا یې په دې روان پرلت کې نوم هم ذکر کړی دی؟
هو!

ولې، نه.
هغه څو ورځې وړاندې چې سیف الله کلا کې کومه پراخه غونډه وشوه، تاسې د خان زمان کاکړ خبرې ونه اورېدې چې یې وویل، له پښتونخوا د افغانستان پر مخ د څپېړو ورکولو لپاره پنجاب او بریتانسې د مورچې په توګه استفاده کړې ده؛ خو له دې وروسته به نوره اجازه ورنکړو. همدا ډول تاسې د منظور احمد پشتین هغه خبرې لکه چې نه دي اوریدلي چې څو ځلي یې په یوه غونډه کې وویلي چې د پنجاب استخباراني ادارې لر و بر دواړه پښتانه له تېغه تېر کړل، نور یې مونږ په افغانستان کې د مداخلې زغمل سخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *