تاند- پاکستاني رسنیو نن /دوشنبه/ راپور ورکړ چې د خیبر پښتونخوا ۲۴ ځوانان، چې له څو میاشتو راهیسې بې درکه ول، په بګرام او پلچرخي محبسونو کې وموندل شول.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا ځوانان د پېښور، چارسدې، مردان، صوابۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکي دي.

دوی وروستۍ ځل د تېر کال په سپټمبر کې له خپلو کورنیو سره تماس نیولی و.

ویل کېږي چې هغوی د کار په تمه افغانستان ته تللي ول.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د هغوی حال په خیبر پښتونخوا کې د دوی کورنیو ته رسولی دی.

د بګرام او پلچرخي په محبسونو کې د بندیانو کورنیو نن په یوه خبري غونډه کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مننه وکړه چې هغوی یې د خپلو عزیزانو له حاله خبر کړل.

One thought on “د پښتونخوا ۲۴ ځوانان له څو میاشتې بې درکۍ وروسته د افغانستان په بندونو کې وموندل شول”
  1. خو بیا پاکستانی هزاره ګان سری سترګی ګرځی
    شرم په دی ایرانی حکومت

    وګوری یابه خټګروی، یا به بل کار ولری

    دمحقق یو خپلوان یاسا چه د کویټی هزاره دی او یو ورور یی پاکستانی فوجی دی، دپاکستان صفارت خواکی ونیول شو، خو سمدستی دمحقق په امر خوشی او په عزت ولیږل شو
    پښتونه تباه یی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *