تاند- په کاناډا کې یوه افغان جوړه، چې خپلې ۳ لوڼې یې د ناروا جنسي اړیکو د لرلو په شک وژلې وې، په ۲۵ کاله بند او له کاناډا څخه په ایستلو محکوم شوه.

محمد شفیع او ماندینه یې توبا یحیا (توبی یحیی) په ۲۰۱۲ م کال د خپلو ۳ لوڼو او د شفیع د لومړۍ ښځې د وژلو په خاطر محکوم شوي ول.

د شفیع لوڼې زینب، سحر او ګیتي نومېدې. لومړۍ ۱۹ کلنه او دوې نورې ۱۷ او ۱۳ کلنې وې.

د دوی مړي د ۲۰۰۹ م کال په جون کې د اوبو په یوه کانال کې وموندل شول.

د توبا او شفیع زوی حامد هم په قتل کې د لاس لرلو په خاطر په بند محکوم شوی دی.

د محکمې له پرېکړې سره سم، ټاکل شوې ده چې شفیع (پلار) او توبا (مور) په کاناډا کې د ۲۵ کاله بند له تېرولو وروسته افغانستان ته ولېږل شي.

دا حکم، چې د کاناډا د سرحدي خدماتو د ادارې په غوښتنه شوی او هغه جدي جنایت بلل شوی، نه بدلېدای شي او نه بیا پرې کتنه کېدای شي.

د دې کورنۍ درې واړه غړي اوس په کاناډا کې په محبس کې دي.

د دوی محاکمې ۳ میاشتې دوام وکړ او دا قضیه په کاناډا کې رسنیو په پراخه پیمانه منعکس کړه.

شفیع د خپلو لوڼو له وژلو وروسته په تېلفوني مکالمو کې د هغو په اړه په غوسه خبرې کولې او هغوی یې بدلمنې (فاحشې) بللې.

د ده ټېلفوني مکالمې هم په محکمه کې د شواهدو په توګه وړاندې شوي دي.

One thought on “په کاناډا کې یوه افغان جوړه په ۲۵ کاله بند مجکومه شوه”
  1. الله تعالی دې رحم پرې وکړي. د دغه سړي کیسه مې په انټرنټ کې لوستلې ده، سخته دردوونکې ده. خدای دې د هیچا کورنۍ داسې نه ورکوي لکه د دغه سړي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *