لوړې زده کړې، چې هر څومره پر مخ وړل کیږي ښه ده، او د انسان مسلم حق او په ګټه دی، چې هر څومره کولی شې لوړې زده کړې وکړي خو نن سبا په افغانستان کې د ماستري او دوکتورا د اسنادو اخستلو خلک په تشویش کې اچولې دې او هر هغه کس چې نسبتا په یو ښه پوهنتون کې لوړې زده کړې کوې، له دې رنځ وړې، چې د کار په ډګر کې هغه کسان چې په نوم ماستري او دوکتورا لري، تر دوی ښه وظیفه ورکول کیږي او په دې برخه کې وړتیا ته نه کتل کیږي.
زه دا دوه کاله کیږې په هند کې یم، له خپلو همصنفیانو او ملګرو سره په دې اړه ډیرې خبرې کوم، چې د دوی د وظیفې د اخیستلو په سیستم ځان وپوهوم. تر اوسه مې ډیرو ښو نقطو ته پکې پام شوی.
زموږ مشکل دادی چې که ماستري او دوکتورا دې واخیسته نو د ځان حق ګڼو چې دولت وظیفه راکړي، چې اصلا داسې باید نه وي. هند کې د وظیفې لپاره لیسانس، ماستري، دوکتورا او مافوق دوکتورا ټول یو شی دي. په دولتي وظیفو کې (بغیر د پوهنتون له استادۍ) هیڅ وخت دوکتور او یا ماستر ته په لیسانس د ترجیح خبره نه کوي. هر کس چې وظیفه اخلي، یو امتحان چې اصلا څو مرحلې لري باید پاس کړي او هغه امتحان د لسانس په کچه مضمونونو کې اخلي او د کاندید عمر چې په ځینو بستونو کې دیرش او په ځینو کې پنځه دیرش دی. په هند کې اکثره لسانسه کسان، چې ښه استعداد ولري په وظیفو اخستلو کې کامیابیږي او زیات شمیر کسان چې هغه امتحان پاس نکړي نو ماستري او دوکتورا ته مخه کړي او دا پلان جوړ کړې چې له دوکتورا وروسته به چیرته کوم پوهنتون کې استاد شې (استثناه شته). په هند کې حتا په ښو شخصي کمپنیو کې د وظیفو اخستلو لپاره یو ستندرد امتحان وجود لري.
په هند کې څو کټګورۍ پوهنتونونه شته، چې د هغوی له جملې یې د IIT پوهنتونونه د لسانس دورې شاګردان د هند په سطحه نوم لري او د دولت سترګې دوی ته وي. په دولتي وظیفو کې د یادو پوهنتونونو شاګردان هر کال په لوړه فیصدی کامیابیږي او د تشو بستونو لویه برخه دوی جوړوې. ددې کار یوې بدې پایلې ته د هند دولت اوس متوجه شو او هغه دا، چې د هند لوړ ظرفیتونه له فارغیدو سره سم په اسانه امتحان پاس کړې او د پیسو د تکل لپاره دولتي وظیفه واخلي او لوړ ظرفیتونه یې له دوکتورا کولو پاتې شې. له بلې خوا، هغه کسان چې د دولتي وظیفې په امتحان کې پاتې راشې، ماستري او دوکتورا شروع کړي او په ریسرچ کې دغه کسان ډير ګټور نه دي ورته تمام شوي او ډیر موثر کار یې نه دی کړی. ددې لپاره، چې د IIT پوهنتونونو تکړه شاګردان دوکتوراوې وکړې، او په اینده کې د هند په سطحه د ریسرچرانو ځایونه ډک کړي، د دوی لپاره یو ځانګړی سکیم سږ کال شروع شو، چې هر د IIT فارغ شاګرد که دوکتورا کوې نو د میاشتې به ۷۰۰۰۰ اویا زره هندې کلدارې معاش ورکول کیږي. دا ددې لپاره چې تکړه کسان د پیسو په تکل خپلې دوکتوراوې پرینږدې او هم د ریسرچ په برخه کې لوړو ظرفیتونو ته موقع په لاس ورکړي او د هیواد د راتلونکي لپاره ګټور تمام شې.
که دولت مو د تش په نوم ماستریانو او دوکتورا والا نه ځانونه بیغمه کول غواړې، د دولتي وظیفو لپاره دي ډير معیاري امتحانونه ډيزاین کړي، تر څو ظرفیتونه پکې معلوم شې او لواړه دانه له غلبیل ونه وزي.