تاند- بلغاریا وايي، په وروستیو کلونو کې په دغه هیواد کې تر ټولو زیاته پناه افغانانو غوښتې ده.

دا هیواد وايي، د ایروستات د معلوماتو پر اساس په تېرو ۱۵ کلونو کې ۲۵ زره افغانانو په بلغاریا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

له افغانانو وروسته زیاتو عراقیانو په بلغاریا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د بلغاریا دولتي رسنۍ د اروپايي اتحادیې د احصاییو پر اساس وايي، تېر کال په بلغاریا کې ۹۵۵ عراقیانو او ۹۴۰ سوریه والو د پناه غوښتنې کړي دي.

خو د سږ کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۲۲۴ تنو پناه غوښتې چې اکثره یې سوریه وال او عراقیان دي.

د هغوی په منځ کې ۱۵۰ سوریه وال، ۳۵ عراقیان او ۲۰ افغانان دي.

د بلغاریا رسنۍ وايي چې سږ کال ۶۰ تنو ته پناه ورکړل شوې، د ۹۸ نور غوښتنلیکونه رد شوي نه دي خو د ۱۸۰ تنو غوښتنې رد شوي دي.

د بلغاریا د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، په تېرو پنځلس کلونو کې تر ټولو زیاتو افغانانو په بلغاریا کې د پناه غوښتنه کړې چې ۲۵ زرو ته رسېږي.

په ۲۰۱۷ م کال په ټوله اروپايي اتحادیه کې نژدې ۶ نیم لکه تنو د پناه غوښتنه کړې ده.

خو په ۲۰۱۶ م کال په اروپايي اتحادیې کې د پناه غوښتونکو شمېر بې ساری و. په دغه کال یو ملیون او ۲ لکه تنو د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو، په تېره بیا جرمني کې د پناه غوښتنه وکړه.

تېر کال د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې ۲ لکه ۲۴۰۰ سوریه والو، ۴۷ زره ۵۰۰ عراقیانو او ۴۳ زره ۶۰۰ افغانانو د پناه غوښتنه وکړه.

په ۲۰۱۷ م کال ۲ لکه ۲۲ زره تنو ته د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې پناه ورکړل شوه، ۱۵۹ زرو نورو ته موقتي پناه ورکړل شوې او د ۶۳ زرو نورو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *