منظور پښتین

منظور پښتین وايي له مرګه نه ډارېږي، که نن نه وي سبا يې وژني، چې له کوره يې خدای پاماني راخيسته ځان يې مرګ ته تيارکړی و. بيا وايي: يا به وطن ته امن راولم او يا به د باچاخان له څنګه سره خښ کېږم. دا سړی په لاندې شعار په رښتیا باور لري چې وایي:

په دنيا د ننګيالو وي دا دوه کاره

يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

که د پورته خبرو مفهوم ته ځیر شو، ډېر ستر ستراټېژیک اړخونه لري. په دې کې شک نشته چې منظور پښتون اوس د پښتنو او د هغوی د مبارزو په یوه سمبول بدل شوی دی او دښمن هڅه تل هڅه کوي چې تر ظلم لاندې قومونو د ازادۍ سمبولونه ختم کړي. منظور او ملګري یې به یې پوهېږي چې د دې سمبول د له منځه وړلو هڅې به کېږي او دوی غافل نه دي. دی وايي چې که دښمن د ده مرګ او شهادت ته لاس واچاوه نو دا يې روښانه کړه چې په جلال آباد کې به خښېږي.

زما په نظر منظور پښتین دا هسې یوه احساساتي خبره نه ده کړې بلکه ښه سنجول شوې ده او زیات ستراتېژيک اړخونه او موخې لري، دا روښانوي، چې د ده او د ده د ملګرو له منځه وړل د دوی داعیه چې اوس یوه نوي حالت ته داخله شوې نه شي له منځه وړلای. د دې خوځښت د هر رهبر شهادت او خښول یې په جلال آباد کې به دښمن ته لا نورې سترې ستونزې جوړې، پاشونکی ګذار به ورکړي او د ډيورند د ناولې کرښې د له منځه وړلو پروسه به ډېره چټکه کړي.  

بله معنی یې داده چې هغه خپل هېواد لوی افغانستان او خپل ستر آرمانونه پوره روښانه تعریف کړل، هغه اوسني نسل او راتلونکو نسلونو ته یو پیغام استوي چې د څه لپاره مبارزه کوي. رښتیا هم کله چې یو داسې رهبر مظلومانه غدار ملک شهید کړي داعیه یې نه یوازې نه مري بلکه د خپلو موخو په لور ستر ګامونه اخلي او ورنېژدې کېږي.

وزيرستان ستر تاريخ او ملي اتلان لري. د همغو اتلانو لکه ايپي فقير، پير روښان او مولوي پوونده وينه د دې سړي په رګونو کې جريان لري، له ټولو کارونو او خبرو يې ښکاري چې، ښه ټیم او ستر هدفونه لري، قدم په قدم مخ پروړاندې ځي، بې ځایه او بې وخته خبرې نه کوي،  رښتيا وايي او يو ستر رهبر دی او باید سیاسي فعالان او سیاستوال ورڅخه زده کړي.

د پښتون ساتنې خوځښت درسونه ټولو افغانانو ته

باید ومنو چې سترو استعماري لوبو، تپل شوو اوږدو جګړو او له شاه زمان وروسته زموږ د زیاتو مشرانو ځانځانيو او بې اتفاقيو موږ له ټولنیزو، مدني او سیاسي مبارزو شاته پاته کړو. موږ د سیاسي مبارزو سمه تجربه نه لرو، زموږ زیات سیاستوال په سترو ګډو ملي ارمانونو خلک نه شي راټولولای او سیاسي مبارزې ته یوازې له منفي اړخه ګوري.

څه کم دوه میاشتې مخکې چې کله منظور پښتین او ملګرو یې پښتون لانګ مارش او خوځښت پیل کړ زموږ زیاتو لوستو او په سیاست کې لګیا کسانو به ویل چې: وړې موخې یې ټاکلې دي، ولې یې مبارزه بس کړه، باید پرلت ته یې دوام ورکړی وای او زر یې نه وای ختم کړی، ولې اعلان نه کوي چې دا نه منو او هغه نه منو او نور. پوهېږو چې زموږ اکثریت او دا خلک چې پېچلې مسئلې ورته خورا ساده برېښي، د پرګنو په انسجام نه پوهېږي، له سیاسی مبارزو، د خلکو د ویښتیا، سیاسي شعور لوړلو، انګېزه ورکولو، له یو بل سره یې د معرفي کولو او یو پربل د اعتماد موندلو په پروسه باندې ډېر کم پوهېږي.

خو منظور پښتین او ملګرو یې په سوله ییز ډول یو شمېر سنجول شوې غوښتنې د قانون په چوکاټ کې مطرح کولې، بې وخته یې اذان نه کاوه، داسې څه یې نه ویل چې دښمن ته بې وخته  بانه په لاس ورکړي، ښه پوهېدل چې زیات وخت ته اړتیا لري چې خپل اواز او موخې تر خپل قوم پورې ورسوي او په ځان یې راټول کړي. نو همغه و چې تر اسلام آباد وروسته یې په مختلفو ښارونو لکه ژوب، کلای سیف الله، کویټه، باجوړ، دېر، سوات، باړې او نورو ځایونو کې سترې مظاهرې وکړې، داسې شعارونه یې ورکړل چې چایې هسې تصور هم نه شو کولای او اوس په پېښور او کراچۍ کې د سترو غونډو پلانونه جوړوي. بل که تاسو په ویدیو ګانو کې د دوی شعارونو، سنجول شوو خبرو او مارشونو ته وګورئ د دوی پوخوالی درته ښه څرګندېږي. نو په کار ده چې د دوی له کړنلارو او تاکتیکونو خلک زده کړه وکړي.

د دوی بله ستره هوښیاري دا وه چې هزاره او بلوڅ یې هم له ځان سره په کوټه کې یو ځای کړل او وعده یې وکړه چې د هغوی له حقونو به هم ننګه کوي. د کلتور، هنر او ادب په ساحه کې یې هم په کم وخت کې زیات کار وکړ. په ډېر لنډ وخت کې هنرمندانو د دوی په تایید کې غزلې وویلې، لیکوالانو لیکنې وکړې، د ریاست د سخت سانسور سره سره یې  زیات بحثونه په رسنیو کې وکړل، د جابرانو څخه وېره یې ختمه کړه او خپلو ځوانانو ته یې ستر جرئت ورکړ، په ډېر کم وخت کې یې ملیونونه خلک له سیاسي مبارزې سره بلد کړل او له ځان سره یې ودرول. خپله داعیه یې د خلکو کورونو او اذهانو ته ورسوله، د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو ادارې ته په ژنیوا کې یې خپل غږ ورساوه، په مختلفو اروپایي ملکونو کې یې مظاهرې ترتیت کړې او هڅې یې لا روانې دي.

يو ستر درس به يې د سيمې راتلونکو او اوسنيو سیاسي مبارزينو ته د سوله ييزو هڅو اغيزمنتوب ثابتول وي. که شرايط ورته برابر وي سوله ييزه مبارزه په خبرو، استدلال، منطق او عقلانيت او د عوامو په فعال مشارکت ولاړه وي. زيات خلک په لږ وخت کې پکې ګډون کولای شي، ورسره ګډ ارمان مومي او پيغام يې په چټکۍ خورېږي. مشرانو ته يې موکه په لاس ورځي چې خپل شعارونه، غوښتنې، تګلارې، تبليغات او تکتيکونه د بدلېدونکو شرايطو سره برابر او د تطبيقي مديريت په مرسته د خپلو ستراتيژيکو موخو د ترلاسه کولو په لور پرمخ لاړ شي. بله ګټه يې داده چې جانبي عوارض يې ډېر لږ او يا هېڅ نه وي او عام ولس، ملي زیربناوو او عامه شتمنیو ته تاوان پکې نه رسېږي. سوله ييزه سياسي مبارزه خلک په داسې لاره نه بيايي چې نرمي او بيا کتنه پکې امکان لري.

پښتون خوځښت د لوی افغانستان د ارمان د تحقق لپاره موږ ته یو ایدیال حالت، ستر طلایي فرصتونه او ورسره ستر مسؤلیتونه رامنځته کړي دي.

د لوی افغانستان د ارمانونو د تحقق په لور

2 thoughts on “د منظور پپښتین د وروستۍ وینا پیغام | محمد عارف رسولي”
  1. د انګلیند او اروپا لر او بر پښتانو.راځی چه یوه روځ موږ او تاسو هم د پښتین په ملاټړ په لندن کی د پاکستان سفارت مخ ته او هم بیلجیم کې اروپایی پارلیمنت مخ ته پرلت وکړو.تر څو پنجابی پوه شی چه لر او بر یوو یو پښتون.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *