د پاکستان حکومت او پوځ په تیرو اوولس کلونو کې د تروریزم سره په جګړه کې له زړه همکاري نه کوله او تر ډیره بریده یې کوشش کاوه چې یوازي نړیوالو سره دوه ګونی چلند وکړي او تروریزم لکه د یوې سودا په شان په نړیوالو وپلوري او له دې لارې له نړۍ څخه مرستي ترلاسه کړای شي که څه هم نړیواله ټولنه په دې پوهیدله چې پاکستان له دوۍ سره یوازي سیاست کوي او بس ، او له دي لاري یې د نړیوالي ټولنې له هغه مجبوریتونو هم ګټه اخستله کوم چې نړیواله ټولنه په تیرو کلونو کې ورسره مخ وه هغه که د پاکستان څخه د ټرانزیت مسله وه او که هم دپاکستان سره د تیري دوستۍ او هغې انډیوالۍ مسله وه چې پاکستان له نړیوالي ټولنې سره درلوده او نړیوالې ټولنې په سیمه کې ټولې کړني دپاکستان له عینکو څخه کتلې .
په دي وخت کې امریکا هم تر یو بریده پوري کوشش کولو پاکستان له ځان خفه نه کړي او په دي برخه کې په سیمه کې پاکستان دیو ښه شریک په توګه دخپلو موخو لپاره وکاروي خوکله چې افغانستان له نړیوالو او په ځانګړې ډول سره دامریکا متحده ایالاتو سره امنیتي او ستراتیژیک قرارداد لاسلیک کړ نو دنړیوالو سره د افغانستان دهمکارۍ او اوږدمهالي ملګرتوب نوی باب پرانستل شواو ترڅنګ یې ترویزم دیو هیواد او یو ملت دګواښولو پرځای دنړیوال امنیت په ګواښ بدل شو ، او اوس نړیوال او سیمه ایز هېوادونه دي نتیجې ته رسیدلي دي چې تروریزم او د تروریزم حامي هېوادونه د ټولو دملتونو لپاره ګواښ دی نه دیو هېواد لپاره، نو اوس داچې ولي باید پاکستان دافغانستان په سوله کې همکاري وکړي لاندي دلایل لري .
لومړی !
دامریکا متحده ایالات اوس خپله سیمې ته راغلي دي او په سیمه کې داوږدمهالي امنیت لپاره یې په افغانستان کې خپل ځواکونه میشت کړي دي خو دهمدي پاکستاني عسکرو او نظامیانو لخوا روزل شوي ترویریستان راځي او دلته دامریکا متحده ایالاتو او دهغوۍ دمتحدیینو په ګټو اوخواکونو بریدونه کوي او هغه پیسي چې امریکایان او نړیوالو دوۍ ته دتروریزم ضد جګړې لپاره ورکوي دوۍ هغه پیسي بیرته د امریکایې عسکرو په وژلو لګوي او ترویریستي ډلي پري روزي چې دي کار نور دنړیوالو حوصله پاکستان ته ختمه کړي ده او نړیوال کوشش کوې چې نور خپلي پیسي په سمه مبارزه کې ولګوي او له دي لاري یې خپل دوست او دښمن مالوم کړي دي او پاکستان باید خپله دروغجنه جګړه پای ته ورسوي .
دوهم!
ترویرزم په سیمه کې د امریکا نوي او ستراتيژیک ملګری هند هم ګواښي چې دا هم امریکا ته نور دمنلو نه ده ځکه امریکا کوشش کوې چې په سیمه کې دافغانستان ترڅنګ هند هم په نړیواله او سیمه ایزه کچه باندي له ځانه سره ولري او له دي سره خپلې ګټې همغږي کړي .
دریم!
پاکستان او دهغوۍ تروریستي ګروپونه په سیمه ایزه کچه ټولو ګډو اقتصادي پروژو ته ګواښ دی او همدا ددي لامل شوي ده چې ان په خپله پاکستان کې دچین لویه سیفک پروژه هم پلې نشي او پاکستان په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخ شي .
څلورم !
افغانستان اوس په سیمه ایزه کچه ددي وړتیا پیدا کړې ده چې دمرکزي اسیا سره پراخ اقتصادي کاروبار رامنځ ته کړي او له دي لاري څخه مرکزي اسیا هم قانع کړي چې زمونږ امنیت او ثبات ستاسو امنیت او ثبات دی او که چرته اوس دلته امنیت او ثبات نه وي نو ښکاره خبره ده چې دي مسلي هم په پاکستان باندي فشارونه زیات کړي دی چې پاکستان مجبور دی په دي برخه کې همکاري وکړي .
پنځم !
په ورستیو کې په یاد هېواد کې د وۍ دفوځ پرضد دپښتنو پراخ احتیجاج ددي ښکارندويې کوې چې پاکستانی جوړښت ترویرزم دخپل ملت پرضد هم کاروي او له دی لاري یوازي پنجابیان دخپلو ګټو لپاره هره ورځ لسګونه ولسونه له تیغ تیروي او دا یې ښکاره ثبتوت دی چې پنجاب د ترویزم پرضد مبارزه نه بلکې هغه دخپل ځان دګټو لپاره کاروي .
نو پورته یادو مسایلو ته په کتو سره اوس پاکستان داسي حالت ته لاړ دی چې په سیمه ایزه او نړیواله کچه ملګري نلري او یوازینۍ حل لاره یې داده چې خپل سیاستونه بدل کړي او افغانستان سره د ګډو اقتصادي سیاستونو په رامنځ ته کولو سره په سیمه ایزه کچه بدلون ته لاره هواره کړي او له دي لاري څخه بیرته خپل باور په نړیواله کچه ورغوي .