حیات ژوند

همدا اوس اوس يې پرې وروستۍ ډبرينه تخته کېښوده، تر وروستۍ ډبرینې تختې مخکې يې په سپين ټوکر کې له تاو کړي مخ تور وېښتان راوتلي وو؛ خو د مخ کيڼ اړخ يې په سپین ټوکر کې کلک نغښتل شوی او د خلکو له نظره پټ کړی شوی و.

زین الدین د هغه خواخوږى کليوال و، لاسونه يې د دوعا لپاره لپه کړي و. ویل يې: «هېچا ترې بده خبره نه اورېدله. جنت يې نصیب شه. هغه دنیا يې روښانه ده، پر دې دنیا خو يې په مړه خېټه خوب هم نه دى کړى. د ساه اخیستلو لپاره يې ټول عمر خښتې د لوړو لوړو ودانیو سر ته په خپله ملا ورخېژولې او چلولې.»

خو تر څنګ يې په عمر پوخ سړی چې بونډۍ ږيره لري، مړې مړې اوښکې تویوي. په مرګ يې خپه دی، هغه هم وايي: «ما یې له ډېره وخته پېژانده. نوم يې غفور و. ما او ده پوره شپږ میاشتې په پېښور کې د مسافرۍ شپې ورځې تېرې کړې دي.»

خو زه دې حیران ته یم، چې دا سړی ولې پرې ژاړي او بله دا چې کوم وخت باید پر مرگ وژاړو؟

مرګ نعمت نه دی؟ له ټولو دردونو د خلاصون یواځینۍ لار نه ده؟ اخر مو هم روح له تنه نه وځي؟

مور مې چې موږ ببو بلله، یوه ورځ په داسې حالت کې چې سخته ناروغه وه او یواځې څو میاشتې يې مرګ ته پاتې وې، د لمر د ډوبېدو پر مهال چې د دې د ژوند لمر هم په ډوبېدو و او هغه ترې ناخبره وه، راته وویل: «صمده زویه! مرګ پرده پوښ دى، که مرګ نه وی، د زړښت یا ناروغۍ پر وخت به د هر چا د اوږو بار وی او نور بني آدمان به رانه زاره ترق شوي وی.»

خو د غفور اکا پوخ عمره خواخوږي چې اوس اوس يې پر مړینې ژاړي په کراتو کراتو د ژوند له سختیو د خلاصون یواځینۍ لار مرګ بللې او په ځلونه يې د مرګ هيله هم کړې. اوس ولې د بل پر مرګ ژاړي؟ څه چې ځان ته خوښوي، ولې يې بل ته نه خوښوي؟ ولې ده هغه مهال چې نوکانو يې وده نه کوله او د لاسونو او پښو ګوتې به یې تل سرې وینې وې، د مرګ په تمه ناست و او د خلکو زنې ته بې لاس وراوږداوه، چې له خدایه ورته مرګ وغواړي؟ زما په اند د ده هغه شېبې هېرې شوې دي، ځکه انسان د سوکالۍ پر مهال خپلې بدمرغۍ له سره یادوي نه.

د کلي واړه زاړه راغونډ شوي، پر مړي يې وروستۍ ډبرینه تخته کېښوده، بېلچې یو ځل بیا وکړنګېدې او هر چا کوښښ کاوه، چې د مړي په خښولو کې برخه واخلي. دا خلک دومره په چټکۍ پر مړي خاورې اړوي، ته به وايې، چې د خاورې اړونې سیالۍ يې پيل کړې او هر څوک غواړي، لومړی مقام وګټي.

د کلي ملا هلته په يو ګوټ کې ناست دی او وروستۍ وینا ته ځان چمتو کوي. ځان يې په اوږده سپين څادر کې ونغاړه، یوه لپه لاړې يې کيڼ اړخ ته توف کړې، لاړې باد بېرته د ده خواته وروړې او په پایڅه يې هماغو توکاړو (لاړو) شپول جوړ کړ. له جېبه يې دستمال راوویست او د ښۍ پښې پر پايڅه توکاړې يې پاکې کړې.

ملا د ژوند مشقت د راتلونکي روښانه ژوندانه د بشارت په مانا وګاڼه. ويې ویل: «ناروغي او تنګلاسي د انسان ټول ګناهونه داسې له منځه وړي، لکه اور چې لرګي سوځوي او خاورې کوي يې.»

په دې خبرې سره ما ته د غفور اکا دغه تیاره کوچنۍ کيندنه یو زرغون باغ، چې پکې د یخو اوبو ویاله، کټ او بالښت پراته وي، سترګو ته نېغ ودرېدل؛ خو دا تصویر د ده له حقیقي ژوند سره دومره توپير درلود، چې هېڅ د سړي باور نه راته، په ځانګړي توګه، د ژوندانه په وروستۍ میاشت کې چې په خوله کې يې لویه دانه راوخته. دانه په لومړیو کې د بټې ګوتې د نوک په اندازه وه؛ خو ورو ورو لویه شوه. دانه د یوه سوک په اندازه لویه شوه او غاښونه يې له ووریو سره بوټ د شونډې له محوطې راووتل. پړکنده سره غوښه او یو لوى عذاب یې په خوله کې ګرځاوه. غاښونه يې له ووریو ورو ورو په لوېدو شول. د هر غاښ له لوېدو سره به له يې دغې یوه موټي په اندازه غُدې نه څاڅکې څاڅکې سرې وینې بهېدې. دا وینې به له یوه نازغمېدونکي درد سره ملې وې. غُده ټیک په پاسنۍ ښۍ ژامه کې راختلې وه. سره پړکنده غده او ترې راوتلي غاښونه او نازغمېدونکی درد.

د غفور اکا ژوند په یوه داسې دوزخ کې په ژوند بدل شو، چې هره شېبه يې درد نور دردونه زېږول او هر شېبه يې درد مخ په زیاتېدو و. په خوله کې يې دانه نوره هم مخ په لویېدو وه او مخ يې پاړسوب هم ورسره وکړ.

په دې وخت کې نو د ژوند دوام څه مانا؟ غفور اکا چې یو وخت پر ژوند مین و، اوس يې پر مرګ زړه بایللی و؛ خو مرګ د یوې داسې یواړخیزې مينې په څېر و، چې مین هر څومره مینې ته ځان ورنېژدې کاوه، په هماغه کچه مینې ترې لرې کېدل غوښتل او دغه کار د مین درد او رنځ یو په دوه کاوه.

تر څه باندې یوه میاشت رنځ وروسته يې دعا قبوله شوې وه او یو سهار په کلي کې غږ شو، چې غفور اکا ومړ. خو د حيرانۍ خبره دا ده چې کوم سړي چې د ده پر مړینې يې لپه لپه اوښکې تویولې، ولې د ده په مرګ خپه و؟ په ده خو به يې رنځ دوام نه لورېده؟

دا مهال د بېلچو کړنګېدا درېدلې وه، ملا هم خپله خوله تړلې وه او د غفور اکا د خواخوږي سلګۍ هم ورو ورو په درېدو وې، ښايي له ځان سره به یې پر ژړا پښېماني څرګندوله.

خلک خپاره واره شول، یو ژوندی بني آدم هم پر دغه لویه پراخه ځمکه چې بې له اوږدو لکړو څخه چې بیرغونه او دسمالونه پرې ګڼدل شوي و او باد رپول، نه لیدل کېده.

زه چې له هديرې نه ښه رامخکې شوم، دوه بوډاګان د یوه کنډوالې د نيم پرېوتي دېوال تر څنګ ناست وو، یوه له جېبه دستمال راوویست او خپلې سترګۍ (عینکې) يې پرې پاکې کړې او تر څه ځنډ چوپتیا وروسته دواړو بوډاګانو یو بل ته د مرګ دعاوې کولې او آمین، ثمَ آمین کلمې یې تکرارولې.

One thought on “د روح سقوط | حیات الله ژوند”
  1. ډېر ښکلي او په نوي انداز دژوند تصوير ژوند همداسې يو شى او يوه متاع ده

    گرانه ژوند دې اوږود شه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *