تاند- د انتخاباتي اتحاد یوه سرچینه وايي چې عبدالله عبدالله به د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي. سرچینه وايي چې عبدالهادي ارغنیدوال او محمد محقق به د ده لومړی او دوهم مرستیالان وي.

سرچینې ادعا کړې چې په انتخاباتي اتحاد کې، چې په وروستیو کې جوړ شو، له جنرال دوستمه پرته نورې ټولې خواوې په همدې ترکیب د عبدالله عبدالله د کاندیدېدا ملاتړ کوي.

ویل شوي چې جنرال دوستم د لومړي مرستیال په توګه د عبدالهادي ارغندیوال له نومونې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې باید لومړی مرستیال د ملي اسلامي جنبش له منځه وي.

جنرال دوستم ویلي چې درې ملیونه رای ورکوونکي د ده په خوښه رایې ورکوي او په هرچا چې دی لاس کښېږدي دا درې ملیونه خلک هماغه کس ته رایې ورکوي، له همدې کبله د دې پرېکړې واک د ده په لاس کې دی چې څوک باید ولسمشر او څوک یې مرستیال وي.

ویل شوي چې دوستم د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال چوکۍ غوښتې وه.

دوستم په عین حال کې ویلي چې په یوه اوونۍ کې به پرېکړه وکړي چې له انتخاباتي اتحاد سره پاتې کېږي او که ترې وځي.

د انتخاباتي اتحاد نورو غړیو لکه، احمد ضیا مسعود، یونس قانوني، امر الله صالح، صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ظاهراً د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی دی.

10 thoughts on “د ولسمشر د لومړي مرستیالۍ پر چوکۍ د عبدالله عبدالله او جنرال دوستم اختلاف”
  1. یا الله خیر د غواړو، د فهیم خان وار خو پری تیر شو اوس نو دوستم خان د افغانستان د جمهور ریس مرستیال کیږی. همهغه خبره ده چی څنګه غر هسی یی کربوړی.

  2. salaoamonaa aw daki hili pas la salama za bayad da wawayım chi ka chiri afghanistan di doo zanawroo pa las warshi da ba chiri shoot krri aw pa tira pashtana worona ba komi kandi ta warkhata krri [da kho mili itihad nada balki nationaliti itihad da aw sar la wari de khapaloo nationalisti chawku ta khapi ghazawli di }

  3. سلام،دوستم هرڅه غوښتل ویېکړل،امادلوي مودې دشورای هماهنګي په لفظ قول ولاړاوجان جاني ملګرتوب صادقانه نوه۰اوس کوم یوولس ته ګرم دی؟…………………

  4. گرانو هیواذوالولزدتاریخ پانی وگوری او سوچ وکری چه دا خه راروان دی ددی تولو بی اتفاقیو او جنگ جگرو عاملین او مسئول خوک دی او ولی داسی خود خواهی اوجاه طلبی دیو تعداد اشخاسو او افرادو په زرخ کی دی دتولو جنایاتو بی اتفاقیو او دقدرت په سر جگرو او مبارزو کی دیوی فاشیستی او انارشیستی دلی لاس وه او دی. دغی دلی وکولی شو چه افغانستان هغه پراو ته ورسی چه مخکی دامیر عبدالرحمن خخه وو.ملکلطوایفی او خلکو گروگان نیول او خپلو سیسی مخو لپاره یی استعمالول دا تول هغه خه دی چه دفاشیست او ذپردیو دمزدور اود خپلو بادارانو لپاره دافغان ملت په وینو لرلو مسئول دی او دافغانستان خلک یی یو خل بیا دغلامی پراو ته ورساوه هغه کارمل اودده فاشیستی او انارشیستی دله وه چه کاذب او په خان مین افراد یی په خلکو باداران کرل هغوی ملی گتی نه غواری او خپل خلک یی گروگان نیولی دی.هیوادوالو ملی زعیم ته رایه ورکری چه دتول ملت گتی وساتی.پهدرناوی

  5. دا خلک باید چه ټول محاکمه شی. زمونږ لپاره یو داسی حکومت پکار ده چه له دوی سره حساب وکړی. طالبان دی خدای خوار کړی هغوی هم و نشوکړای چه د خلکو زړونه په لاس راوړی. هغوی غیره له وژنی او ورانولو بل کار نکری نو خدای دی پر مونږ خپل رحم وکړی

  6. دا خو ډیر ساده سړی دی دوولس مشر مستیالی خو څه ده خره سپارلی نه ده چی په زوریی غوړی ،
    دافسوس خبره ده چی دوستم اوس هم دخپل قوم دپیر او پلور سودا رو وانه کړی اوخبل ودخپل ولس دغولوول لپاره یی
    سترګی شوی یی کړی خودا هسی یوه هوایی خبره کړی

  7. پام کوی د دوستم رایی چی لس میلیونه هم شی چاته به یی کومه ګټه ونه رسیږی، ټولی رایی به مو ورسره بی برکته شی او هر څوک ښه پوهیږی چی چاته رای وکړی ځکه چی په تیره دوره کی ډیر خلک پښیمانه وو او خپلو ځانونو ته یی رد بد ویل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *