پکتیاوال
د پکتیا په مقبلو کې په انځرکي او نري کنډو پاکستاني پوځیانو د طالبانو په مرسته تاسیسات جوړي، خو په دې کار کې حکومت هم ملامت دی ځکه چې دولت ورته زمینه مساعده کړې ده.
– دولت د همدې سیمې په یوه دره کې پر داسې ځای قرارګا جوړه کړې وه چې دواړو خواوو ته یې د غرو سرونه وو او دغه دواړه سرونه د طالبانو په واک کې وو. چې یو طالب به له ساده کلاشینکوف سره پر قرارګا برید وکړ، لاندې پولیسو سر نشو خوځولی. بالاخره همدغه قرارګا، چې په سوونو پولیس پکې وو، سقوط شوه.
– د ځایي پولیسو په ابتدا کې دولت له همدغو خلکو کورنۍ په کورنۍ دوه دوه اربکیان وغوښتل، قوم ورته وویل، چې موږ د د غرونو پر سرونو د پوستو ځایونه درښیو، همدغه اربکیان هلته ځای پر ځای کړی، دولت نه منله او بالاخره یې له هغو پولیسو بېرته سلا واخېسته. – د اشرف غني په حکومت کې ایکي یو وار عملیات وشول، هغه هم د ژمي پر مهال په شپه کې، چې طالبان په ژمي کې قرار په کورونو کې بخاریو ته ناست وي. انځرکی د طالبانو هغه لاره ده، چې پکتیا، لوګر او آن کابل ته پرې طالبان رسېدای شي. د دغه ځای ورانول د شلو پولیسو او یو بلډوزر کار دی؛ خو دولت دا پنځم کال دی، چې د تکتیکي شاتګونه کوي.
– د همدغه قوم څو تنه زړور قومندانان او سرتیري، چې د دولت پر نیت پوه وو، په همدې مسله کې یې د شهادت جامونه نوش کړل؛ لکه: طایب خان مقبل، خان الدین مقبل، نصرالله مقبل او… اوس نو د انځرکي کنډو د طالبانو تر واک لاندې دی او هغوی پرې د نر غوندې پنجابیانو ته ښه راغلاست وویل.
ولسونه ځکه څه نشي ویلی، چې په اصلي معامله پوه دي او پر چا باور نشي کولای. دولت په لوی لاس غواړي دغه سیمه د طالبانو په واک کې ورکړي او طالبان افغان خاورې ته په ننوتلو کې له ستونزو سره مخ نشي. نایر مقبل