د افغانستان اوږدې غمیزې، کورنۍ جګړې، انارشۍ، ټوپک سالارۍ او له ظلم زورڅخه خلک دومره ستړي شول، چې یو سیسټماټیک حکومتي نظام، قوي ملي پوځ او د قانون حاکمیت د خلکو لپاره یوه هیله ګرځېدلې وه. د افغانستان تېر بګرونډ ته که وګورو، د تاریخ یوازې څو پاڼې به له دغه ډول نظام څخه ډکې وي، له دې وروسته ټولې د جګړې او وژنو له تورو څخه ډکې دي.

په تېر تاریخ ډېر بحث نه کوو. دلته د حامد کرزي د دورې له پیل څخه بیا د ولسمشر غني د واک تر وروستیو پورې لنډ بحث کوو، چې یوازې کورنۍ اړخ یې را اخلو.

که له هر سیاسي او غیر سیاسي، باسواد او بې سواده، لوی او ماشوم څخه وپوښتو، چې د حامد کرزي دوره څنګه ارزوئ؟ هرو مرو به لنډه دمه کوي. وروسته به د اداري فساد، پر زور واکو پانګونه او تقدیر او وړ اشخاصو ته د کار او واک محدودیت یادوي. له دې سره سره داسې کسانو واک درلود، چې له ملي احساس او فکر څخه بې برخې وو. د بادارۍ فرهنګ غوړېدلی و او یوازې محدود شمېر اشخاص وو، چې هېواد او افغانیت ته ژمن وو؛ مګر نتیجه یې نه درلوده. له امکاناتو سره سره مو نه جګړې ته د پای ټکی کېښود او نه مو په ملي بنسټونو پانګونه وکړه.

د ولسمشر غني د واک له پیل سره د ځینو اصلاحاتو او پرمختګونو شاهدان شوو. عدلي او قضايي ارګانونه یې له فساد څخه پاک کړل او ترڅنګ یې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره هڅې وکړې. په ادارو کې داسې کسان په کار وګمارل شول، چې څه ناڅه اراده په کې وه. ولس ته یو څه هیلې پیدا شوې. تر ټولو مهمه خبره دا وه، چې تر ډېره یې داسې کسانو ته واک ورکړ، چې په کار پوه او خاورې ته ژمن وو، چې بېلګه یې د نیمرزو مرستیال والي سردار محمد همدرد دی. هغه د مدني ټولنې له ادرسه د هلمند معاونیت ته راغئ. هغه د کار اراده درلوده. ولسمشر پوهېده، چې هلمند ته ګټه رسولی شي او کاري وړتیا لري.

ښاغلي همدرد په هلمند کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. هغه د فساد په وړاندې مبارزه پیل کړه، چې د پام وړ لاسته راوړنې یې درلودې. د لښکرګاه ښار په کارېز سیمه کې یې (۵۳۵) جرېبه ځکه له غصب څخه خلاصه کړه او د کرېکټ د لوبغالي چارې یې پیل کړې. د ولایت دروازه یې د ولسونو پر مخ پرانیستې وه. د ولس هر ډول ستونزو ته یې په هر ډول ځای کې رسیدګي کوله.

هغه په هره اداره نظارت درلود. د اداري کارکوونکو حاضري او فعالیتونه یې تر نظر لاندې ساتل. د زندانیانو احوال به یې اخیست او محبس ته به ورته. د ولسونو ستونزې به یې د اړونده چارواکو په موجودیت حل کولې. همدا تاکید یې کاوه، چې باید د خلکو اجرائات پر وخت وشي. تر دې چې د د دې ولایت ولسونو په حکومت باور پیدا کړ. ولس ته به یې تل دا خبره کوله، چې که په کوم قانوني کار درڅخه چا د پیسو غوښتنه کوله، یوازې یې ماته په ګوته کړئ، نور حساب ورسره زه کوم.

هغه اوس مهال د نیمرزو مرستیال والي دی. هلته یې فعالیتونه ټولو ته معلوم دي. په لږ وخت کې یې د نیمرزو د خلکو باور خپل کړی دی. له علما، قومي شوراګانو، مدني ټولنو او نورو خلکو سره په واضیح ډول له فساد سره د مبارزې خبره کوي. همدا وايي، چې نه خپله فساد کوو او نه چا ته د فساد اجازه ورکوو.

په نیمروز کې یې هم خپل استعداد ښکاره کړ. زه له هغه سره په مطبوعاتو او نورو برخو کې همکار پاتې شوی یم. د هغه کرېکټر د ولسمشر غني کاپي ده. ولسمشر چې کوم احساس لري، همدرد صیب یې هم لري. یوه ورځ هغې سیمې ته لاړو، له کوم ځای څخه چې افغانان د قاچاقبرانو له لوري له پولې څخه اېران ته اوړي. له هغوی سره یې خبرې وکړې او ورته یې و ویل، چې ولې هېواد پرېږئ او پردیو هېوادونو ته ځئ؟ هغوی و ویل، چې مونږ مجبوره یو او له بې روزګارۍ څخه ځو.

بیا یې وروسته مونږ ته و ویل، چې که د نیمروز صنعتي شهرک جوړ وئ، اوس به مو ځوانان پردي هېواد ته نه تلئ او د هم د وخت د مسوولینو غفلت دی. اوس مې لوی ارمان دا دی، چې د نیمروز صنعتي شهرک چې په هر قېمت وي، باید فعاله یې کړو.

مطلب دا، چې هېوادونه یوازې د پاک او قوي احساس له مخې پرمختګ کوي. که چارواکي یې له فساد څخه لرې وي او د وطن لپاره سپېڅلې اراده ولري، امکان نه لري، چې شاته دې پاتې شي. همدرد د ولسمشر غني په حکومت کې له دې طبقو خلکو څخه یوه ښه بېلګه ګڼم.

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *