تاند- وروسته له دې چې څرګنده شوه چې فېسبوک د خپلو کاروونکو له اکاونټونو څخه ناوړه استفاده کړې او د دې ټولنیزې شبکې پر ضد پراخ انتقادونه وشول، په یوه اوونۍ کې د فېسبوک د ونډو یا سټاک ارزښت ۵۸ ملیارد ډالره ولوېد.

راپورونه وايي چې زرګونو خلکو د فېسبوک له لوري د دوی له اکاونټونو د ناوړه استفادې په اعتراض کې خپلې پاڼې بندې کړي یا غیر فعالې کړي دي.

د فېسبوک موسس او اجرايي رييس مارک زاکربرګ له خلکو رسماً بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې داسې تدابیر به غوره کړي چې بیا داسې ونه شي.

خو له دې سره سره د فېسبوک ونډې په بې ساري ډول ولوېدې. د فېسبوک د ونډو له لوېدو سره د چین د سوداګري مالونو په وړاندې د تعرفو د زیاتولو په اړه د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړې هم کومک کړی دی.

فېسبوک په لندن کې له انالیټیکا کمپنۍ سره، چې د خلکو معلومات یې نورو ته سپارلي، خپله همکاري ځنډولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *