تاند- ولسمشر غني وايي، لا هم درې نیم ملیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي او نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري.
ښاغلي غني دا خبره نن /شنبه/ په سړو سیمو کې د نوی تعلیمي کال په پیل کې وکړه.
ولسمشر غني د تعلیمي کال په مناسبت په وینا کې وویل چې د تعلیم په شرایطو برابر درې نیم ملیونه افغان ماشومان له تعلیمه بې برخه شوي او نژدې زر ښوونځي بند دي.
ده همداراز وویل چې په تېرو کلونو کې د ۳۰ فیصده زده وونکو لپاره کتابونه چاپېدل خو له دې ایسته به ټولو زده کوونکو ته کتابونه چاپ کېږي.
ولسمشر غني همداراز وویل چې تېر کال یې د پوهنې وزارت ته د ښځینه ښوونکو د تشویق په خاطر ۳۰۰۰ قراردادي بستونه منظور کړي و، چې دوه زره پنځه سوه یې استخدام شوې وې. د دې لپاره چې د نجونو په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو شتون زښت زیات ضروري دی دغه شمېر سږکال دوه چنده یا سل فیصده زیاتوي.
ده د پوهنې له وزارته وغوښتل چې د ښځینه قراردادي ښوونکو شمیر پنځه زره ته زیات کړي.
ښاغلي غني ومنله چې ښوونکو ته د کورونو لپاره د نومرو په ورکړه کې پرمختګ نه دی شوی.
ده له خلکو وغوښتل چې د ښوونځیو د جوړېدو لپاره د پوهنې وزارت ته مځکه ورکړي.
د افغانستان ولسمشر د پوهنې په برخو کې ستونزو ته د پاملرنې په خاطر (۱۳۹۷) د پوهنې کال نوموي، ویې ویل چې حکومتي ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د پوهنې له وزارت سره هراړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي غني همداراز وویل چې سږ کال به په هیواد کې د ۶ زره ښوونځیو پر ودانیو کار پیل شي او په دوو کلونو کې به بشپړې شي.
د افغانستان ولسمشر همداراز وویل، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د ښوونځیو د جوړېدو لپاره ۲۰۰ ملیون ډالره ځانګړي کړي دي. د ښارجوړونې وزارت به هم په ناامنو ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره ۱۰۰ ودانۍ جوړې کړي.
ده د پوهنې په وزارت کې فساد د شرم وړ وباله، ویې ویل ښوونکي به نور د اداري اصلاحاتو د کمیسیون له لارې ګومارل کېږي.
د افغانستان ولسمشر دا هم وویل چې تراوسه پورې یې زیات پام اقتصادي ودې او د بنسټیزو پروژو جوړولو ته و، خو له دې وروسته به پوهنې ته پام زیات کړي.
ده وویل چې د مخابراتو وزارت او د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) ته یې امر کړی چې د افغانستان د مرکز او ولایتونو ښوونځیو ته انترنیټ ورکړي او په کابل کې به دا کار نن پیل شي.
سلام
برهنه به تولته كي بايد معياري شي دعه معيار فساد، غلطه أحصا به،بي كيفيته تعليم او تربيه، بي كفايته استادان أود زده كرو سمعي او بصري أسباب او لوازم به يؤ ويشتمه بيري كي هغه ستونزي دي جي خانكري مديريت غواري
دابتدا يي زده كرو لاره هوارول د انتر نت به زور امكان لري به دي شرط جي إنترنت هم به سمه توكه به تولته كي عملي شي له يوه مركز نه به سل كونو مكتبونه ته يؤ بروكرام كاريدلاي شي
افغان بجيان ددي ستر نعمت انتظار باسي خكه جرجل ويلّي جي تعليم او تربيه به يوه تولته كي دشا هدوكو حيثيت لري
برهنه رنا ده او ديوي تولني د بر مختك هويت