په جرمنې کې د نوی حکومت په رامنځ ته کیدو سره داسي اندیښنی پیدا شوي دي چې ګواکې ددي هېواد نوی پارلمان په افغانستان کې دفوځي حضور له زیاتیدا سره مخالف دی او غواړي چې باید جرمني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي چې همدي مسلي ته په پام سره دافغانستان دملې امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تیره اونۍ جرمني ته سفر وکړ او دسفر موخه یې دا وه چې څنګ وکولي شي دجرمني د پارلمان غړي دي ته قانع کړي چې افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي او ترڅنګ یې افغانستان باید دترویریزم پرضد روانه جګړه کې یوازي پرینږدي ځکه داجګړه د نړیوال تروریزم پرضد ده او مونږ ټول ګډ مسولیت لرو چې ددي پرضد مبارزه وکړو .

داچې دجرمني سره زمونږ اړیکې ولي اهمیت لري او ولي باید دا اړیکې لا پياوړي شي غواړم دلته ورته لنډه کتنه وکړم .

لومړی !

جرمني داروپایې ټولنې لومړنی شتمن او پياوړی غړی هېواد دی او دا هېواد  په اقتصادي او نظامې لحاظ په اروپایې ټولنه کې د ځانګړې ارزښت څخه برخمن دی او اروبایې ټولنه دافغانستان یو له تمویل کونکو او په سیاسي لحاظ یو له هغو نړیوالو ټولنو څخه ده چې دافغانستان څخه ملاتړ کوې او ددي ترڅنګ دافغانستان دملاتړ لپاره وخت ناوخت دنورو هېوادونو دجلب او جذب په خاطر په دي هېوادونو کې ناستې هم کېږي چې ښه بیلګه یې دوارسا او بروکسل کنفرانسونه یادولي شو .

دوهم !

جرمنې دناټو غړی هېواد  دی او لکه څنګه مې چې مخکې وویل یاد هېواد په اروپایې ټولنه کې ځانګړې ارزښت لري نو په ناټو کې هم دخپل اقتصادي ، سیاسي او نظامې لحاظه ځانګړی ارزښت لري نو دی ارزښت په کتلو سره ډیره اړینه ده چې مونږ دجرمنې هېواد سره ښې اړیکې ولرو ترڅو وکولې شو دهغوۍ دمختلفو مرستو څخه دخپل هېواد په ګټه باندي کار واخلو او له دي لاري څخه دخپل هېواد دسولي او ثبات لپاره موثر تمام شو .

دریم !

یاد هېواد دنړۍ 8 اقتصادي هېوادونو له جملې څخه یو هېواد دی او  دتکنالوژۍ او صنعت په برخه کې یو داسي هېواد دی چې په خپل ځان متکې دی نو مونږ کولې شو چې له دي هېواد څخه په دې برخه کې تخنیکې او مالي مرستې تر لاسه کړو دخپل هېواد په ګټه دا مرستي راوڅرخوو .

څلورم !

جرمنې په تاریخې لحاظ دافغانستان په سیاسې چارو کې دنه مداخلې سیاست لري او له بله پلوه جرمنې په افغانستان کې داسي پروژي پلې کړي دي چې هغه ډیر زیات ارزښت او حیاتي دي لکه د نغلو دبریښنا کوټ جوړول او دي ته ورته نوري پروژي چې هغه مهال یې دافغانستان په ثبات او اقتصادي پياوړتیا کې مهم رول لوبولو چې دي مسلې ته په کتو که مونږ وکولې شو دجرمنې پانګوال افغانستان ته جلب کړو نو په اسانۍ سره به مو په زیربینایې پروژو دپانګونې لپاره زمینه برابره کړې اوسي ، ځکه جرمنې په ورته وخت کې دافغانستان له ګاونډیانو په ځانګړې ډول له پاکستان او ایران سره هم داسي بدي اړیکې نه لري او اړیکې تر ډیره بریده پورې ښې دي ترڅنګ یې یاد هېواد له روسیې سره هم ښې اړیکې لري چې ددی اړیکو پر بنیاد  جرمنې پانګوال په افغانستان کې په پانګونې سره دکوم خاص حساسیت سره نه مخ کېږي چې دا هم یو بل ښه چانس دی مونږ او جرمنې دواړو ته چې وکولي شو په ګډه په یو شمیر پروژو کار وکړو .

په اخر کې باید  ووایم چې افغانستان اوس په داسي مرحله کې قرار لري چې باید دنړیوالو سره ښې اړیکې ولري ترڅو له یوې خوا څخه افغانستان سره دتروریزم پرضد مبارزه کې همکاري وکړي او له بله پلوه افغانستان په اقتصادي او سیاسي ډګر کې دباور وړ ملګرو په لرلو سره په کور دننه پانګونې او اقصتادي رشد ته زمینه برابره کړې چې په دي صورت کې کولي شو افغانستان له روان بحران څخه وباسو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *