تاند- د لومړي ځل لپاره یوه الوتکه له استرالیا څخه، بې له دې چې په لاره کې تم شي، په مستقیم ډول لندن ته ورسېده.
د کانتاس هوايي شرکت الوتکه د استرالیا له پیرت ښاره والوته او په ۱۷ ساعتونو کې د ۱۴ زره ۴۹۸ کیلو متر الوت له کولو وروسته د لندن هیترو هوايي ډګر ته ورسېده.
کانتاس هوايي شرکت له بوینګ ۷۸۷ – ۹ ډریملاینر الوتکې کار اخلي چې د تېلو مصرف یې د بوینګ ۷۴۷ نیمايي دی.
د دغه هوايي شرکت اجرايي رييس الان جایس د لندن – پیرت هوايي خدمات د دوو هیوادونو ترمنځ د سفر لپاره یو مهم بدلون وباله.
ده د پیرت – لندن تر پرواز لږ مخکې په پرانیستونکې غونډه کې وویل، پخوا د استرالیا او بریتانیا ترمنځ د کانتاس هوايي شرکت د الوتکو په پر سفر، چې د کانګرو مسیر بلل کېده، څلور ورځې تېرېدې ځکه چې باید ۷ ځایه تم شوي وای.

د استرالیا د لوېدیځ ایالت حکومت هیله لري چې د بریتانیا او استرالیا ترمنځ بې وقفې مستقیمې الوتنې به سبب شي چې استرالیا ته لا ډېر سیلانیان ورشي.
د کانتا هوايي شرکت الوتکه د پیرت په وخت د شنبې په ورځ د ماښام په ۱۸ بجې او ۴۹ دقیقې له ۲۰۰ سپرلیو او ۱۶ عملې سره لندن ته روانه شوه.
تر دې مخکې امارات هوايي شرکت او یونایټید هوايي شرکت هم بې وقفې تر ۱۴ زره کیلو متره اوږدې الوتنې کړي دي.