وروستي راپورونه وايي چې زلزلې په بلوچستان ایالت کې تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي او په سلګونو نور ژوبل کړي دي.
د بلوچستان د پېښو د مخنیوي صوبايي ادارې پرون /چهارشنبه/ وویل، لږترلږه د ۳۲۸ تنو وژل کېدا تصدیق شوې او څه باندې ۴۵۰ ژوبل دي.
دې زلزلې، چې د سې شنبې په ماسپښین وشوه او شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۷ درجې و، اواران، کیچ، خُضدار، ګوادر، خاران، پنجګور او چاغي ولسوالۍ سختې ځپلې دي.
دا په بلوچستان کې تر تېرو ټولو زلزلو زوروره زلزله بلل کېږي. په کوټه ښار کې په ١٩٣٥م کال هم د اووه اعشاره اووه درجې په شدت زوروره زلزلې شوې وه، چې د دېرشو او شپېتو زرو ترمنځ خلک يې وژلي وو او بيا په ٢٠٠٨م کال کې هم په زيارت سيمه کې زلزلې زرګونه کورونه ویجاړ کړل او تر درېوو سوو زيات کسان يې و وژل.
د زلزلې په اثر ډېرې لارې بندې شوي او مخابراتي شبکې پرچاو دي.
د بلوچستان ایالتي ویندوی جان محمد بولادي وویل، چارواکي له پوځ سره لېري پرتو خلکو او ځپل شویو ولسوالیو ته د مرستو په رسولو کې ګډې هلې ځلې کوي.
(((۰۹۲۵۳۲)))
«پرون له کوټې څخه د کومکي موادو ۱۲ ټرکونه ولېږل شول، خو څرنګه چې لاره ۱۶ یا ۱۷ ساعته اوږده ده، دا مواد به نن ورسېږي. او اوس د پېښو د مخنیوي د صوبايي ادارې مسوولانو ۷ ټرکه نور مواد اواران ته ولېږل. موږ دوه طبي مرکزونه جوړ کړي چې یو یې په تال کې دی او بل په حُب کې.»
د بلوچستان آواران سيمه تر ټولو زياته له زلزلې اغېزمنه شوې ده، خو اوسېدونکي يې وايي چې مرستندويې چارې ډېرې ټکنۍ دي او امکان شته چې د مړيو شمېر نور هم زيات شي.
د اواران سيمې اوسېدونکي وايي چې؛ تر اوسه لا هم له خاورو څخه د خلکو د را ايستلو مرستندوى کارونه ډېر ټکني دي، ځکه خو د مړيو شمېر لا پسې زياتېږي. د آواران سيمې په روغتون کې شاوخوا اويا ټپيان پراته دي، خو خلک وايي په روغتون کې طبي اسانتياوې نشته چې له امله يې ټپيان د سختو ټپونو له امله ساه ورکوي.
د بلوچستان د ایالتي ویاند په وینا زلزلې درې لکه خلک زیانمن کړي دي. ده وویل چې ګڼ شمېر ټپیان په هیلي کوپترو کې د پاکستان د لویو ښارونو روغتونونو ته وړل شوي دي.