تاند- د ختیځې اروپا په یو شمېر هیوادونو کې د واورې سور یا ژېړبخون رنګ خلک حیران کړل.
د اوکراین، رومانیا، روسیې، بلغاریا او مولداویا خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د واورو حیرانوونکي عکسونه خپاره کړي دي.
حیرانوونکي په دې دي چې اورېدلې واوره، د دې پرځای چې سپینه وي، ژېړبخونه یا سوربحونه ده.
د هواپېژندنې د ادارو متخصصانو د دې رنګ واورې علت په هوا کې د شګو او خاورو موجودیت بللی او ویلي یې دي چې تېزو بادونو دا خاورې هوا ته پورته کړي او له واورې او باران سره ګډ یې بېرته پر مځکه اورولي دي.