امرالله صالح

تاند- یو روسي خبري اژانس وايي چې استرالیا د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رييس امرالله صالح د پناه غوښتنلیک رد کړی دی.

سپوتنیک خبري اژانس وايي چې په استرالیا کې له موضوع خبرو سرچینو ورته ویلي چې امرالله صالح استرالیا ته د سفر په ترڅ کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه، خو د استرالیا حکومت په سیاسي دلایلو امرالله صالح ته له پناه ورکولو ډډه وکړه.

سپوتنیک همداراز ادعا کړې چې د استرالیا حکومت نه یوازې د ښاغلي صالح د پناه غوښتنلیک رد کړی، بلکې هغه ته یې اجازه نه ده ورکړې چې د افغانانو او استرالیایانو ترمنځ د سیاسي نظرونو د تبادلې لپاره غونډه جوړه کړي.

د سپوتنیک د دې راپور په اړه تراوسه پورې امرالله صالح څه نه دي ویلي.

One thought on “استرالیا د امرالله صالح د پناه غوښتنلیک رد کړ”
  1. دی علو خه چل زده دی بیت المال چورکره د ملت وینی وچحه او بیا تخته او په بل هیواد کی یی خه په آرام سره خوره ????

ځواب دلته پرېږدئ