د شنبې په ورځ د اچین مامند تنګي ته په رپوټ پسې ورغلی وم، هلته چې درې کلنې جګړې هر څه بدل کړي وو، یوازې ونې وې چې د پسرلي د زیري غوټۍ یې سپړلې وې، خو انسانان نه وو چې هرکلی یې کړی وای.
په پټو کې درې کاله وړاندې د غنمو فصل لا هم نه و رېبل شوی، درې ته په ور ننوتو سړي ته د درد یو ناپایه احساس کېده.
د کورونو ړنګ دیوالونه، په بمبار سوې مېوه دارې ونې، په ګولیو سورۍ لرګینې دروازې، د خوراک څښاک مات شوي لوښي او ډېر نور چې په دغه ښکلې سیمه د چا هم نه پېرزو کېږي.
په لاره کې د انسانانو وچ شوي جسدونه، د سر کوپړۍ، د شیندل شوي وجود پاتې شونې او ګڼ نور داسې څه وو چې زما غونی یې ځیګاوه.
له یو سپین ږیري مې وپوښتل کاکا حالات څنګه دي؟
ویل یې دا حال دې په هیچا رانه شي…
خو ظاهرآ دا سیمه دومره ښکلې وه چې د څېړۍ هرې ونې ددمې بلنه درکوله، خو په داسې وخت نه چې موږ ورغلي وو، ځکه لا یې د وحشت او جګړې کیسې په سترګو کې وې.
ټول کلي یا ړنګ او یا ړنګېدو ته په ورټېله وو.
په دا دومره دره کې ایله یو دکان خلاص و خو هغه هم دروازه نه لرله، ښايي سودا یې شپې کورته وړله او یا یې څښتن فکر کاوه چې هسې هم انسانان نشته، خو همدلته ښه ده.
مخامخ د لمنځو ځنګلې وې، لږې ور هاخوا ترې د واورو غر و، دا صحنې بیخي ښکلې وې،د پاڅونوالو یو مشر مې وپوښت، ویل یې له غره پورې غاړې تیرا ده.
لږ غلی شوم، زړه کې مې راتېره شوه، چې خدایه دومره ښکلې سیمه دې راپېرزو کوله نو د ګاونډ سړی دې ولې بدرنګ رالوراوه!
هغه چې وايي، دا خپل ښایست راپورې اور شو…
…نو هغې چې لوستي نه شو نو تل به مو له اوږو ټوپکې چلېږي…