تاند- تاشکند به نن /دوشنبه/ د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو په ګډون د نړۍ د یو شمېر مهمو چارواکو کوربه وي.
د دې دوه ورځیني کنفرانس برخوال به د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړي.
د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو محمد اشرف غني او شوکت میرضیایف ترڅنګ به د ملګروملتو او اروپايي اتحادیې او همداراز د امریکا او پاکستان په ګډون د ۲۵ هیوادونو استازي په دې کنفرانس کې برخه واخلي.
دا کنفرانس چې د فبرورۍ په میاشت کې د کابل د پروسې له دوهمې غونډې او په هغې کې طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې له وړاندیزونو وروسته جوړېږي، طالبانو ته یو ښه چانس ګڼل کېږي چې له هرې طرحې سره د مخالفت په ځای د سولې د بهیر برخه شي.
د کابل د پروسې په دوهم کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر طالبانو ته د سولې په وړاندې د اوربند، د بندیانو د خلاصون، د سیاسي ګوند په توګه د رسمیت پېژندلو او یو شمېر نورو امتیازونو وړاندیز وکړ.
د امریکا په شمول ۲۰ هیوادونو د افغانستان د دې وړاندیزونو ملاتړ اعلان کړ.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د روان مارچ په ۱۳ مه وویل چې طالبانو تراوسه پورې په دې غونډه کې ګډون ته لېوالتیا نه ده ښوولې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې طالبانو د تاشکند په غونډه کې، چې د مارچ په ۲۶ او ۲۷ جوړېږي، د ګډون غوښتنه نه ده کړې او له دې داسې ښکاري چې دا ډله به له دې غونډې بې برخې شي.
طالبانو هم ویلي چې دوی ته بلنه نه ده ورکړل شوې نو ځکه فکر کوي چې دا کنفرانس به بې ګټې وي. خو طالبانو نه دي ویلي چې که بلنه ورکړای شوې وای، په هغه کې به یې ګډون کړی وای؟
طالبانو د کابل د پروسې په دوهم کنفرانس کې د ولسمشر غني د وړاندیزونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
خو له دې سره سره د تاشکند په نننۍ او سبانۍ غونډه کې به یو وار بیا طالبان سولې ته راوبلل شي.