ودان روښان
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نیکلسن اوس اوس یو ځل بیا ویلي چې روسیه نه یوازې د طالبانو مرسته کوي بلکې وسلې هم ورکوي.
جنرال جان نیکلسن یوې خبري رسنۍ ته ویلي چې روسان د تاجیکستان له لارې په قاچاقي توګه طالبانو ته وسلې رسوي .
دغه لوړ پوړي امریکایي جنرال ویلي داسې مالومات لري چې هغوی(روسانو) د دوښمن مالي مرسته کړې ده.
جنرال نیکلسن وایي طالبانو منلې چې روسیې هغوی ته وسلې ورکړې دي.
د نیکلسن په وینا طالبانو سره د روس نیغ په نیغه اړیکې نوې انځور ښیي او روسانو د افغان – تاجیک پولې ته څېرمه د تمریناتو لړۍ هم پیل کړې ده.
له بله پلوه روسیې په خپله هم دا خبره منلې ده چې د داعش مخنیوي له پاره یې طالبانو سره اړیکې جوړې کړي دي.
داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د طالبانو او روسانو ترمنځ یارانه خورا زیاته خوږه او توده شوې ده، په شمال کې د طالبانو تر ولکې لاندې سرچینو ویلي چې روسان نه یوازې طالبانو ته سپکې وسلې ورکوي بلکې روسي انجنیران د طالبانو درنې وسلې لکه ټانکونه او زغروال ګاډي هم ترمیموي.
دغه راز، ویل شوي طالبانو هغه هاموې ټانکونه چې له دولتي ځواکونو یې تښتولي، روسانو ته ورکړي چې هغوی بیا ټوټه کړي او تاجیکستان ته یې لېږدولي چې به دې توګه د امریکایي محرم جګړه ییز تخنیک په اړه مالومات ترلاسه او د ورته وسایلو په جوړولو کې یې تخنیک کاپي کړي.
هغه ډول چې جنرال نیکلسن هم ویلي روسان په قاچاقي لارو طابانو ته وسلې لېږي چې د ځایي معتبرو سرچینو په حواله طالبانو ته د روسیې وسلو په لېږد کې د نشه یي توکو شمال میشته سیمه ییز قاچاق وړونکي چې له تردید پرته پیاوړي ملاتړي لري، ښکېل دي. په دې مامله کې روسي مافیا چې له واکمنو سره تړاو لري غوره رول لوبوي.
ښکاره ده، چې روسان په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ته په دغه نوم پرتوګ ور اغوندي چې دعوه کوي امریکایانو له منځني ختیځ یانې عراق اوسوریې په چورلکو کې د افغانستان شمال ته داعش جګړه مار را لېږدولي.
د افغانستان له پاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف پخوا ویلي چې د افغانستان شمال ته د زیات شمېر داعش ترهګرو لېږد؟! روسیه اندېښمنه کړې ده. کابلوف دعوه کړې وه چې داعش ترهګر له امریکایي او ناټو ځواکونو سره د جګړې له پاره په افغانستان کې نه دي راټول شوي بلکې د هغوی موخه منځنۍ اسیا ته رسېدل دي.
خو روسانو تراوسه په دې اړه هیڅ داسې کره شواهد نه دي وړاندې کړي. روسان پر دې هم سترګې پټوي چې که د امریکا هوایي ګوزارونه، نه وی کله هم عراقي پوځ داعش ته ماتې نه شوه ورکولی.
حقیقت دادی چې که داعش جګړه مار له منځني ختیځه افغانستان راغلي هم وي نو لنډه، اسانه او شونې لار یې د روسیې سکنی ورور (ایران) دی چې د داعش پرضد مبارزې په نوم یې ډېره ګټه هم کړې، په دې مانا چې ایران په عراق او سوریه کې د داعش ضد مبارزې په نوم خپل پوځي حضور د یادو هېوادو اشغال تر کچې پیاوړی کړی او له عراق او سوریې په ټول منځني ختیځ او عربي نړۍ کې د ټوپ تختې په توګه کار اخلي.
داسې ښکاري چې روسان په سوریه کې له برلاسي کېدو وروسته غواړي د افغانستان په ګډون توله نړۍ کې امریکا وننګوي او په پام کې لري چې له یوې خوا له اوکراینه په ناقانونه توګه رابېله کړې کرېمیا ګړوت کړي او له بله پلوه د زبرځواک په توګه خپل نړیوال دریځ پیاوړی او د نړیوال سیاست په ماملو کې خپل ځای ځای ګی تثبیت کړي.
د روس له خوا طالبانو سره د وسلو مرستې دغه تورونه داسې مهال لګول کېږي چې افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي او امریکايي چارواکي هم وایي چې پر پاکستان یې هم فشارونو ته زور ورکړی چې طالبان، افغان دولت سره روغې جوړې ته کینوي.
څه موده مخکې د امریکا دفاع وزیر ویلي و داسې نښې نښانې یې لیدلي چې ځینو طالب مشرانو د سولې خبرو له پاره شنه څراغونه ورکړي دي.
دغه راز، په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس له سعودي شهزاده محمد بن سلمان سره هغو طالبانو ته د خونديتوب پر چمتو کولو غږېدلي چې د سولې خبرو ته لیوالتیا ښيي.
سپینې ماڼۍ ویلي، د ښاغلي مټیس او ښاغلي سلمان د خبرو موضوع د افغانستان په سوله کې د سعودي عربستان د رول څرنګوالی او له هغو طالبانو سره همکاري وه چې د سولې خبرو ته ليوالتیا لري.
په دغسې یو حالت کې طالبان او دهغوی ملاتړي تر کلک فشار لاندې راغلي، له طالبانو سره د روسیې مرسته په افغانستان کې د سولې روان بهیر د شنډولو له هڅو پرته بل څه نه شي ګڼل کېدی ځکه چې روسان غواړي په افغانستان کې د خپلې ماتې غچ په دغه بڼه له افغانانو واخلي.
روسان پر دې ښه پوهېږي چې د جګړې دوام د یو ملت بیخ وباسي نو ځکه خو په افغانستان کې د جګړې اوږدولو له پاره د طالبانو ملاتړ کوي او په دې سره د جګړې پر اور تیل پاشي.
افغان چارواکي او د هغه ملاتړي باید روسیه پر دې وپوهوي چې په افغانستان کې لاسوهنه به ورته ډېره ګرانه تمامه شي په دې مانا چې که دوی(روسان) طالبانو ته د وسلو ورکولو له لارې په افغانستان کې د سولې بهیر شنډولو هڅو ته دوام ورکړي، دا به ورته ډېره ګرانه ځکه تمامه شي چې په منځنۍ اسیا په تېره تاجیکستان کې بنسټ پالې ډلې هغه د چا خبره په دوو پښو ناستې دي چې په لږ مالي او تسلیحاتي ملاتړ سره د روسي او د هغې کوربنو تاجیک چارواکو تر پښو لاندې ځمکه سره تبۍ جوړولی شي.