په ولسواکو ټولنو کې سیاسي اپوزسیون یو اصل دی او د ټولنې هر وګړی کولای شي ترې ګټه واخلي، د اپوزسیون تر څنګ سیاسي مخالفین کولای شي د بیان له ازادۍ هم ګټه واخلي او خپل غږ چې د حکومت د تګلارو ننګول او اصلاحاتو لپاره پورته کړي.

خو په افغانستان کې دا هر څه بدل ښکاري، سیاسي اپوزسیونونه د عقدو له مخې جوړ شوي او د عقدو له مخې په حکومت نیوکې کوي چې د اپوزسیون او سیاسي مخالفت اصل یې له منځه وړی دی.

افغانستان کې اوس نه شو ویلی چې د بیان ازادي او ولسواکي ځوانه ده، ځکه پنځلس کاله وشول چې خلک د بیان له ازادۍ او ولسواکۍ ګټه پورته کوي، خو تراوسه یې هم ځینې له د بیان له ازادۍ په ګټه نه پوهیږي چې څنګه یې ترې واخلي.

د دې حکومت چې مشري ولسمشر غني کوي، تر دې دمه له شپږ زیات اپوزسیونونه اعلان شوي او هر یو یې د عقدې له مخې خپل سیاستونه کوي او هڅه یې دا ده چې د حکومت هغه تګلارې وننګوي چې قومي او سمتي اړخونه ولري چې خلک د حکومت پروړاندې له ځان سره ملګري کړي او یا په بله اصطلاح خلک د حکومت پروړاندې راوپاروي.

هغه سیاسي ډلې چې اوس یې د حکومت پروړاندې کمین نیولی او د حکومت هره پریکړه او تګلاره ننګوي، د ملي سیاست له هندارې ورته نه ګوري، بلکې د شخصي ګټو له مخې دا کار کوي او همدا لامل دی چې هر یو یې په خپل ځای ناکام دی.

د اپوزسیونونه جوړښت داسې دی چې هر هغه څوک چې له حکومت سره شخصي مشکل پیدا کړي، لاره جلا کړي او بیا د حکومت پروړاندې سیاست کوي، داسې سیاست چې هیڅ ملي اړخ نه لري او ټول اړخونه یې په شخصي ګټو څرخیږي.

تاسو به لیدلي وي چې د حکومت پروړاندې هغوی ولاړ دي چې په خپل ولس کې منفور دي، دا ډلې چې پخوا به یې له ارګ او نورو دولتي منابعو څخه ناقانونه عواید درلودل، اوس پرې ولسمشر غني بند کړي او هر څه یې د شفافیت لپاره خپل لاس کې نیولي.

ټول قراردادونه یې تدارکاتو مربوط کړي او هر هغه شرکت چې ښه کار په کمه بیه کوي، همغو ته یې ورکوي او کمشن کارانو ته پکې ځای نشته.

تاسو به اوریدلي وي چې ځینې سیاسیون ډیر کله له تدارکاتو کمېسیون شکایت کوي او دا کمېسیون د فساد مرجع بولي، لامل همدا دی چې د تدارکاتو له کمېسیون د کمیشن کارانو لاسونه لنډ شوي او هر څه په شفاف ډول مخ ته ځي چې د ډیر فساد مخه نیول شوې او دې کمېسیون په میلیاردونو افغانیو سپما کړې ده.

که د سیاسي مخالفینو سیاستونه عقديي نه وای، ممکن ځینې پلویان یې هم پيدا کړی وای، خو دا چې اوس ټول ولسونه په عقديي سیاستونو پوهیږي، نو د دې خلکو په خولې او خبرو پسې خاندي.

تاسو به لیدلي وي چې د سیاسي مخالفینو عقديي خبرو ته په ټولنیزو رسنیو کې ولسونه ځواب ورکوي او هر ځل خبرو باندې یې ولسونه داسې ځوابوي چې سیاسیون یې ځان پورې حیران کړي او لار یې ترې ورکه کړې ده.

حکومت د ولسونو دی او د ولسونو په خوښه پریکړې او تګلارې یې مخ ته اچولي او مخ پروړاندې روان دی، په دې برخه کې هر خنډ حکومت له منځه وړي او هڅې دا دي چې ولسونه هغه ارمان ته ورسیږي چې له کلونو یې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *