ژباړه: حمیدالله حمیدي
کېدای شي ډېری کسان پر دې نه وي پوه چې د بادامو قهوه یي رنګ تانین لري او بدن ته د غذايي موادو د جذب مخه نیسي، خو که بادام نمجن شي، قهوه یي پوست ترې په اسانۍ لرې کېدای شي او بدن ته د غذايي موادو د جذبېدو مخه نه نیسي. د لندو بادامو بله ښېګڼه دا ده چې له هضم سره مرسته کوي؛ ځکه د لیپاز په نوم انزایم ازادوي چې د غوړینو موادو د هضم لپاره ګټور دي. هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي بادام دې وخوري؛ ځکه بادام په خپل ترکیب کې غیر اشباع شوي غوړ اسیدونه لري چې اشتها کموي او انسان د مړښت احساس کوي. لانده بادام د انتي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه هم بلل کېږي چې په بدن کې د ازادو راډیکالونو پر وړاندې مبارزه کوي او له وخت مخکې د زړښت مخه نیسي. بادام په خپل ترکیب کې ويټامین بي- ۱۲ او فولیک اسید هم لري چې د سرطان په مخنیوي کې ګټور تمامېږي.
د بادامو د خوړلو غوره لاره دا ده چې د شپې يې په اوبو کې کېږدئ او سهار مهال يې وخوری.