په یوه کتاب کې مې عجیبه مطلب لوستی و. د کتاب نوم رانه هیر دی، خو مطلب یې دومره جالب دی چې تراوسه مې نه دی هیر شوی او دا دی اوس خو راته بیا تازه شو.

کتاب کې راغلي و چې کله انګریزانو په نیمه لویه وچه (هند) کې له اوږده ماموریت وروسته، خپل پوځیان له دغه هیواده وویستل او انګلستان ته ورسیدل، نو حکومت د هغوی په اړه عجیبه پریکړه وکړه. پریکړه داسې وشوه چې دا پوځیان یې په کورونو کښینول او دندې یې ترې واخیستې. د حکومت دې اقدام پارلمان په غوسه کړ، چارواکي یې استیضاح ته را وغوښتل. خو د هغوی منطق او دلیل دومره پیاوړی و چې پارلمان یې قانع کړ.

حکومت د پارلمان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې هغه پوځیان چې ژوند یې په خطر کې اچولی و او د انګلستان ګټې یې په هند کې تامین کړې، په کورونو کښینول؟ هغوی ته باید لوړې رتبې او لوړ امتیازات ورکړل شوي وای، اخر ولې داسې وشول؟

د دې پوښتنې لپاره د حکومت ځواب دا و چې دا پوځیان د نورو ولسونو لپاره روزل شوي وو. خو دغه روزنه د هغوی په عادت بدله شوې ده او که په دندو یې پریږدو شاید په خپل وطن کې هم هماغه عادتونه تکرار کړي چې د هند د خلکو په وړاندې یې کول او دا ظالمانه عادتونه زموږ د ولس په مقابل کې، د زغم وړ نه دي. تاریخونه د انګریزي پوځونو د ظلمونو په اړه پټه خوله نه دي پاتې شوي، د بیلګې په توګه وايي چې انګریز پوځیانو د هند په یوه سیمه کې ،چې لاسي صنعت ( اوبدل) ډیر رواج و او اوبدل شویو توکیو یې ښه بازار درلود، دغه اوبدونکي یې راټول کړل او ګوتې یې ترې پریکړې، تر څو د انګلستان د منسوجاتو بازار خراب نشي. له شاوخوا نیمې پیړۍ وروسته دادی یوځل بیا د امریکا تر مشرۍ په نړیوال ایتلاف کې شامل هیوادونه له افغانستان څخه خپل پوځیان باسي. او له دې سره سم هماغه د هند مثال تکراریدونکی ښکاري. د پوځیانو د خروج په اړه راته د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وايي. اوباما دوه ورځې وړاندې ( سه شنبه) اعلان وکړ چې را روان میلادي کال کې به په افغانستان کې جګړه ختموي او د ۲۰۱۴ کال تر پایه به له افغانستان څخه ټول جنګیدونکي پوځیان باسي. دا چې له افغانستان نه د پوځیانو ویستل د دوی بریا ښيي او که ناکامي، ایا د امریکا هغه پلان چې له جګړې نه وړاندې یې طرح کړی و، عملی شوی او کنه؟ د بهرنیو پوځونو وتل د افغانستان په خیر ده او که شر؟ جلا خبرې دي؛ خو د دې احتمال شته چې دغه پوځیان، خپلو هیوادونو ته په ستنیدو، له هند څخه د راستانه شویو انګریز پوځیانو له برخلیک سره مخ شي. د امریکا تر مشرۍ نړیوال ایتلاف، په ځانګړې توګه امریکایي او انګریزي سرتیرو چې په جګړه کې د ایتلاف له نورو غړو ډیر دخیل و، په افغانستان کې په خپل اوږده ماموریت کې هغه څه وکړل چې خپلو ولسونو ته یې د زغم وړ نه دي.

دغو پوځیانو په دغه اوږده ماموریت کې خلک په سپیانو وداړل، د ودونو مراسم یې بمبار کړل،نیمه شپه د خلکو پر کورونو واوښتل، د کورنۍ په مخ کې یې د هغوی غړي ووژل. یو نیم، نیمه شپه له قرار ګاه ووته او په درجنو خلک یې ووژل، د سورلیو پر موټرو یې ډزې وکړې او… شاید دوی په همدې روحیه روزل شوي وو او دا روحیه دوی دومره وکاروله چې اوس به یې په عادت بدله شوي وي.اوس به دغه پوځیان د انسانانو له وژنو او ځورونو خوند اخلي او پرته له دې به ورته ژوند تیرول مزه نه ورکوي. خو که دوی خپلو وطنونو ته لاړ شي او په پوځی دندو پاتې شي نو څه به کوي؟ د بیلګې په توګه که رابرټ بیلز(*) ته بیا نیمه شپه د خلکو د وژلو شوق راشي، له خپلې ماشیندارې سره له قرار ګاه ووځي نو څه به کوي؟ هلته خو د کندهار د پنجوايی ولسوالۍ د زنګاوات سیمه نشته چې بې دفاع خلک په کې په نښه کړي او د وینو بهولو له نندارې یې خوند واخلي. هغه پیلوټان چې افغانستان کې یې د ودونو مراسم بمبار کړل، هغوی که بیا الوتکې ته کښیني نو د ودونو د بمبارولو خمار به چیره مات کړي؟ دغه پوځیان به خپلو هیوادونو کې نیمه شپه د چا په کور واوړي؟ د کومې کورنۍ د ماشومانو په وړاندې به د هغوی پلار او یا ورور ووژني؟ څوک به په رڼا ورځ په سپیانو وداړي او…؟ ایا دا کارونه به امریکايي، انګریز او… ولس ته د زغم وړ وي؟

ایا د دوی د ولسونو وینه به هم زموږ د ولس په څیر بې ارزښته او وړیا وي چې یوازې د خوند لپاره وبهول شي؟ او ایا… امریکا او نور هغه هیوادونه چې د افغانستان د خلکو د وژلو او پر دوی د ظلم کولو په روحیه یې خپل سرتیري روزلي وو، اوس مجبور دي هغوی په کورونو کیښینوي، پوځي دندې ترې واخلي او که پارلمانونو یې نیوکې وکړې نو هماغه د انګریز د حکومت نیمه پیړۍ وړاندې استدلال باندې یې قانع کړي.

نوټ: د ۲۰۱۲ کال د مارچ پر ۱۱ د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه زنګاوات کې یو امریکایی پوځي(رابرت بیلز) په نیمه شپه کې له خپلې یوې پوځي اډې ووت، او په دوو کلیو کې ۱۶ ولسې وګړي ووژل.

محمد نعمان دوست، جلال اباد د تلې څلورمه،۹۲( ګرداب ورځپاڼه)

2 thoughts on “نیمه پیړۍ پخوانۍ کیسه بیا تکراریدونکې ده/ دوست”
  1. افسوس زموږ بې وسه افغانانو پر حال چي د ۳۵کالو باتجربه حرفوي قاتلين ،جنګي مجرمين او په بشري تاريخ کي بې مثاله وحشيان حاکميت را باندي کوي !!!
    او دا دی په انتخاباتو کي به د همدغه حرفوي قاتلانو څخه يو رءيس او دوه مرستيالان او دهغوی خونخواري ډلي به د ډيرو کلونو لپاره بيا پر افغان مظلوم ملت خپل ضدبشري اعمالو ته قانوني شکل ورکړي.
    انګريزان،امريکايان او نړيوال متحيدين يې خپل نظاميان په مستعمره هيوادو کي هر وخت رواني ډاکټرانو ته معرفي کوي،ځکه په جنګ کي خو د دوی دنده وژل،سوزول…دي ،دوی تر ژوند تر اخيره ذهني اختلال لري او نيمګړي دي ،پدې اساس دوی ته وختي تقاعد او صحيي امتيازات ور کول کيږي چي ټولني ته ضر ر ونه رسوي،خو په افغانستان کي دغه اخلاقي او ذهني مريضان( مانياکان ) پر موږ حکومت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *