د ازبکستان ولسمشر میرضیایف

تاند- ازبکستان نن /سې شنبه/ د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ.

دا لومړی ځل دی چې ازبکستان د افغانستان په مسله کې تر دې حده لېوالتیا ښيي او د یوه مهم لوبغاړي په توګه ځان مطرح کوي.

د اسلام کریموف له مړینې وروسته شوکت میرضیایف هڅه کړې چې د ازبکستان په ټولنه کې ځینې ازادۍ اعلان کړي او له نړیوالو سره اړیکې پراخې کړي څو د ازبکستان هغه انزوا پای ته ورسېږي چې د مخکیني دیکتاتور ولسمشر اسلام کریموف د اقداماتو له کبله پر ازبکستان تپل شوې وه.

میرضیایف نن «د سولې پروسه، امنیتي همکاري او سیمه ییزه اجماع» په نوم د افغانستان په اړه په کنفرانس کې وویل«موږ د سولې د پروسې په هر پړاو کې د لازمو شرایطو برابرولو ته تیار یوو چې د ازبکستان په خاوره کې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د تحریک ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړو.»

د افغانستان ولسمشر، د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشره فدریکا موګیرني او د روسیې، چین او ترکیې په شمول د یو شمېر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دې کنفرانس کې برخه لري.

لاوروف: د افغانستان ستونزه پوځي حللار نه لري

کنفرانس ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل، په افغانستان کې دوامداره سوله یوازې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د رغنده خبرو له لارې ممکنه ده.

ده په عین حال کې وویل، دا ناممکنه ده چې د افغانستان لانجه دې د پوځي قوې څخه په زور حل شي.

«د افغانستان ستونزه له قوې څخه په استفادې نه شي هوارېدای، مهمه نه ده چې څه ستراتیژي وي یا څومره بهرني پوځیان وي؛ تاریخي تجربو او د نن ورځې حقیقتونو ثابته کړې چې پوځي حللار کار نه ورکوي.»

یو شمېر افغان چارواکي او دغه راز په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان وايي چې روسیه د تاجکستان له لارې طالبانو ته وسلې ورکوي.

په کندوز او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې افغان پوځي قوماندانانو ویلي چې په دغو ولایتونو کې جنګېدونکو طالبانو د شپې عینکې او نوې روسي وسلې ترلاسه کړي دي.

د دوی په باور دا وسلې او وسایل د روسانو له لوري طالبانو ته ورکړل شوي دي.

روسیه دا تورونه ردوي او وايي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان د خپلو ځواکونو د ماتې د توجیه کولو لپاره روسیه تورنوي.

دې کنفرانس ته د ولسمشر غني وینا

One thought on “ازبکستان د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ”
  1. یو ځل ذهن ته راغله چې ولسمشر غني وګورئ چې اول په ازبکي خبرې کوي بیا ورپسې انګریزي وایي او د خپل هېواد معظمه ژبه پښتو نه وایي، بیا مې ځان په دې قانع کړ چې سړیه هم له نړیوالو نه سوال کوې او هم دې خپلې ژبې پورې دومره نښلې،‌ له چانه چې سړی سوال کوي باید د هغه په ژبه وغږېږي او خبرې پرې وکړي چې ښه یې پوه کړي چې وږی یم، ډوډۍ غواړم، سوله غواړم، مرسته راسره وکړئ. شاید غني له دې امله پښتو نه وایي چې داسې د سوال او زاریو په جرګو او مرکو کې د پښتو ژبې تقدس او عظمت ته زیان ونه رسیږي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *