تاند- پولنډ وايي، افغانستان ته به ۵۰ سرتېري ولېږي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزنیز پروګرام کې برخه واخلي.
د پولنډ ولسمشر اندریزي دودا دا اعلان پرون /دوشنبه/ د افغانستان په بګرام هوايي اډه کې وکړ.
ښاغلی دودا له خپل دفاع وزیر میروس بلاسزیک سره د خپلو پوځیانو د لیدو لپاره افغانستان ته راغلی و.
ده د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان ډګرجنرال جان نیکلسن سره هم ولیدل.
د پولنډ ولسمشر په بګرام کې وویل«موږ اعلان کړی چې د سږ کال تر پایه به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰ پورې زیات کړو.»
حاضردمه په افغانستان کې د پولنډي پوځیانو شمېر ۲۵۰ ته رسېږي چې په غوڅ ملاتړ ماموریت کې د شاملو هیوادونو په منځ کې د شمېر له نظره شپږم دی.
د لومړي ځل لپاره پولنډي پوځیان د ۲۰۰۲ په مارچ کې افغانستان ته راغلل چې د تلپاتې ازادۍ په عملیاتو کې برخه واخلي.