تاند- د هلمند په ولسي حرکت یا د هلمند په پرلت کې، چې د دوشنبې په ورځ پیل شو، ښځینه فعالانو هم ګډون کړی دی.
دوی وايي چې په خپل ولایت کې به د طالبانو سیمو ته لاړې شي او له هغوی څخه به وغواړي چې سوله وکړي.
د هلمند ولسي حرکت د لشکرګاه په غازي ایوب خان لوبغالي کې د شنبې د ماښام له انتحاري موټر بمي حملې وروسته پیل شو.
په حمله کې د ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه شهیدان او ۳۳ نور ژوبل شول.
پرلت کوونکې ښځې وايي چې د پنجشنبې په ورځ به د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ته لاړې شي او هغوی ته به پلو وغوړوي چې سوله وکړي.
د شنبې د ماښام په انتحاري حمله کې د یوې کورنۍ ۴ غړي ووژل شول. د دې برید، چې ټول قربانیان یې ملکیان ول، مسوولیت کومې ډلې په غاړه وانخیست خو د هلمند چارواکي او اوسېدونکي وايي چې دا برید طالبانو کړی دی.
ټاکل شوې ده چې ښځینه فعالانې د یوه کاروان په شکل نادعلي ولسوالي ته لاړې شي او هلته د طالبانو قوماندانانو ته د سولې په باب د ولس پیغام وروړي.
دوی وايي، که څوک جګړه غواړي له بهرنیانو سره دې وکړي، د افغان ځوانانو، ښځو او ماشومانو له وژنو دې لاس واخلي.
دوی پر حکومت هم ږغ کوي چې جګړه بس کړي.