د پکتیکا پوهنتون او د کرنې ریاست ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د کرنې پوهنځي محصلین د کرنې ریاست له لوري په عملي ډول روزل کیږي.

په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د پکتیکا پوهنتون رئیس، د کرنې ریاست رئیس، د پوهنتون محصلینو او د کرنې ریاست کار کوونکو برخه اخیستي وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت دا یو غوره ګام یاد کړ او زیاته یې کړه چې په دې سره به د محصلینو د عملي زده کړو ستونزه حل شي.

ښاغلي وحدت له محصلینو وغوښتل چې دنظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړو ته پاملرنه زیاته کړي او له دې موقع ښه ګټه پورته کړي.

په ورته مهال د پکتیکا پوهنتون رئیس پوهنمل علي جان عادل وایي، له عملي زده کړو پرته د محصلینو زده کړې نیمګړې دي نو په وینا یې د همدې ستونزې د هواري په موخه یې یاد ګام پورته کړ.

بل لورته د پکتیکا ولایت د کرنې رئیس نورالله سباوون وایي چې له خپلو شته امکاناتو نه په ګټې اخیستنې به هڅه وکړي چې محصلینو ته ښه روزنه ورکړي.

د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې د پکتیکا پوهنتون محصلین د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو موقع پیدا کوي.

مسؤلین وایي، هڅه کوي چې محصلینو ته په بېلابېلو برخو کې ګټوره روزنه ورکړي او دوی دې ته اماده کړي چې له فراغت وروسته د عملي کار جوګه شي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *