۱. شمالي کوریا د درېیو نسلونو مجازات قانون لري، هر هغه څوک چې خاین او مجرم وبلل شي، ټوله کورنۍ یې نیول کېږي، مور او پلار، زامن او لمسیان ټول خاینان بلل کېږي او باید مجازات شي.
۲. د شمالي کوریا په پلازمېنه پیونګیانګ کې اوسېدل
په پیونګیانګ کې دوه نیم میلیونه خلک اوسېږي، حیرانوونکې ده، ځکه چې په دغه ښار کې د اوسېدو لپاره باید دولتي اجازه ولرئ، کوریایانو ته په پیونګیانګ کې د اوسېدو اجازه د پیسو، تعلیمي کچې او ګټورتوب په اساس ورکول کېږي.
۳. په دغه هېواد کې د ګوتو په شمېر خلک انټرنېټ ته لاسرسی لري
د نړۍ په ډېری هېوادونو کې خلک انټرنېټ ته په ازاده توګه لاسرسی لري، خو په شمالي کوریا کې د دغه هېواد رهبر (کیم جونګ یون) او یو شمېر نور خلک د خپلو دندو لپاره انټرنېټ کاروي. نور خلک بیا اته ویشت وېبسایټونو ته لاسرسی لري چې وکولای شي د خپل رهبر له اقداماتو خبر واوسي.
۴. خاص خلک د موټر چلولو اجازه لري
په شمالي کوریا کې یوازې نارینه د موټر چلونې حق لري او په ځانګړي ډول بیا دولتي مسوولین موټر چلونه کولای شي. د شمالي کوریا پر سړکونو موټرونه ډېر کم لیدل کېږي .
۵. بهر ته د ټیلفوني اړیکو اجازه نه شته
په نورو هېوادونو کې ټیلفوني او مخابراتي شرکتونه یو له بله سره سیالي کوي، خو په شمالي کوریا کې حتا ابتدایي ټیلفونونه هم وجود نه لري. د دغه هېواد ټول ټیلفونونه څارل کېږي. شمالي کوریا د ټيلفون سخت قوانین لري چې بهر ته اړیکې په کې بندې دي. یو سړي په ۲۰۰۷ کال کې بهر ته له یوې دقیقې څخه زیاتې اړیکې درلودلې چې اعدام شو. هر هغه څوک چې د شمالي کوریا مخابراتي قوانین مات کړي د ۱۵۰ زرو خلکو په مخ کې وژل کېږي.
۶. د اولادونو تعلیم او تحصیل لپاره باید پیسې ورکړئ
د شمالي کوریا وګړي باید د اولادونو تعلیم لپاره نه یوازې د یونیفورم پیسې ورکړي، بلکې د ښوونځي د څوکۍ، مېز او بېلابېلو نورو توکو پیسې هم باید حکومت ته ورکړي.
۷. پر انجیل بندیز
په شمالي کوریا کې انجیل د غرب فرهنګي سمبول په توګه پېژندل کېږي او شمالي کوریا غربي فرهنګ منع کړی دی. د عیسویانو مقدس کتاب (انجیل) په دغه هېواد کې منع دی او هر هغه څوک چې له دغه کتاب سره ونیول شي، له سختو ستونزو سره مخ کېږي. شمالي کوریا وېره لري چې دغه کتاب به د خلکو په ذهنونو اغېز وکړي او د خلکو د مذهب د بدلون لامل به شي چې په دغه هېواد کې د منلو وړ نه دی.
۸. پر ایپل او نورو کمپنیو بندیز
په شمالي کوریا کې د ایپل، مایکروسافټ او سوني کمپنۍ په تولیداتو بندیز لګېدلی دی، خو کوم دلایل نه شته چې ولې.
۹. یوازې د شمالي کوریا د ادبیاتو ټاکل
په دغه هېواد کې غربي ادبیات د منلو وړ نه دي او یوازې د شمالي کوریا د ادبیاتو اړوندو کتابونو ته د پلورلو اجازه شته. ټول کتابتونونه د دغه هېواد د ادبیاتو له کتابونو ډک دي.
۱۰. ټلویزیون ډېر جالب نه دی
په شمالي کوریا کې ټلویزیون خلک د دې لپاره ګوري چې د خپل رهبر په اړه مالومات وګوري. ټلویزیوني پروګرامونه درې برخې لري، خلک باید د لیدو لپاره پر ټلویزیون فیلمونه، تکراري مستندونه او یا هم خبرونه وټاکي. د تلویزیون نشرات یې د سهار پنځه بجې، اته بجې او د شپې لس بجې دي او شل دقیقې جریان لري .
۱۱. د جون اتمه
د ۱۹۹۴کال د جون تر اتمې نېټې پورې دویم کیم سونګ د شمالي کوریا رهبر و، هغه په دغې ورځ ومړ او دغه ورځ د هغه لپاره ځانګړې شوې ده. په دغې ورځ باید څوک خوښ نه اوسي، باید خندا هم و نه کړي او که څوک له رهبرانو سره مینه هم و نه لري، باید خفګان وکړي.
۱۲. باید ویده نه شئ
ژوند سخت او ستړی کوونکی دی او انسان ته سخته ده چې تل تازه اوسي. په شمالي کوریا کې په غونډه کې وېده کېدل په کلک ډول بند او ناقانوني دي. د دغه هېواد د دفاع وزیر په یوې غونډه کې ویده شوی و چې بیا اعدام شو.
۱۳. په دنده ګمارنه دولت کوي
مهمه نه ده چې په کومه برخه کې زده کړې کوئ، حکومت په خپله خوښه د اړتیا پر اساس خلک پر دنده ګوماري او دغه کار به د ټول عمر لپاره کوریايي وګړي ترسره کوي.
۱۴. د اور لګېدنې په وخت کې باید عکسونه وژغورل شي
که چېرته اور ولګېږي، نو خلک مجبور دي چې د شمالي کوریا د سیاسي رهبرانو عکسونه وژغوري، بیا کولای شئ د خپل کور سامانونه له اوره وژغورئ.