عطا محمد نور په یوه سخته سیاسي لوبه کې ولایت او جمعیت دواړه له لاسه ورکړل. سره له د ې چې جمعیت له تر سره شوې معاملې ناخبره او نا خوښه دی، سرلاريو او نظر ورکونکيو یې تمه نه کوله چې د دوی امپراطور به دومره ژر په ارګ کې ناستو سیاستوالو ته په سیاسي لوبه کې په ګونډو شي. له دریو میاشتو بغارو، غیر سیاسي ژبې کارولو او چټیاتو ویلو وروسته له ارګ سره د مخامخ معاملې په ټس کې عطا محمد تخت او بخت دواړه له لاسه ورکړل.
ښاغلي نور هم ولایت بایلود او هم یې هغه ډلې ډلې په پیسو را وستې له لاسه ورکړل چې خپل کاغذي پړانګ یې په شا ټپاوه. له جمعیت اسلامي بهر کړۍ وايي چې ارګ له عطا نور سره د مخامخ معاملې له لارې داسې لوبه کړې چې د جمعیت پلویان به یې ډنګ ډېر وروسته واوري. په نوې لوبه کې ولسمشر داسې ویکټ واخیسته چې د جمعیت دغه پیاوړی ۱۴کلن لوبغاړی یې چورلټ د سیاست له ډګره بهر او په تشه حویلۍ کې یې کښېناوه.
د ولسمشرغني لپاره عطا محمد د ناسور ټپ و چې د تل په مخه یې له خپلې مخې لېرې کړ. دویمه لاس ته راوړنه د افغانستان په شمال کې د خپلو واکونو عملي کول دي. درېیمه لاس ته راوړنه د هېواد په یوه ستره سیاسي معامله کې د جمعیت څنډې ته کول دي چې لانجې هم ورپورې اړه درلوده. څلورمه لاس ته راوړنه د راتلونکو ټاکنو لپاره د بېپرې ټاکنو زمینه برابرول او ولسمشر ته پنځمه لاس ته راوړنه د خپل سیاسي درایت او وړتیا ښوول وو. شپږمه لاس ته راوړنه پر خپلو سیاسي مخالفانو د لاسبري په ډاګه کول. اوومه لاس ته راوړنه د افغانستان په یوه مهمه برخه کې د یوې مهمې ننګونې له منځه وړل. اتمه لاس ته راوړنه د جمعیت پلویانو ته د دوی د مشرانو د اصلي څېرې په ډاګه کول چې یوازې د خپلو معاملو لپاره ولس کاروي. نهمه ګټه یې ولسمشر غني او د ده ټیم ته دا ده چې د بحرانونو د مخنیوي په برخه کې بریالی روان دی او ثابته یې کړه چې د جګړو له پلویانو سره سیاست کولای شي. لسمه لاس ته راوړنه یې پر خپلو سیالانو د ده بریا او له دغه ډول نادودو سره په سړه سینه د ولسمشر چلند ښيي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ده د بریا چانس زیاتوي.
د ښاغلي عطا د نظر وړ پلویان له ولسمشر سره د ده وروستۍ معامله د هغه د فاتحې د اخیستلو په مانا ګڼي او فکر کوي چې په سټراټېژیکو لوبو کې عطامحمد نور د ولسمشر پرتله ډېر خام راووت.
عطامحمد نور د خپلې چوکۍ په خوا کې په خپل ګوند کې خپل اعتبار له لاسه ورکړ او د خپلو شخصي ګټو په پار یې د ګوند مشورو ته شا کړه. تر ټولو لوی زیان ښاغلي نور خپل راتلونکي باور ته اړولی چې کېدای شي هغه زرګونه په معاملو ناپوه پلویان یې ژر په دغه ډول مشرانو نور باور و نه کړي. په تېرو ۳ میاشتو کې د ښاغلي عطا ژبه او کاروونکي کلمات خورا تریخ وو، خو له معاملې وروسته یې هماغه لنده ژبه بېخي بدله او خوږه شوه چې خپلو پلویانو ته د جمعیت د واکمنو مشرانو د معاملې اړخ په ګوته کوي.
د ښاغلي عطا او جمعیت ډېرو پلویانو ته کېدای شي د خپلو مشرانو هسې چټې غورې او پټکې مالومې شوې وي چې د ملت لپاره نه، بلکې د خپلو ګټو لپاره یې وهلې.
میاشت وړاندې جمعیت او عطا محمد ارګ د فاشیزم ځاله بلله، خو چې امتیاز یې ورکړ، په ارګ کې ناست مشران ښه خلک شول. میاشت له مخه د عطا په لېرې کېدو سره شمال ته د ده په ټکو ناامني راتله، خو چې امتیاز ور په برخه شو، په شمال کې خیر خیریت دی.
د افغانستان ولس په تېره بيا د جمعیت سرناخلاصي به اوس پوه شوي وي چې د دوی مشرانو پر چا او چا د څه لپاره تورونه لګول. د جمعیت د مشرانو تر منځ بله اندېښنه دا ده چې تر عبدالله وروسته د دوی بل ځانخوښي مشر هم له ارګ سره په پټو معاملو کې ریکارډ ټینګ کړ او شخصي ګټې تر ګوندي هغو ورته مهمې شوې. دغه ډول معاملې د جمعیت په دننه کې د پراخې بېباوري سبب شوې دي او مشرانو یې ښکاره وویل چې په تېره یوه میاشت کې د عطا محمد په موضوع کې له ارګ سره دوی هیڅ ډول تماس او خبرې نه لرلې او د بلخ پخواني والي هم له دوی څخه هر څه پټ کړي وو.
په وروستیو ۱۵کلونو کې د جمعیت اصلي شعار د خپلو خلکو د حقونو په دفاع کې د ستوني څیرل وو چې په تېره یوه لسیزه کې یې ټولو مشرانو پر خپلو پلویانو د ځان په ګټه رسوا کوونکي معاملې تر سره کړې دي. د جمعیت مشرانو راتلونکې ټاکنې د عطا په لمن پورې تړلې وې او تمه یې دا وه چې د ده له خوا پرېمانه ټوله شوې پانګه به د دوی ګوندي ملګري تر منزله رسوي، خو ولسمشر غني دا هر څه دړې وړې کړل.
۳ میاشتې له مخه د عطا محمد او غني په معامله کې د امریکا را ښکېل کېدو او اعلامیې دغه لوبه یو څه اوږده کړه او ولسمشر هڅه وکړه چې د افغانستان په کورنیو مسالو کې د بهرنیانو د لاسوهنې څېره تته او خپله وړتیا وښيي.
سره له دې چې تر اوسه د ارګ او عطا تر منځ د شوې معاملې په جزییاتو کې یوازې د چوکیو خبره را برسېره شوې، خو جمعیت پخوا د عطا له چوکۍ سره د افغان په نوم د تذکرو د نه وېش موضوع هم تړلې وه، خو ښکاري چې ولسمشر ته لاره هواره شوې او ژر به یې له ارګه بهر وېش پیل کړي.
سرخط ورځپاڼه
ښکلی مضمون دی – او ټولی خبری سمی دی
خو په ښکاره ډول، زمونږ خلکوته تسکین ورکوی
داخلک کله هم تاوان نه کوی. دوی، چه ټوله ټلواله ده، که جمعت والا دی، که وحدت او که دوستم
دوی سم سیاست کوی، پیسی، جایدادونه او پوستونه دلاسه نه ورکوی لا زیاتوی یی
دا زمونږ خوشفحمی ده چه
بی ادبی معاف (یو سړی کور سره چا زیاتی وکړو او دکور خاوند چه ولیدو، نو سړی په تیخته وه، د ورته ډیری کنځلی اوسپکی سپوری وویلی، او په دی دومره خوشحاله وه چه، هغه خبره یی ډیره مشهوره ده، اګه سیال باشد همنش بس است)
نو مونږ هم بس په دی خوشحاله یو چه یو نفر ولایت پریښود، خو
والی، قومندان امنیه یی خپل راوستل
وزیر یی خپل اضافه راوست
صفیر یی اضافه راوست
لمړی. ۵۰ فیصده حکومت کښی پوستونه دوی سره دی
دوهم. دانش درنه ۱۰ فیصده چوکی اخستی
دریم. دوستم یا ازبکانو خپله ۱۰ فیصده برخه اخستی څلورم نورو هم ۱۰ نه تر ۱۵ فیصده اخستی
چه ټوله ونډه دپښتنو ۱۵ فیصده مات اوګوډ درته پاتی دی، هغه هم کمزوری، بیغیرته او محافظه کار مقرر دی
اوس دداسی کسانو سره معاملی هغه ۱۵ فیصده هم ګواښی او ستاونډه کموی
حکومت نظام هرڅه دوی سره دی
مونږ دیوانه زنده خوش است
حکومت دی دایران او دهغوی تالی سټو سره دی
او زمونږ برخه بیا دپنجابیانو نوکرانو سره ده
چه هغه هم ددغو ایرانیانو په خدمت کښی دی
ولی دخلکو په سترګو کښی خاور اچوی
له وزارت نه تر سفارت معاملی په کی وشوی څه چی اتامامد غوشتل هغه یی ورکړه، د حکومت ضعف یی ټولی نړی ولیدو ټول پښتانه یی نیمه خوا کړل، ستا لیکنه سړی نور هم خفه کړی. تا چی کومی لس ګټی ذکر کړی یوه یی هم د ګټی سره خاص ربط نه لری