یو ځل راته په ښوونځي کې ښوونکي ویلي و“ ونه د ځمکې مور ده، او څوک چې ونې ماتوې او یا يې وهي، لکه د ځمکې مور چې وژني”.  د ښوونکي په دې خبره مې کلونه کلونه ذهن نه و خلاص او په دې فکر کې به وم چې ونه نو څنګه د ځمکې مور کیدای شي، خو کله چې مې د پوهنتون دوره پیل شوه، دلته  نو زه په دې وپوهیدم چې ونه رښتیا هم د ځمکې مور ده، که ونه نه وي، ځمکه به ژوندۍ پاتې نشي.

تر کومه چې ما د انساني تمدنونو، تاریخ لوستی او د ادیانو په اړه مې لوستلي او اوریدلي دي، دا راته جوته شوې ده چې د ونو او ځنګلونو په اړه دوي ټوله یوه خوله دي او تل يې خپلو پیروانو   ته د نیالګیو د کښینولو سپارښتنه کړې. د اسلام بارک دين مسلمان د ونو له ماتولو منع کوي. په اسلام کې نيالګي کښينول له نیکو اعمالو او صدقه جاریه ګڼل کيږي. په احادیثو کې هم د ونو او بوټو په ارزښت زیات تاکید شوی دی. حضرت محمد په یو حدیث کې فرمايي: “ کوم مسلمان چې يو نيالګۍ کښينوي يا یو بوټی وکري، له هغه څخه که کوم مارغه خوراک وکړي او که انسان او يا کوم څاروی خوراک وکړي، نوپه دې ټولو به ده ته د صدقې اجر ورکول کيږي”.

په ځنګل کې حیوان، نبات او مایکرو ارګانیزمونه په ګډه ژوند کوي او ویلای شو چې ځنګل ددې درې واړو ګډ محیط تشکیلوي. بادونه که له يوې خوا د خاورې د بې ځايه کیدو اسباب برابروي له بلې خوا د هوا د نسبتي لنده بل د کمېدو ، د وريځو د انتقال او د باران د نه کیدو لپاره شرايط برابروي . ځنګلونه او په خنګلونو کې شته نباتات هوا تصفیه کوي، ځکه خاورې ، دوړې ، غازونه ، مضره مواد د هغو د پاڼو په وسيله جذبيږي او په اتموسفير کي يې د خپریدو څخه مخنيوی کوي.

ځنګلونه نه يوازي د انساني ژوند لپاره اړين دي، بلکي د حیواناتو د پايښت، زياتوب او خونديتوب لپاره هم ډېر ګټور دي. ونې د سون توکي راکوي او د وادنيو په جوړولو کي هم له ونو ګټه اخلو.  ونې او ځنګلونه د سيمې د هوا په بدلون کي هم مهمه ونډه لري. د نیالګیو او ځنګلونو کښینول نه یواځې دا چې د ځمکې له سمسورتیا او د چاپیریال له پاک ساتلو سره مرسته کوي، بلکه د انساني ټولنې یوه غوره اقتصادي منبع هم ګڼل کیږي. دا به مو ډیر اوریدلی وي چې افغانستان یو زراعتی هیواد دی. او دا یو څرګند حقیقت هم دی چې د افغانستان د نفوسو زیاته برخه پر کرهڼې اتکا کړې او خپل ژوند له همدې لارې تمویلوي.

ټولې طبیعي زیرمې لکه ځنګلونه، کانونه، د ځمکې لاندې او د ځمکې برسیره اوبه ملي شتمنۍ بلل کیږي او ملي شتمني بیا هغه څه دي چې یواځې حکومتونه يې د کارولو حق لري او له ملت څخه دا حق اخیستل شوی دی چې په فردي توګه دې له ملي شتمنیو ګټه پورته کړي. مګر له بده مرغه باید ووایو چې د تیرو څو لسیزو په جریان کې زمونږ هیڅ ډول ملي شتمني له تاړاک او چپاوله په امان کې باتې نشو.

په ختیځ کنړ ولایت کې اوس هم په شپږو ولسوالیو کې ځنګلونه وهل کیږي او دولت او ولس په دې نه دي توانیدلي چې ددې ناوړه عمل مخه ونیسي. د یوې سروې له مخې یواځې په کنړ ولایت کې پخوا ۳۳۴۰۰۰ هکتاره ځمکه شنو ځنګلونو نیولې وه چې ورسره سیمه ښکلې ښکارېده، خو اوس يې په سلو ۴۰ ځنګلونه وهل شوي او لا هم دغه قطع روانه ده. یو ځای مې یوه څیړنه لوستې وه، ویلي و چې د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي انځورونه په ډاګه کوي چې په ختیځو ولایتونو کې ۵۰٪ او په شمالي، شمال ختیځو او شمال لویدیځو ولایتونو کې د پستې ۶۰٪ ځنلګونه په تیرو دریو لسیزو کې له منځه لاړ دي.

په ۲۰۱۶ کال کې مې د سروې په یوه پروژه کې د پکتیا ولایت په سید کرم او لاجه منګل ولسوالیو کې دنده ترسره کوله. په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایم چې په یادو ولسوالیو کې د سیمې خلکو په ډیرې بې رحمۍ سره زاړه ځنګلونه له منځه وړي و  او حتی د وړو ونو پسې يې هم برقي ارې ګرځولې. په لویو ښارونو کې د هوا ککړتیا، د شنو سیمو او ځنګلونو د له منځه تلو په صورت کې د طبیعت بدرنګوالی، اقلیمي ناوړه بدلونونه، وچکالي، د اورښتونو کمښت، د مالدارۍ له منځه تلل او نور ډول ډول رواني ستونزي هغه څه دي چې د ځنګلو د له منځه تلو په صورت کې مو هیواد او خلک مخامخ کیږي.

کرنې، مالدارۍ او اوبو لږولو وزارت راټول کړي مالومات په ډاګه کوي چې په افغانستان کې له ۱،۹ میلیون هکتاره ځنګلونو څخه ۷۰۰ زره هکتاره یې د په تیرو دریو لسیزو کې له منځه تللي دي. 

په نورو هیوادونو کې د ځنګلونو او څړ ځایونو د ساتنې او پالنې لپاره حتی د وزارتونو په کچه ستر ستر بنسټونه وجود لري او دا بنسټونه د ځنګلونو د ساتنې لپاره کار کوي. دا ادارې د پخوانیو ځنګلونو د ریبلو او د نوو ځنګلونو او بوټو د کرلو لپاره منظمې برنامې لري. ځني داسې هیوادونه هم شته چې د لرګیو صنعت په کې وده کړې او د لرګیو څخه د نورو توکو تولیدي کارخانې د فعالیت جوازونه لري. ددې جوازونو پربنسټ تولیدي فابریکې د یوه منظم پلان له مخې ځنګلونه ریبي او پرځای يې نوي نیالګي کښینوي او د نوو نیالګیو منظمه پالنه او ساتنه کوي.

تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته چې د جرمني تر ۹۰٪ زیاته برخه ځنګلونه د جنګ له امله له منځه لاړ، جرمنیانو د ځنګلونو په اړه د ښوونځیو په نصاب کې یو ځانګړی مضمون ځای پرځای کړ او د ښوونځي زده کوونکي به هم یاد مضمون لوست او هم به يې په ټولنیزو فعالیتونو کې چې  د ځنګولو د احیا په برخه کې به يې کار کولو، برخه اخیسته. د یادې برنامې له امله په ډیره لږه موده کې جرمنیان په دې وتوانیدل چې د له منځه تللي ځنګلونو پرځای له سره نوي ځنګلونه راشنه کړي.

لرې به ډیر نه ځو، همدلته زمونږ ګاونډی پاکستان که وګورو، دوي د وزارت جنګلات په نامه یو ځانګړی وزارت لري. یاد وزارت د ځنګلونو د ساتنې او پالنې په برخه کې خورا پیاوړي او بریالي دي. که مونږ وشو کولای چې د ځنګلونو د ساتنې په برخه دې خپلو ګاونډیو له تجربو ګټه واخلو، نو هم به مو د خپلو ځنګلونو د خودسرانه له منځه تلو مخه نیولي وي، او هم به مو په کمه موده کې د خپل هیواد په زرغونتیا کې رغنده کارونه کړي وي.

په داسې حال کې چې په نورو هیوادونو کې خلک او حکومتونه د پخوانیو  ځنګلونو په ساتنه او د نوو ځنګلونو په کښینولو بوخت دي، خو مونږ دا څو لسیزې وشوې چې په ډیره بې رحمانه توګه خپل ځنګلونه له منځه وړو او په لوی لاس خپل چاپیریال له ډول ډول اقتصادي او اقلیمي افتونو سره مخامخ کوو. ددې لپاره چې خپل چاپیریال او خپله ځمکه مو له بې مخینې تودیدنې او ککړتیا ساتلې وي، زمونږ د ټولو انساني وجیبه جوړیږي چې د چاپیریال په سمسورتیا کې خپله ونډه ترسره کړو. لازمه ګڼم چې لږ تر لږه د ځنګلونو د ساتنې په نامه دې یوه مسلکلي او کارنده اداره جوړه شي او د هیواد د سمسورتیا او د ځنګلونو په رغولو او د نیالګیو په کښینولو په برخه کې دې رغنده کارونه ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *