د غږ د چینې یو بل تږي هم د فکر او فن د سمندر په هم رنګه او یخو اوبو تنده ماته کړه. دا مینه ګره سفموني بیا هم د یوه تالا شوي بڼ، له پرېوتو دېوالونو او کنډوالو د تېر شوي باد زوږ او مړاوی درد را څکي. حساس زړونه يې په څپو کې د نغښتي فریاد او اسرافيلي شپېلۍ له نغمې پرته هم په اسانۍ سره حس کولی شي.
د مینې د رنګ او غږ په سمسوره نړۍ کې روان سمندر له ځان سره د یوې سوې خاورې او په ژړا ستړو بنیادمانو هیلې او غږونه د ادب او عرفان په رنګینه ځولۍ کې له یوه سوي، خو مهربانه مناجات سره هغه ذات ته وړاندې کړي چې “ټوله هستۍ يې د غږ د سپینې سمفوني انعکاس او ژوندۍ ننداره ده.”
د مینې دغه پیغمبر په جار سره وايي: که وګړي د نورو د ازادۍ شخصي قلمرو ته په درناوي سره وګوري او د نورو پر ازادیو تېری ونه کړي.
د ځمکې پر مخ د جګړې اور سړېږي.
شخړې او ورانۍ پای ته رسېږي او انساني انرژي پر مثبت او خلاق عامل بدلېږي.
هو؛ خو کوم دي هغه ذهنونه او پر خدای مین زړونه چې دغه ابدي نسخه تطبیق او د خپل برخلیک ماڼۍ په خپله ټوله اصیله مینه اباده کړي.
د غږ چینې پنځکر بیا هم ناهیلي نه پېژني او د خپل غږ د هرې څپې له زړه نه په جار سره وايي:
زما نسله، زما هېوادواله!
زما د دردونو او خوږونو همزولې جګړه او انسان وژنه؛
لا هم د اور په ژبه غږېږي او انسان وژنه
لا هم سرې، سرې کرښې غاړې او لاسونو ته را اچوي او جګړه لا هم موږ له بې مینې برخې کوي.
د مینې د جنت دغه استازی ته هېڅکله هم ځان د یوه ځانګړې او جلا نړۍ مخلوق نه ښکاري، دی هېڅکله هم “ته” ضمیر نه کاروي، ده ته د ټولنیز برخلیک د بدلون راز او رمز ښه معلوم دی، دی هر وخت خبره له “موږ” پیلوي او د کلمو د یوه امین استازي په توګه څنګ په څنګ را سره روان دی، لکه زموږ کیسه او برخلیک چې هېڅ توپیر نه لري.
“موږ وصل او واده نه لرو.
موږ ټنک او ټکور نه لرو.
موږ د واده د شپې بستره نه لرو.
د واده بستره د مینې له رنګه ډکه ده.
خو جګړن فکر زموږ پر لاسونو
دوه نا واده شوي زړونه په وینو نقاشي کوي
راځئ له دا ډول لاسونو لاس واخلو!
او په زړونو کې سره کېنو
غوږ شئ، خدای راسره دی.”
دغه مینه ناک او د مینې مبلغ لیکوال له خپلو ډېرو ټولنیزو دردونو د مینې د پنځوونکي دربار ته پناه وړې او د زړه غوټه يې یوازې په اوښکو او ګیلو نه، بلکې یوه ښکلې او رسا هیله او جانانه سرود خلاصه کړې ده.
د غږ چینه د یوه اېډیال او عالي ژوند چیغه ده، هسې هم “غږ زموږ کور او کلی دی”، هغه وايي”زه ځم؛ ځان پرېږدم؛”
دا ځل د غږ له چینې سره “د غږ او رڼا چینه”، “د اګاهۍ چینه” او “د عشق چینه” هم ګډه شوې د ټولو شرینې اوبه په ځانګړي شور او ترنم د عرفان او ادب د تږو زړونو خواته بهېږي.
لیکوال په بیا بیا تر غوږ دا ابدي حقیقت غږ را تېروي چې اې! مه ناهیلی کېږه، “خدای شته”
هو؛ چې خدای شته، مینه شته.
چې مینه شته، ژوند شته او روح خو خدایی شته!
نو یو یو خپل ابدي ژوند ته وخاندئ!
د ادب او عرفان د عالي ذوق خاوندانو او د ابدي مینې تږو ته له دغه چینې د یوه لپه اوبو څښلو سپارښتنه کوم.
نور مې توري د تیتېدو تاب نه لري.
له غرونو دروند محمد انور وفا سمندر دې وي.
مینه او برکت دې وي.
خدای پامان
۲۰۱۸، مارچ ۲۷مه