سید غفوراحمد (جاوید )
تیره ورځ د ازبکستان پلازمینه تاشکند دافغانستان دسولي او ثبات په اړه د یو نړیوال کنفرانس کوربنه وه چې په کې دسیمې او نړۍ دبیلابیلو هېوادونو استازو ګډون درلود او دافغانستان دسولي او ثبات په اړه په کې خبرې وشوي، یاد کنفرانس چې دکابل پروسي د کنفرانسونو لړۍ ده موخه یې دا ده چې دافغانستان دسولي او ثبات په اړه د نړیوالي اجماع ترڅنګ سیمه ییزه اجماع هم رامنځته او له مخې یې دافغانستان دسولي او ثبات په راوستلو کې موثر رول ولوبوي چې همدي موخې ته په رسیدو سره یاد کنفرانس تیره ورځ په تاشکند کې ترسره شو ، که چرته مونږ دیاد کنفرانس د ګډونوالو روحی او خبرو ته وګورو نو ویلي شو چې افغانستان په خپل بهرني سیاست کې دښو لاسته راوړنو سره مخ دی او نړۍ او سیمه اوس دي نتیجې ته رسیدلي ده چې افغانستان کې باید نور سوله او ثبات راشي ترڅو وکولی شي افغانستان دسیمې په نښلولو او ترڅنګ يې په سیمه کې دروان اقتصادي پرمختګونو کې مرکزي رول ولوبوي تیره ورځ دکنفرانس ګډونوالو خبرو او نظریو ته که مونږ وګورو مونږ اوس دافغانستان په اړه دنړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو دنظرونو ښکاره بدلون ګورو او دافغانستان دحکومت دسولي دهغې طرحې نه چې په ورستیو کې یې طالبانو ته وړاندي کړه پراخ ملاتړ ددي څرګندویې کوې چې افغانستان کولې شي په معقولو طرحو وړاندي کولو سره دافغانستان لپاره پراخ ملاتړ تر لاسه کړې چې کنفرانس ته خپله افغان ولسمشر په خپله وینا کې هغه فرصتونو څخه یادونه وکړه کوم چې اوس په سیمه ایزه کچه داقتصادي پروژو دپلې کولو لپاره اماده برابر شوي دي او دا فرصتونو څخه باید ټول ګټه واخلي نوموړي همدارنګه سیمه ایزه هېوادونه دي ته وهڅول چې دتروریزم پرضد مبارزه کې باید خپله ونډه واخلې او افغانسان ددوۍ په استازولۍ دا څو کاله د تروریزم سره مبارزه کوې او اوس ددي وخت رارسیدلی دی چې ټول دا مسولیت ادا کړي .
همدارنګه د کنفرانس د ګډونوالو نظریات هم دافغانستان دحکومت دموقف څخه دملاتړ په اړه راڅرخیدل دبیلګې په ډول د ازبکستان ولسمشر وویل چې مونږ باید له افغانستان سره مرسته وکړو ترڅو افغانان په مختلفو برخو کې باثباته او په خپلو پښو ودریږي او ددي ترڅنګ مونږ باید ګډ کار وکړو ترڅو وکولې شو په افغانستان کې سوله او ټیکاو یقیني کړو او تاشکند حاضر دی چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولي دخبرو اترو کوربه توب هم په غاړه واخلې ، دکنفرانس بلې ګډونوالې چې داروپایې اتحادیې دبهرني سیاست مشره ده وویل (که چرته طالبان دسولي پروسي سره یو ځای شي نو مونږ حاضر یو چې د ملګرو ملتونو دتور لست څخه دهغوۍ دایستلو لپاره هلې ځلي وکړو او تر ممکنه بریده پوري خپل امکانات په دي لاره کې په کار واچوو .)
دکنفرانس بل ګډونوال چې دروسیې دبهرنیو چارو وزیر وو وویل (مونږ افغانستان او امریکا باید دري اړخیزې ناستي ولرو ترڅو وکولي شو په اسانۍ سره دافغانستان په روانه جنجالي مسله باندي خبرې اتري وکړو. )
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه چې دکنفرانس ډیری ګډونوال په دي اند وه چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو دسیمې په امنیت باندي مستقیم اغیز شیندي او ترڅنګ یې په سیمه ایزه کچه باندي د راتلونکو اقتصادي برنامو پلې کیدل دافغانستان په سولي او ثبات پوري اړه لري د دي ترڅنګ دا هم ویلې شو چې اوس دافغانستان دسولي او ثبات لپاره په سیمه ایزه ، داسلامي هېوادونو په کچه او په نړیواله کچه دنظرونو یووالی په رامنځ ته کیدو دی او دا مونږ ته ددي شاهدي راکوي چې مونږ باید نور سولي او ثبات ته ورسیږو ځکه دافغان حکومت دسولي د طرحي څخه په سیمه ایزه او نړیواله کچه ملاتړ طالبانو ته هم ښکاره پيغام دی چې باید دافغانستان حکومت سره دسولي مذاکراتو ته ادامه ورکړې او له دي لاري وکولې شي دافغانستان په راتلونکې سیاسي بهیر کې داخل شي که داسي نشي نو طبعي خبره ده چې دنړۍاو سیمه ایزو هېوادونو ذهنت ددي ډلې پرضد کېږي او په هغې صورت کې به دیادي ډلې حامې نظامونه هم تر فشار لاندي راځي او طالبان به هم ورځ تر بلې خپل دسولي او سیاسي فعالیت چانس له لاسه ورکوي .
بله داچې افغان حکومت هم باید خبل بهرني سیاست او لابینګ ته ادامه ورکړي ترڅو دافغانستان په اړه دا نظرونه لا سره منسجم او همغږې کړي او دشته فرصت نه په ګټه اخستلو سره په افغانستان کې دسولي او ثبات دراوستلو ترڅنګ دنړیوالو پام افغانستان کې شته اقتصادي فرصتونو په ځانګړې ډول ټرانزیټ، دمعدنونو او انرژۍ برخه کې پانګونې ته راواړوي .