د هلمند پرلت درې خبرې واضحې کړې:

 یو دا چې د مدني حرکت په اهمیت او ارزښت باندې پوهه یوازې تر کابل او یو نیم بل ولایت پورې محدوده پاتې شوې نه ده او اوس د هلمند غوندې لرې او جنګ ځبلي ولایت اوسېدونکي هم موثر مدني فعالیت ته اقدام کولای شي.

 بله دا چې له جګړې نفرت دومره زیات شوی دی چې خلک د انتحار او انفجار خطر مني خو میدان ته راوځي او پر جګړې لعنت وایي. له جنګ څخه کرکه دومره زیاته شوې ده چې د هلمند په تاریخ کې په اول ځل ښځو هم د احتجاج خیمه ودروله.

 دریم حقیقت دا دی چې د طالبانو په دریځ کې یو څه بدلون راغلی دی او د افغانستان د خلکو په مقابل کې یو څه نرم شوي دي. په تیرو کلونو کې داسې راپورونه ډیر خپاره شوي دي چې طالبان د خلکو سرونه غوڅوي، ژوندی کس په موټر پورې تړي او په کشولو کشولو یې وژني، د رایه ورکولو په ګناه د یو چا د لاس ګوتې پرې کوي او د خلکو د ګڼې په ځایونو کې انتحاري حملې کوي. نن سبا طالبان ډیر لږ د داسې حملو مسولیت په غاړه اخلي چې عام خلک پکې وژل کیږي. که څه هم د طالبانو شدید مخالفان وایي چې طالبان اوس هم عام خلک وژني خو تر پخوا هوښیار شوي دي او تاریخ ته د خپلو ظلمونو دوسیه نه غټوي مګر که بې طرفانه قضاوت وکړو نو باید ووایو چې د یوې ډلې خلک که په دې پوه شي چې په ظلم باندې شرم پکار دی، دا یو مثبت پرمختګ دی.

 په تیرو څو کلونو کې په سیاسي لحاظ هم د طالبانو په نظرونو کې فرق راغلی دی. که څه هم تر اوسه پورې د طالبانو په سیمو کې د نجونو له مکتبونو سره مخالفت کیږي خو حد اقل په خوله باندې اوس د نجونو د تعلیم مخالفت نه کوي او دا د دې مانا لري چې اوس په دې پوهیږي چې د نجونو له تعلیم سره مخالفت بده خبره ده. دغه راز یو وخت به طالبانو نورې ډلې نه منلې او هر څه یې د ځان لپاره غوښتل. د امریکایي عسکرو تر راتلو له مخه چې په افغانستان کې د طالبانو د اقتدار په وخت کې بیا هم جګړه وه او د افغانانو وینې توېدلې، لوی علت یې دا و چې طالبانو نورې ډلې نه منلې او د میم زر ما واړه زما فارمول یې خوښ کړی و. مګر د ملا منصور له زمانې راهیسې په طالبانو کې له دې جهته هم یو توپیر راغلی دی او حد اقل په تیوریک لحاظ دې ته چمتو شوي دي چې له نورو افغان ډلو سره شریک ژوند ولري.

 حقیقت دا دی چې که له عامو خلکو سره د طالبانو په چلند کې یو څه نرمښت نه وای راغلی نو خلکو به دا جراات نه و کړی چې راټول شي او د حق اواز اوچت کړي.

د هلمند پرلت ته د هلمند د والي ځواب واضح و. ده وویل چې په هلمند کې د اوربند منلو ته تیار دی خو طالبانو ویلي دي چې د پرلت کسان دې موسی کلا ته نه بلکې شوراب ته لاړ شي او له امریکایانو دې وغواړي چې له افغانستان څخه ووځي چې جګړه ختمه شي.

 د طالبانو د استدلال کمزوري دا ده چې که واقعا د امریکا حضور جنګ ته مجبور کړي وي نو جنګ یې باید له امریکایانو سره وي، نه د افغانستان له اردو او پولیسو او خلکو سره. د طالبانو په روانه جګړه کې که چیرته یو نیم امریکایي د تصادف له مخې وژل شوی وي، نور خو ټول افغانان وژل کیږي. په افغانستان کې د سړک ړنګول، د مکتب سوځول، د بریښنا د لاین غوڅول، او دغسې نور اعمال په افغانانو باندې فشار دی که په امریکایانو باندې؟

 بله خبره دا ده چې که طالبان واقعا هم د امریکا د حضور په خلاف جګړه کوي نو دا حضور خو له هند سمندر څخه هم ادامه پیدا کولای شي. کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنګېده، په افغانستان کې امریکایي عسکر نه وو. امریکایانو د طالبانو د حکومت او پوځونو د تباه کولو لپاره له بحر هند څخه د هوا له لارې حملې کولې. دا خو هغه حقایق دي چې د افغانستان خلکو او ټولې دنیا په سترګو لیدلي دي.

 نو که طالبان د امریکا د عسکرو د ایستلو په پلمه هم په افغانستان کې خونریزي ته ادامه ورکوي، پلمه یې سمه نه ده، ځکه په افغانستان کې خو امریکا کولای شي چې د هند سمندر له لارې هم حضور ولري.

 مقصد دا چې که طالبان واقعا غواړي چې د امریکا نظامي حضور په افغانستان کې ختم کړي ، نو لاره یې جنګ نه دی بلکې سیاست دی. او په سیاسي لحاظ دې مقصد ته د رسېدو لپاره پکار ده چې طالبان حد اقل د افغانستان له خلکو او حکومت سره اوربند وکړي او داسې منطق وړاندې کړي چې امریکایانو ته د حضور پلمه پاتې نه شي.

 د هلمند د پرلت له اواز سره مخالفت او له اوربند سره مخالفت به د هغه چا په ګټه وي چې په اسلام اباد کې ناست دی او د افغانستان د ختمولو پلانونه لري، د هغه چا به هم په ګټه وي چې د خاش رود او کمال خان او کجکي بندونه د ځان په تاوان ګڼي او البته د هغه چا به هم په ګټه وي چې د جنګ د ادامې له برکته د پوډرو کاروبار کوي، یا ځمکې غصبوي او حرامې پیسې ټولوي، خو له اوربند سره او سولې سره مخالفت یقینا د افغانستان، د افغانانو او بالاخره د اسلام په تاوان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *