د ټاليب خواخوږي (مفکوره يې ټاليبان) دې حتماً ولولي

ټاليب سور کاپر نه دی چې زمونږ دې پرې بده ورځ پيرزو وي، او نه هم مونږ خدای مه کړه سره روسان يو چې په يو مسلمان مو زړه ونه سوځي. اما هدف دا دی چې ټاليب په خپله دلته غربيانو ته د جنګ بهانه په لاس ورکړې ده، ټاليب که نن ما سره لکه د حزب اسلامي کينې او زما سره بین الافغاني سوله وکړي نو بیا امريکا ته به هم بهانه نه وي چې ووايې تر هغې چې ټاليب دلته جنګ کوي، بیګناه خلک وژني مونږ هم ورسره جګړه کوو، امريکا خو کفري هيواد دی او ګیله هم ترې په کار نده ځکه چې د کفر او اسلام دوستي نشي کيدلی اما ګیله بیا د همدې ټاليبانو څخه کيږي چې ځانونه د اسلام ټيکه داران بولي خو د خلکو د امنيت لپاره او د امريکا د بهانې د ختمولو په خاطر هم ټوپک نه ږدي او هره ورځ د غربيانو قصور مې له ملي اردو، معلم، سپين ږيري، ځوان، محصل، ډاکټر او …. نورو څخه اخلي. له همدې معلوميږي چې د ټاليب او امريکا پروژه يوه ده، امريکا يې خوله ډکوي پيسې ورکوي او ورته وايې چې زه به له افغانستانه نه وځم ، ستا جنګ به بهانه کوم خو ته هم همدا يوه خبره کلکه کړه چې امریکا وي مونږ به جنګ کووو.

نو دلته بیا تاوان خوار غريب افغان ته رسيږي او ټاليب به خپلې مزې کوي او امریکا به خپل اهداف ترلاسه کوي.

که ټاليب غواړي جګړه خلاصه کړي نو اول دې دلته د حضور لپاره د امریکا بهانه خلاصه کړي.

که ټاليب په رښتیا د اسلام په خاطر له امريکا سره جنګيدلی نو بیا ولې يې امريکايي سرباز «بو بيرګډال» کلونه له ځان سره ژوندی ساته؟

که ټاليب له امريکا سره دښمني لرلی نو ولې يې بيا ولې يې کاتلین کولمن، ميرمن او اولادونه يې له ځان سره پنځه کاله ژوندي ساتل؟

ټاليب ته که د ملي اردو يو غريب عسکر چې له خپلې مجبورۍ، غريبۍ او بدې ورځې څخه ملي اردو ته تلی او يوه مړۍ حلال رزق د خپل اولاد لپاره پيدا کوي، که دا عسکر ورته په لاس ورشي سمدستي يې ترې په پوره بې رحمۍ او وحشت سره سر پرې کړی وي????

کله چې ټاليب د ملي اردو عسکر د امريکا د غلامۍ په تور په دار ځړولی شي نو بیا ولې په خپله امريکايې کلونه کلونه له ځان سره ژوندی ساتي؟

تاسې او خدای! سم قضاوت وکړئ، آيا ټاليب دلته د اسلام لپاره جنګيږي او که د امريکا، روسيې، ايران او پاکستان د ګټو ساتونکي دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *