په سر یې زوړ شین رنګی زړوکی راخور و، زرکینو سترګو یې د بې وسۍ بلا کیسې کولې، نه یې شم لیکلی چې څنګه یې راکتل، زما وړه خور نازوګۍ مې سترګو ته ودرېده.
د غره په څنډه کې د وتلي خامه سرک پر غاړه یې د څېړو د وچو لښتو بروټي ته ډډه وهلې وه، شین رنګه پلاستیکي بوټان یې څو ځایه غلبېل وو او دا یې د غربت انتها وه.
ویل یې کور یې هملته پاتې شو له چرته چې یې نن لښتې راټولې کړې” زموږ کور نه و، هغه بمبار شوی و”.
نهه کلنه نسیمه د ننګرهار اچین په مامند دره کې اوسېده، خو اوس یې یوې راکوزې امن سیمې ته کډه کړې.
ښوونځی یې لوست، لا درېیم ټولګي کې وه چې ناتار یې په خپل کاله پښو ایښودو ته پرې نه ښودله.
ویې ویل ” اوس مکتب کې نه یم- له غره لرګي راوړم”
ماته د هند د ازادۍ د ستر مبارز ګاندي هغه خبره زړه ته راتېره شوه چې”که په جنګ کې د لویانو او شتمنو زامن ومري نو جګړې به پای ومومي”
هغه چې د جګړې دا سترې لوبې مخکې وړي، ماڼۍ لري او د نېستمنو ککرې پکې لکه د اچین د مامند د درې په بیابانونو پرتې وې، نو خاورې د ارام ساه واخلئ.
د ختیځ د سترنابغه خبره ده” ناپوهه مه وژنه، ناپوهي یې ووژنه”
زما د وطن د نسل وژنې سلسلې له اوږدو کلونو روانې دي.
خدای نه بدلوی حال د هغو خلکو
څوک چې نه بدلوی خپل حالت پخپله