هر کال په نړوال اسلامی پوهنتون اسلام اباد کی د کلتور اونۍ تر سره کیږې چی د نړی د شاوخوا څلویښت ملکونو محصلین خپل کلتوری توکي ننداری ته ایږدي.
په نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام اباد کې چې د څه باندی څلویښت هیوادونو محصلین زده کړې کوي ، هر کال د پسرلي په موسم کې د کلتور اوونۍ لمانځې. د تېر په څېر سږکال هم یاده اوونۍ د اووه ویشتم ځل لپاره په شانداره مراسمو سره ولمانځل شوه.
په دغه اوونۍ کې د مختلفو هېوادونو محصلین د خپل کلتور بېلابېلې برخې نندارې ته وړاندې کوي چې د افغان محصلینو اتحادیې هم په نوموړې اوونۍ کې د نورو محصلینو ترڅنګ خپل کلتوري توکي، لکه غالۍ، لاسي صنایع، ، وچې مېوې، افغاني خوراکونه، د لرغونو ودانیو په لاس جوړ شوي خټین ماډلې کورونه او ګڼ شمېر نور توکي نندارې ته ایښي ول، چې د خورا زیاتې ستاینې تر څنګ یې د نندارچیانو پام ځان ته اړولی وو.
سږ کال د لوی کندهار احمدشاهی دروازه ، د غزنی مینار ،د سپین غره ماډل، ښوونځی، خټنین کورونه او د کلیوالي ژوند نور اړخونه د نندارتون هغه برخې وې چی د نندارچیانو پام یی تر پخوا زیات ځان ته جلب کړي وو، او تر ټولو زیات یی د خوښې وړ وګرځيدل. په یاده کلتوري اوونۍ کې د محصلینو ترڅنګ یو شمېر پاکستاني چارواکو، د بهرنیو هیوادونو سفیرانو ، ډیپلوماتانو ، د موسساتو او انجیوګانو استازو، په کور دننه او بهر کی د رسنیو ژورنالستانو او ګڼ شمېر نورو مینوالو ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب په پاکستان کې د افغانستان د لوی سفارت مرستیال سفیر زردشت شمس او ورسره یو شمېر نورو ډپلوماتانو ګډون کړی وو.
د کلتوری اوونۍ د غونډې په پیل کې د یاد پوهنتون رئیس دوکتور احمد بن یوسف الدرویش خبرې وکړې او خوښي یې وښوده چې هر کال محصلین د کلتور اوونۍ لمانځي او د خپلو کلتورونو له مثبتو او بډایه اړخونو څخه نړیوال خبروي.
هېره دې نه وي چې د غونډې په پای کې د یاد پوهنتون رئیس، او استادانو د پاکستان هیواد چارواکو، کورنیو او بهرنیو مېلمنو له ټولو نندارتونونو څخه لیدنه وکړه او د افغان محصلینو د نندارتون څخه د لیدنې پر مهال ټولو مېلمنو د محصلینو په لاس د جوړو شویو توکو، افغاني میوو ، لاسي صنایعو، زعفرانو او د افغاني خوراکونو ستاینه وکړه او د تل په څېر یې افغان محصلین د لومړي مقام حقدار وبلل.
نړیوال اسلامی پوهنتون چی په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې، د افغانستان په ګدون د نړی له شاوخوا ۴۳ هیوادونو څخه پکې ۳۳ زره محصلین په زدکړو بوخت دي. د یادونې وړ ده چې یاد پوهنتون د سعودي عربستان په مالي ملاتړ جوړ شوی او د نړی په ځینو اسلامي هېوادونو مالیزیا، سوډان او بنګلدېش کې ورته څانګې لري. هیره دې نه وي چې په ۲۰۱۶ ز کال کې د اسلامي هیوادونو سازمان د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ورته نړیوال اسلامي پوهنتون د بنسټ ډبره کېښوده چې د تخصص او څیړنې تر کچې به پکې د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه محصلین زدکړې کوي.
یاد پوهنتون ۹ پوهنځۍ او ۴۵ څانګې لری چې هر کال د افغان محصلینو په ګډون په ۱۴۶ بیلابیلو پرګرامونو کې د دوکتورا او تخصص په کچه محصلین فارغوې.
راپور: حضرت الله احساني نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد