ولسمشرکرزي د هېواد له یوشمېرځوانانو سره د لیدنې او خبرو پروخت له امریکا څخه د هغې خبرې څرګند غچ واخیست،چې په افغانستان کې روانه جګړه یې کورنۍ ګڼلې وه.
دا د دغه هېواد د نوې احتمالي لوبې د پیلیدو پراعلانونکي پیغام د ښاغلي کرزي لوی ګوزار و،چې په افغانستان کې د امریکا یادیدونکي هدفونه او عملونه یې د یو بل خلاف او د شک وړ وګڼل.
د نوې لوبې څرکونه
د ۲۰۱۴ په رانېږدې کیدو او له افغانستانه د خپلو زیاتو سرتېرو د ویستو له پلان سره مل امریکا په دې کې جدي ښکاري چې د افغان دولت وسله وال مخالفان ټول یا یوه لویه برخه یې د سولې یا بلې پروسې په نوم سیاسي بهیرته شامل او دولس کلنه جګړه د امتیازورکولو په بیه کمزورې یا ختمه کړي.
د ولسمشرکرزي په مشرۍ له بېلا،بېلو سیاسي او جنګي قوتونو څخه جوړاوسنی افغان حکومت چې د دوی هم لویه تکیه او هدف په افغانستان کې د پیل شوې لویې نړیوالې لوبې د لوبیدونکو او خدمتي وسایلو په توګه له دې کاره امتیازاخیستل وو او دي،له پیله تراوسه د امریکا په مشرۍ د دې لوبې پروړاندې څرګند او واحد ملي دریځ نه لري.
امریکا له دې حالت څخه هم په پراخه کچه ګټه اخیستې او تراوسه پورې پخپل منځ کې د دې قوتونو د مخالفولو او مصروف ساتلو په تکتیک یې دا اړخونه پرځان چوپ ساتلي.
د دوی ټولو په وسله وال مخالفت لوبیدونکې ډلې هم د پاکستان او نورو هغو ادرسونو په وسیله د لویې لوبې ترچترلاندې د مشخصو هدفونو،پلانونو او نورو اړخونو په اړه ولس ته چوپه خوله او یوازې پرټوپک له تکیې سره د ورکړل شوي رول ترسره کولو ته ژمن دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمزډوبینز له هغې خبرې څخه چې د افغانستان روانه جګړه او نورې ستونزې یې کورنۍ وګڼلې،دا پیغام په وضاحت سره معلوم شو چې دغه هېواد او نور په راز او ګټو کې شریک ملګري یې په افغانستان کې یوازې د خپلو لویو ګټو د تامین لپاره دا دومره کلونه د سیمې او هېواد په کچه سیاسي او جنګي جریانونو ته د یوې لویې لوبې په چوکاټ کې د ظرفیت او استعداد مطابق مسولیتونه او امتیازات ټاکلي وو.
دې لوبې ته د کورنۍ جګړې له نوم ورکولو سره امریکا په لوبه کې د یوې نوې زاویې د ایجاد پیغام لوبیدونکو لوبغاړو ته ورکړ،چې ځان ورته چمتو او پکې د نوو رولونو اخیستو او لوبولو ته ځانونه سینګارکړي.
د ولسمشرغچ
ولسمشرکرزی چې څومیاشتې نورې یې پرواک د پاتې کیدو پاتې دي او په اوسنۍ لوبه کې د یوه مهم لوبیدونکي اړخ د مشرپه حیث پرځان د سباني توند قضاوت له کیدو اندېښمن دی،پرخپلو اوږو د ټولې یا لویه برخه ملامتۍ د لویدو درد او خطر له اوسه ورو،ورو محسوسوي.
له وسله والو طالبانو او نورو کورنیو او سیمه ییزو قوتونو سره،چې په افغانستان کې د نوې احتمالي او اوسني حالت سره په ضد جریان د رامنځته کولو لپاره د امریکا په مشرۍ د تفاهم او یو کیدو هڅې د ښاغلي کرزي پرشخصیت او موقف هغه ننګونکي ګوزارونه دي،چې دی په ورکړل شوي او پرې منل شوي کرکټرکې په ناکام راتلو تورن او مجرم ثابتولای شي.
هغه له همدې وجې پخپله وروستۍ وینا کې هغه هم د هېواد له یوه مهم قشرځوانانو سره ویلي،چې په افغانستان کې د تروریزم،بهرني یرغل او نورو مهمو مسایلو پرسرد نظرجدي اختلاف لري او په امنیتي برخه کې له امریکا څخه قطعاٌ خوښ او راضي نه دی.
دې ته په کتو سره د امریکا او ولسمشرکرزي دواړو موقفونه په ډېرمشخص ډول د شخصي ګټو او خپل حیثیت ښه کولو کوششونه دي،دا دواړه لوري د نورو ښي اړخو او کیڼ اړخونو لوبغاړو په شان په افغانستان کې د شوې او روانې لوبې له مسولیت او ملامتۍ څخه ځانونه خلاصولی نه شي.
د افغانستان خلکو ته ټول کورني،سیمه ییز او نړیوال لوبغاړي د خپل قوت،ظرفیت،فرصت او په لوبه کې د ترلاسه کړي امتیازمطابق مسول او ملامت دي.
د افغانستان خلکو ته د دې لویې لوبې د پلان،هدفونو او پردې شاته حالت په اړه ځان پوهول او مسولانه موقف ګیري یو مهم مسولیت دی،د لوبغاړو پرخبرو او ظاهري اکټونه تېروتل او په ګټه یا مخالفت یې احساساتي کاریدل په ناشعوري ډول دې لوبې ته خدمت کول دي.