نصرت‌الله ترنک

ګودر د پښتني کلتور له کتابه هغه باب دی چې په پرانیستو سره يې سړی د بېل عاطفي احساس په خوا ورځي، فکر او اروا ته یې ديدنونه، مينه او ښکلا خپل ځان ورښکاره کوي.

ګودر په پښتو کې پراخه کلمه ده، خو په پښتنو کې پراخ مفهوم دی.

د دې کلمې په لیدو او دې مفهوم درکېدو سره د پېغلې، مازدیګر، زهیر لمر، سور سالو… کلمې ذهن ته درېږي.
دا هغه کلمې دي چې د ځواني جذبې او د مینې ولولې راپاروي.

ګودر په فزیکي لحاظ په پښتني محیط کې د اوبو هغه سرخانه یا سرچینه ده چې منګی ورباندې هوسا ‌‌‌‌‌‌ډکېږي همدارنګه په کلي او کاله کې ګڼو کورونو ته نږدې وي.

خو ولې له معنوي اړخه بېل څه؟

زموږ په فلکلوریک ادب کې د ګودر کلمه ډېره یادېږي. ورسره تر څنګ په پښتو شاعرۍ کې د شاعرانو د شعر جوړولو له مهمو توکو څخه یو هم ګودر دی.

خو د پښتو ولسي ادبیانو لنډیو په قالب کې یې تر ټولو ښه تصوير ایستل شوی. بېلې وجهې او زیات رازونه یې پکې لوڅ شوي. لنډۍ راته وایي چې ګودر پخوا په ژوند کې د پېغلو دنیوي جنت و.

لکه چې وایي؛

ګودر د پېغلو جماعت دى
امام يې نشته مخ په لمر ولاړې دينه
ګودره بخت دې غلبه دی
د پېغلو نجونو سیل کوې حیران دې کړمه
ګودر کې هره ورځ اختر وي
منګي په سر ورله راځي نجونې سېلونه

له دې ځایه اورېدونکي د بنګړو شرنګ، د منګي کړنګ، د اوبو جړنګ کې مو د فلکلوریکو کيسو لوی راز په دې کې پروت دی چې ګودر یا د پښتنې مینې ‌‌‌‌‌‌ډګر به همېشه دوو میینانو ته د مینې تارونه ور ول کول.
یوې پښتنې پېغلې ته یې په مازدیګري موسم کې د خپل میین لیدو لپاره ښه بهانه ور جوړولای شوای.

وايي؛

مازديګر ښه دى ديدن کېږي
ړنګه غرمه کې ليلا کور کوي خوبونه
ګودر دې ټول عمر ودان وي
په بهانه یې د جان وکړم دیدنونه
اوبه د هر ګودر خوږې دي
جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه

د ‌‌‌‌‌‌ډېریو لیکوالو، میینانو او شاعرانو له خوا په بېلو بڼو ستایل شوی او اورېدونکی یې د ډېرو نورو ښایستونو په منځ کې ځان ویني.

که څه هم دا تر ‌‌‌‌‌‌ډېره عمومي او پراخ دود و، خو په کلیوالو سیمو کې یې بېخي ورځ برابره وه. ولې خوشبختانه ووایم که بدبختانه چې د حالاتو ټکنالوژيسټ کېدو، ژوند ښاري کېدو، یارانې اف‌‌‌‌‌‌ډیټ «انلاین» کېدو او څلوېښت کلنې داړونکې جګړې هرڅه بدل کړل.

اوس په ځینو کلیوالو سیمو کې په نیم‌ژوندي حال پاتې دی.

خو په پښتو ادب کې یې لا هم ورځ برابره ده.
فلکلوریکو ادبیاتو مو لا هم لاس پسې نیولی دی.

د ګودر له نامه سره د پېغلو کيسې، د منګي یادونه، د مازدیګر جنتي شېبې، د میینو د دیدن وختونه هغه څه دي چې د پښتو شاعرۍ لویه برخه له همدغو ټکو څخه جوړه شوې ده.

مخکې وویل شول چې ګودر تر ټولو ښه په لنډیو کې پېژندلای شو، ځکه چې ګودر د کلیوال ژوند او ښځینه بنډار سيمبول دی، څنګه چې په پښتو کې د دې ادبي قالب مانا لنډیو مخکښانې او ویناوالې اکثراً ښځې دي؛ نو په دې اساس یې په خپلو ملغلرو کې ګودر هم ښه انځور کړی.

په ګودر سور سالو ښکاره شو
ما ویل په تورو اوبو اور ولګېدنه

لکه څنګه چې ګودر او ورته تلونکې لار به تر ‌‌‌‌‌‌ډېره د معشوقو د لیدو ځای و، پېغلې به تر خپل بنده‌ګي وسه په ښکلا او ناز سره تلې او عموماً تر ‌‌‌‌‌‌ډېره په سرو ټیکرو کې.

سپينه خولګۍ دې را پرهار كړه
زه به بخيلې مور ته څه ځواب کومه؟
مور ته دې داسې ځواب وايه
زه له منګي سره ګودر ته ولوېدمه

په دې ځای کې هغه زموږ دودیز کلتور رایادېږي چې د مینې اظهار جرم دی؛ نو په پټه کېږي. لکه ميين چي خپلې مینې ته د پلمې چل ورښيي.
یا دا؛
پر ګودر راغلې برابره
یا خولګۍ راکړه یا منګی درماتومه

زه چې و تاته خولګۍ درکړم
زه به د بورې مورکۍ څه جواب کومه

مور ته دې داسې جواب ورکړه
چې له منګي سره پر ځمکه ولوېدمه
مور به مې داسې راته وايي
منګی دې روغ پر خوله دې راوړل پرهارونه
مور ته دې داسې جواب ورکه
منګی پر خټو زه پر کاڼو پرېوتمه
زما د مورکۍ جواب دې وکړ
اوس مې پر سپینه خولګۍ کښېکاږه غاښونه
خولګۍ دې داسې مزه راکړه
چې سپین نبات یې پر دوکان وشرماونه

په پورته سوال و جواب لنډیو کې د میین او خپلې مینې تر منځ د پلمې لټولو په پار داسې سوالونه او جوابونه ویل شوي دي چې مور په تېر باسي. لکه څنګه چې زموږ په ټولنه کې پر پېغلو د کورنۍ له خوا محدودیتونه وي او همېشه پېغلې د مور له خوا څارل کېږي.

پټ د ګودر پر غاړه کښېنه
ياره چې پټ په پټه وکړو ديدنونه

په دې لنډۍ کې د پټ دیدن ذکر شوی دی. زموږ په ټولنه کې مینه پټه وي او د نورو ټولنو په شان په ښکاره ډول دوه میین نه‌شي سره لیدلای، چې یې بیا پېغلې د ځان له پاره پېغور بولي.

لکه مخکي چې وویل شو د ګودر لفظ اوس فقط یوه افسانه ده او خپله تر ‌‌‌‌‌‌ډېره پیکه دی، ولې ادبي ارزښت يې له لاسه نه دی ورکړی، بلکې اوس هم د ډېرو شاعرانو په شعرونو کي د دې ادبي هستۍ ذکر کېږي.

په خاص ډول زموږ د هېواد د معاصرې ادبي دورې مخکښ شاعر ښاغلي پیرمحمد کاروان په خپلو شعرونو کې دا کلیوالي او له خوند ډکه الفاظ ډېر سره پېیلي دي.

دا په باور ویلای شو چې که خپله ګودر بېخي له منځه ولاړ هم شي خو هغه معنوي اړخ به یې چې پښتو او پښتانه وي، ژوندی وي. پېړۍ پېړۍ به په شعرونو، سندرو، نظمونو او ليکنو کې ياد شي خو البته يوازې د يو سيمبول په توګه.

ګودر کلمه یوازې د اوبو د چینې او د پېغلو د اوبو راوړلو مفهوم نه دی. د ګودر کلمه له ځان سره د سولې او امن پیغام لري. دا داسې یو پیغام لري چې ټولنه کې غم او بدبختي نه وي یوازې مینه، الفت او له ښکلا څخه ډک ژوند وي.
لاندې څو لنډۍ به د خپلو خبرو را نغاړلو ته بهانه کړم.

ما په ګودر د نجونو ښخ کړئ
ګوندې (ش) داره پر ما کښېږدي قدمونه

ما د ګودر پر غاړه خښ کړئ
چې جینکۍ مې مات بنګړي پر قبر ږدينه

مازدیګری تل لرې خاونده
چې مازدیګر په ګودر وشي دیدنونه

منګي کې مورې اوبه نه‌شته
زه د اوبو له پاره بر ګودر له ځمه

په ګودر جوړه ننداره ده
د پېغلو جنګ دی په منګو ویشتل کوينه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *