۱۱مه برخه
تناسخ (سام سارا Samsara): په هندي ژبه کې د تناسخ په معنا دی، د نړۍ په ډېرو غیر اسلامي ادیانو کې (ان په ځینو اسلامي انحرافي ډلو) کې په بېلابېلو نومونو شتون لري؛ خو دا عقیده په هندوییزم کې له خورا ارزښت څخه برخمنه ده چې وايي: انسان په دې نړۍ کې په مکرر تولد او تناسخ باندې ګرفتار دی. خو هغه لاره چې په دې رنځمنه نړۍ کې له مکرر تولد او تناسخ څخه د انسان د خلاصون لامل ګرځي، نیروانا Nirvana ته نزدې کېدل دي. د نیروانا کلمه په لغت کې چوپتیا او ارامتیا ته وايي او په اصطلاح کې (فنای فی الله) ته ویل کیږي. البته دا عقیده د بودایانو د پام وړ هم ګرځېدلې ده.
هندوان له دې امله د روح په تناسخ باندې اعتقاد کوي چې وايي: انسان نشي کولی خپل لنډ عمر کې آزادي او الهي شعور ته ورسیږي؛ د همدې لپاره هر یو په دې نړۍ کې څو ځله ژوندی کیږي، چې کله د انسان او یا خدایانو په بڼه او کله هم د حیوان یا نبات په بڼه بېرته ژوند مومي او دا تناسخ تر هغې دوام کوي تر څو د الهي مطلق حقیقت ته ورسیږي او بریالی شي.
هندوان د تناسخ عقیدې پر اساس دا باور لري، چې له مړینې وروسته هر څوک بېرته را ژوندی کیږي، یعنې هر انسان (په اعلی یا ادنا کچه) په دې خاطر بېرته را ژوندی کیږي، چې د خپل لومړني ژوند د اعمالو انجام پخپلو سترګو وویني. دا چې د چا راتلونکی ژوند په اعلی کچه وي او د چا په ادنی کچه؛ دا هر څه د هغوی د تېر ژوند په اعمالو پورې اړه لري. ځکه خو هغوی د تېر ژوند د اعمالو سزا په دې نیت ګالي، چې په بیا راتلونکي ژوندانه کې د لوړ مقام خاوند شي.
د انساني اعمالو د انجام په اړه هندوان د (کرما) په نوم د یو قانون متابعت کوي. د دغه قانون له مخې چې هر څوک په لومړني ژوند کې څه کوي، دویم ژوند یې د هغو پایله ده، د هر چا کړه وړه او افکار د هغه پر روح باندې مستقیم اغېز لري او بیا همدغه ټول کړه وړه جسم مومي او د تناسخ پړاوونو کې (په هندي ژبه سام سارا) یعنې د نوي وجود پر مهال په یوه مناسبه بڼه او نوي جسد کې راڅرګندیږي.
د بودايي مذهب باني یا بنسټ ایښودونکی ګوتم بدهـ هم دغه قانون (کرما) یو ثابت او ټینګ قانون بللی دی. د هغه په اند الهي عدل او انصاف، توبه او یا شفاعت غوندې څیزونه له سره شتون نه لري، په دویم ژوند کې پخپله د انسان اعمال او افکار د عمل د رد په توګه راڅرګندیږي.
د تناسخ عقیدې په اړه هندوان په دې باور دي، چې د انسان راتلونکی ژوند پر همدې نړۍ پورې تړلی دی او هغه هم داسې چې په دوامداره توګه به دا لړۍ، یوه په بلې پسې روانه وي. معنا دا چې یو روح په زرګونو واره له یوې انساني تنې څخه البته د طبقو په توپیر سره، په بله انساني تنه کې لوېږي او یا هم د کوم حیوان یا بل موجود (سپي، وزې، مار،چینجي،کوترې، باز او…) په بڼه راڅرګندیږي.کله کله هم په استثنايي ډول داسې پېښېږي، چې یو روح د تل لپاره له تناسخ څخه پاتې شي او په اعلی علیین کې برهما ته په رسېدو سره، په هغه کې ورک شي. یا هم یو ناولي کور یا ځای ته ننوځي او تر ابده سرګردانه وي.
په هندو مذهب کې په اصولي ډول د خلاسون لپاره هڅه ډیره اړینه او د ارزښت وړ ده، چې دغه خلاسون کله د فنا، کله د سکون او چوپتیا او کله هم په بشپړ ډول د ژوند له ناروا غوښتنو څخه د ځان ساتنې په موخه تعبیر شوی دی. په دې اړه ګوتم بدهـ یا بودا ټینګار کړی، چې کله انسان د خپل وجود اخلاقي ښېګڼې د کمال درجې ته ورسولې، نو پوه شه چې هغه نجات وموند. بیا د هغه لپاره په نوې بڼه را ژوندي کیدلو (تناسخ) ته اړتیا نشته، که چېرې انسان په بشپړه توګه د تقوا او ځان ساتنې پر مقام ولاړ پاتې شي، نو له مطلق حقیقت سره یو ځای کیږي او روح په مطلقه او ابدي فنا کې ډوبیږي. کنه نو، له دې پرته به له یوه جسم نه وځې او په بل کې به د بل ځل لپاره دې نړۍ ته راځي، چې په همدغه ډول به د ژوندانه ستونزې ګالي.
کرما Karma چې د کردار معنا لري، د دغه قانون په اساس انسان د خپلو کړنو پایله په دنیا کې د بیا راژوندي کېدا په پړاوونو کې ویني. معنا دا چې که هر چا ښه او نېک کارونه تر سره کړي وي، نو په راتلونکي ژوند کې به خوښ وي. په دې اړه د ګوتم بدهـ د عقیدې په اړه یو مهم ټکي ته اشاره کوم چې وايي: (د نیکۍ په مرسته نیکي او د بدۍ په مرسته بدي رامنځته کیږي. معنا دا چې که انسان ښه کار وکړي، نو په بدل کې به يې ښه جزا وویني او که یې ناوړه کار وکړ، نو پایله به یېبده جزاوي، د هندوانو هېڅ یو خدای هم په دې اړه څه نشي کولی، نو د دغو خدایانو د مجسمو پر وړاندې عبادت، دعا، قرباني او نور درناوی عبث دی).
هغه له دوو څیزونو څخه د ژغورنې یادونه کوی:
- د خوندونو او عیشونو له ژوند څخه ځان ساتنه.
- له هغه ژوند څخه ځان ژغورنه چې پکې رنځ او کړاو ډیر وي.
په کار ده چې انسان منځمهاله ژوند ولري، ځکه چې د خوندونو ډېرښت خود غرضي، سپکه، ذلالت او ټیټوالی زیږوي او رنځ و غم یا له حده زیاته خواري د خپلسرۍ لامل ګرځي.
د تناسخیانو په عقیده په دنیا کې د انسانانو بیا راژوندي کېدل په څلورو بڼو ترسره کیږي.
- رسخ: په جماداتو کې د انسان د روح ننوتل.
- فسخ: په نباتاتو کې د انسان د روح ننوتل.
- مسخ: په حیواناتو کې د انسان روح ننوتل، البته که نیک عمله وي، په ښه حیوان کې به ننوځي او که بد عمله وي، نو په بد حیوان کې به ننوځي.
- نسخ:له یو بدن نه بل بدن ته د روح تلل، یعنې له زاړه بدن څخه روح نوي بدن ته ځي او په هغه کې ښه یا بد ژوند پیلوي.
محرمات
(غلا، درواغ، قتل، زنا، جهل، ظلم، چټیات ویل او بدګماني) دا هغه څه دي چې هندوان یې د خپلې عقیدې له مخې حرام ګڼي.
عبادت(پوجاPuja) : هندوان باید په یوه شپه ورځ کې پنځه ځله عبادت وکړي او دوه ځله باید مندر (معبد) ته لاړ شي. د دوی دعا د ویډاس Vedas په نوم یادیږي چې په سندریز ډول تر سره کیږي.
په دغه دین کې اُم (OM) د دوی په باور د خدای اسم اعظم دی چې له لوی پنډت (روحاني) پرته بل هیڅوک یې پر ژبه نشي راوړی، که چیرې بل چا دا نوم په خوله واخیست نو سخته سزا ورکول کیږي.