تاند- د افغانستان ملي اردو وايي چې په بدخشان ولایت کې یې د چیني یاغیانو د یوه مشر په شمول د دولت ۷ وسله وال مخالفان وژلي دي.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو یوه ویندوی محمد حنیف رضوي نن /شنبه/ رسنیو ته وویل، د افغان ملي اردو په عملیاتو کې د دوو چینايي وګړو په ګډون ۷ سختدریځي وژل شوي دي.

رضوي همداراز وویل چې په جرم ولسوالي کې د افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې دوه چینايي وګړي وژل شوي چې یو یې د سختدریځو مشر و.

د رضوي په وینا په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د چین ایغور سختدریځې په افغانستان کې د طالبانو او داعش په لیکو کې جنګېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *